پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بلخ او جوزجان لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل نیول شوی

د بلخ او جوزجان لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل نیول شوی

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۰) په شمال کې د پوځ چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د بلخ او جوزجان لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل نیولی دی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو دغه استخباراتي مسؤل په مزار شریف ښار کې نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، روزي خان د میرآجان زوی دی او د بلخ د چهاربولک او د جوزجان د فیض آباد ولسوالیو لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل و.

د یو بل خبر له مخې، افغان هوايي ځواک پرون په فاریاب ولایت کې د طالبانو پر غونډو بریدونه کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، دغه بریدونه د فاریاب په قیصار، ینګي قلعه او شېرین تګاب ولسوالیو کې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، په دې هوايي بریدونو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه ددې پېښو په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...