یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلیندسي ګراهام:طالبان موږ تېر باسي، سرتېري نه باسو

لیندسي ګراهام:طالبان موږ تېر باسي، سرتېري نه باسو

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۰) امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په تازه مرکه کې ویلي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د جوبایډن له تګلارې ملاتړ کوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان د امریکا د تېر ایستلو په لټه کې دي او داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

نوموړي زیاته کړې امریکایي ځواکونه باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو له دغه هېواد ووځي.

ګراهام وایي که امریکایي ځواکونه د شرایطو تر برابرېدو مخکې له افغانستان وځي نو ددې احتمال شته چې داعش ډله او طالبان بېرته را وګرځي او په افغانستان کې خونړۍ جګړې پيل کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په دې برخه کې د جوبایډن تګلاره اغېزناکه ده او د امریکا سنا به یې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا د نوي حکومت ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او داسې ښکاري چې د دوی ترمنځ د سولې شوی تړون به لغوه شي، تردې وړاندې د امریکا د بهرینو چارو وزیر انتوني بلینکن او نورو امنیتي چارواکو یې ویلي و، چې له طالبانو سره شوې هوکړه بېرته له سره ارزوي او په خبره یې څومره معلومات چې دوی لري طالبانو پر دې هوکړه عمل نه دی کړی.

بلخوا طالبان بیا دغه ادعاوي ردوي او وایي، دوی پر هوکړه عمل کړی او امریکا ته هم همدا توصعیه کوي چې پر هوکړه دې عمل وکړي او خپل سرتېري دې  له افغانستان وباسي، طالبانو خبرداری ورکړ که امریکا په ټاکلې موده کې له افغانستان سرتېري ونه باسي دوی به بېرته بریدونه پرې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب