یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+پاکستان له سویلي افریقا دوهمه ټېسټ لوبه هم وګټله

پاکستان له سویلي افریقا دوهمه ټېسټ لوبه هم وګټله

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې هم سویلې افریقا ته ماته ورکړه.

د دې لوبې په ګټلو سره پاکستان د ټېسټ لوبلړۍ هم وګټله.

د دواړو هېوادونو ترمنځّ دوهمه ټېسټ لوبه  د روانې فبرورۍ میاشتې په  ٣مه پيل  او نن پای ته ورسېده.

پاکستان په لومړۍ توپ وهنه کې ٢٧٢ او په دوهمه پاڼۍ کې يې ٢٩٨ منډې وکړې.

خو سویلي افریقا بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠١ او په دوهمه پاڼۍ کې ٢٧٤ منډې وکړې او لوبه یې د ٩٥ منډو په توپير  وبایلله.

لومړۍ پاڼۍ:

د پاکستان لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې فهيم اشرف ٧٨ ناسوځېدلې او بابر اعظم ٧٧ منډې وکړې خو د سويلي افریقا توپ اچوونکي نورجه بيا ٥ لوبغاړي وسوځول.

اخوا بیا د سويلي افريقا لپاره ټيمبا په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او پاکستاني حسن علي هم ٥ لوبغاړي وسوځول.

دوهمه پاڼۍ:

په دوهمه پاڼۍ کې د پاکستان لپاره محمد رضوان ١١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او د سويلي افريقا له لوري جارج لينډي ٥ لوبغاړي وسوځول.

اخوا بیا سويلي افريقا لپاره په دوهمه پاڼۍ کې  مارکرم ١٠٨ او ټيمبا ٦١ منډې وکړې خو د پاکستان له خوا حسن علي ٥ او شاهين افريدي ٤ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی حسن علي ونومول شو.

د یادونې ده چې د دواړو لوبدلو ترمنځ به تر ټېسټ لوبو وروسته ٣ نړيوالې شل اوريزه لوبې هم ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب