شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږکال ۲۳۲ دولتي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي

سږکال ۲۳۲ دولتي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) د افغانستان د پلټنې عالي اداره وايي، په ۱۳۹۹مالي کال کې۲۳۲ دولتي چارواکي د کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د دغې ادارې مسوولین وايي، په نیول شویو کسانو کې ۲۲۳ د ولایتونو او نهه نور یې د مرکز اړوند دي.

 د دوی په وینا، تر دې مهاله په ۲۴ولایتونو کې خپلې څېړنې بشپړې کړي او په پاتې نورو ولایتونو کې هم د کرونا بودجې مصرفولو په اړه څیړنې روانې دي.

د دوی د مالوماتو له مخې، د عامې روغتیا وزارت په قراردادونو کې د ضعیف مدیریت له کبله هم زیاتې نیمګړتیاوي شته چې فساد ته یې زمینه برابره کړې وه.

د یادې ادارې مشره غزال حارس وايي، په ۲۴ولایتونو کې د وزیر، معین، والی، د والي مرستیال، د ادارو رییسان او د تدارکاتو کمیټې غړي د کرونا په پیسو کې د درغلیو په تور څارنوالي ته ور پیژندل شوي دي.

 د هغې په وینا، په ۲۴ولایتونو کې د دوی ارزونو ښودلي چې کرونا لپاره اخیستل شوي تجهیزات او مصارفو کې ۳۰ څخه تر ۴۰سلنه زیاتوالی ښودل شوی دی چې په دې سره وسایل په لوړه بیه اخیستل شوي دي.

د پلټنې عالي ادارې څېړنې دغه راز په ډاګه کوي چې ډېری کمکي بستې هم  ۴۰سلنه اړمنو کسانو ته نه‌دي رسېدلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب