یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد لویو لارو د موټر چلوونکو اعتراض لاهم دوام لري

د لویو لارو د موټر چلوونکو اعتراض لاهم دوام لري

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د هېواد د لویو لارو د موټر چلوونکو هغه اعتراض چې د غیر قانوني اخاذیو او فساد په اړه يې پيل کړی لا هم دوام لري.

دوی په یو شمېر ولایتونو کې خپل بار وړونکي موټرې هم درولي دي.

اعتراض کوونکي وایي چې حکومتي ادارات او پولیس غیر قانوني پیسې ترې اخلي او که یې ورنه کړي نو وژل کېږي، وهل کېږي او شکنجه کېږي.

موټر چلوونکي له حکومت غواړي چې ژر تر ژره یې دغه ستونزه حل کړي.

دوی وایي که یې د ستونزې د حل غمه ونه شي نو دوی به هم خپل اعتراض ته ادامه ورکړي.

اعتراض کوونکي له حکومت نه غواړي چې د لویو لارو له پوستو اوسني پولیس لرې کړي او پر ځای یې دې قانون او وطن ته ژمن خلک په دنده وګوماري.

دوی وايي په لوی لاس ورته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړېږي او د پولیسو له غیر قانوني اخاذیو نور په تنګ دي.

موټرچلوونکو هیله ښودلې چې حکومت به یې ستونزه حل او دوی پرته له ستونزو تګ راتګ کوي.

1 COMMENT

  1. د لویو لارو پولیس اصلاً غله ډیر دی او پولیس لږ، د هر لارۍ موټر څخه پیسې اخلي، دا ناوړی عمل ددې سبب کېږي چې خلک له دولت څخه نوره فاصله هم ونیسي او په هېڅ صورت ورسره همکاري ونه کړي، دولت باید د لویو لارو ټولې پوستې لغوه کړي ځکه چې شتون یې د دولت او ملت په تاوان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب