شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال هم ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي

سږ کال هم ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې ګډه سروې ښېي، سږکال هم د هېواد  په ۲۲ولایتونو کې په څه باندې ۲ زره هکټارځمکه کوکنار کرل شوي چې دا د تېرکال په پرتله ۳۷سلنه زیاتوالی ښيي.

تاند ته د رسیدلو معلوماتو له مخې، د مشرقي ولایتونو ننګرهار، کونړ، او لغمان په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو لکه هلمند، کندهار، زابل، ارزگان کاپیسا، کابل، بدخشان، بغلان، غور، بادغیس، هرات ، فاریاب، سرپل، غزني فراه، او نیمروز هغه ولایتونه دي چې سږ کال پکې د کوکنارو کښت شوی دی.

د معلوماتو له مخې، تخار، پنجشیر، خوست، پکتیا، پکیتکا، پروان، لوګر، بامیان، سمنګان، او کندوز هغه ولایتونه یاد شوي چې د کوکنارو کښت پکې خورا کم لیدل شوی دی.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وایي، د هېواد له ټولو ولایتونو ډېر هغه یې په هلمند ولایت کې شاوخوا ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.

سرچینه دغه راز وايي، د هېواد  لوېدیځ او سویل لویدیځ ولایتونه لکه اروزګان، هلمند، کندهار،بادغیس، فراه او نمیروز هغه ولایات دي چې سږ کال پکې  ۸۳ سلنه کوکنار کرل شوي، چې تر ټولو ډېر یې هلمند ولایت کې دي او دا د تېرکال په پرتله دکوکنارو کښت کې ۲۷سلنه زیات والی ښيي.

خو په هلمند کې یوه ځايي سرچېنه د نوم نه ښودلو په شرط تاند سره خبرو کې وايي، د هلمند په ډېرو هغو سیمو کې د کوکنارو پریمانه کښت شوی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې دي.

سرچینه وايي، سږکال په زیاته کچه کوکنار د هملند په موسی‌کلا، نوزاد او ځینو نورو ولسوالیو کې کرل شوي، چې کابو ۶۰۰۰جریبه کوکنار یوازې په مني فصل کې کښت شوي دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي، د کوکنار کښت د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ځکه زیات شوی چې دوی له دې لارې عواید ترلاسه کوي او په جنګ جګړو کې د تجهیزاتو چمتو کولو په موخه لګوي.

خو کورنیو چارو وزارت بیا سږ کال په هېواد کې د کوکنارو د کښت ډیروالی ردوي او وايي چې په ډېره کمه کچه ځېنو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، د هېواد په ډېر کم شمېر نا امنه او هغو سیمو کې د کوکنارو کښت لیدل کیږي چې سیمې د طالبانو تر واک لاندې دي خو وايي افغان ځواکونه هڅه کوي کښت یې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو هم خپلې هڅې چټکې کړي او په ترڅ کې یې له ځینو ولایتونو د نشه یې توکو د نیول کېدو خبرونه هم ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب