جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeداسې هم شتهګوګل داسې اپلیکیشن وړاندې کوي چې تاسو به حیران کړي

ګوګل داسې اپلیکیشن وړاندې کوي چې تاسو به حیران کړي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) اوس د زړه درځا او د وینې فشار په سمارټ فون سره معلومیدلی شي .

ګوګل اعلان کړی چې راتلونکې میاشت کې یو داسې اپلیکیشن وړاندې کوي چې په کارولو سره به یې دغه اسانتیاوې تاسو ته درکوي.

ګوګل ویلي، دغه اپلیکیشن به د ګوګل په پلی سټور کې پیدا کیږي او د موبایل د مخکې کمرې په واسطه به  اپلیکیشن کار کوي.

د ګوګل د معلوماتو له مخې، یاد اپ به دا  هم معلوموي چې څو ځل تاسو په یوه دقیقه کې ساه اخلئ.

ګوګل دغه راز وايي، د زړه د درځا لپاره به د سترګو هغه بدلونونو نه دوئ پوهیږي کوم چې زړه درځا معلومو کې مرسته کوي.

دوئ دا هم وایې چې د روغتیایي مشورو یا د روغتیا کتلو لپاره به دغه اپلیکیشن نه اوسي.

 دې نوې ټیکنالوجۍ ته د ګوګل فټ نوم ورکول شوی دی.

تر اوسه نورو کمپنیو چې ګوګل پلی سټور نه کاروي د دغې ټیکنالوجۍ د استفادې یا وړاندې کولو په اړه څه ندي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...