شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکايي پوځ یوې الوتکې ته نامالوم کس ختلی

د امریکايي پوځ یوې الوتکې ته نامالوم کس ختلی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د امریکا هوايي ځواکونه د هغه کس په اړه پلټنې کوي چې واشنګټن ډي سي‌ ته نږدې د پوځ یوې الوتکې ته ختلی و.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د کانګرس پر ودانۍ د جنوري د شپږمې له برید وروسته هلته امنیتي تدابیر کلک شوي دي.

دغه کس د «Joint Base Andrews » د پوځي اډې څخه پرواز کړی دی.

په دغه هوايي ډګر کې د ولسمشر د «Air Force One» جټ تر څنګ نورې پوځي الوتکې پورته کیږي او ښکته کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، دا څېړنه به په نړۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو د امنیتي تدابیرو په اړه هم وي.

امریکايي ځواکونو که څه هم دغه بې وسلې کس نیولی او وايي لا یې داسې کوم شواهد پرې ندي موندلي چې ګواکې کومې ډلې پورې دې تړلی وي.

نیول شوی کس چې لا یې هویت هم نه دی افشا شوی، د پوځ «C-40» الوتکې ته په ناقانونه توګه ختلی و چې بیا نیول شوی دی.

په دا ډول الوتکو کې د امریکا د حکومت لوړ پوړي چارواکي، د کانګرس غړي او د پوځ مشران رسمي سفرونه کوي.

امریکايي ځواکونو نه دي ویلي چې دا کس څنګه د کلکو امنیتي تدابیرو او موانعو سره سره بیا هم دغه هوايي ډګر ته داخل او الوتکې ته پورته شو.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې په واشنګټن ډي سي کې د دغه هېواد د ملي ګارد زرګونه سرتیري ځای په ځای شوي دي.

ټاکل شوې چې په همدې اونۍ کې په سنا کې د ښاغلي ټرمپ د استیضاح ځانګړې محکمه پیل شي خو امنیتي ساتونکي لا هم ځای پر ځای دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب