یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلخ: د پسونو پر رمه وسله‌وال برید شوی

بلخ: د پسونو پر رمه وسله‌وال برید شوی

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۰) بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د پسونو په یوه رمه برید کړی.

د بلخ ځایي چارواکو ویلي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ په دغه ولایت کې د یوه کس د ۴۰۰ پسونو پر رمه برید کړی او غوښتل یې چې په زور پسونه ترې یوسي.

چارواکي زیاتوي، چې وروسته د کلي د خلکو او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوې او څلور کسان په کې وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي رسنیو ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ مازیګر پنځه بجې د بلخ ولایت چهارکنت ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله‌والو طالبانو د یو کس د پسونو پر رمه برید وکړ او غوښتل یې په زور یې ترې یوسي.

نوموړي وایي، د دوی له برید سره هم‌مهاله د کلي خلک راغلي او غوښتل یې چې له دې کس سره مرسته وکړي په دې وخت کې طالبانو پر خلکو ډزې کړې چې څلور کسان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې د وسله والو طالبانو دغه کار د ډېری خلکو غبرګونونه راپارولې دي او دا برید یې په سختو ټکو غندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب