جمعه, مې 3, 2024
Homeنندارتونپه پاکستان کې بېوزله افغان ماشومان

په پاکستان کې بېوزله افغان ماشومان

تاند- په پاکستان کې د افغان کډوالو ماشومانو دا عکسونه د اسوشیتید پریس خبري اژانس عکاس محمد محسن اخیستي دي.

په پاکستان کې له رسمي احصاییې سره سم شپاړس لکه افغان مهاجر دېره دي خو حقیقت دا دی چې تر دې خورا زیات افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. دوی په خورا تنګسه کې اوسي. د افغانستان حکومت په تېرو ۱۲ کلونو کې د خپلو کډوالو د بېرته راستنولو لپاره ډېر کوچني ګامونه هم نه دي پورته کړي. حال دا چې د ډېرو په نظر تر څو چې په پاکستان کې د مهاجرو کمپونه او مهاجر موجود وي د افغانستان جګړه پای ته نه رسېږي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس دغو عکسونو ته لیکلي: په پاکستان کې بېوزله، خیرنه او غټ سترګې افغان ماشومان.

دغو ماشومانو ته، چې د اسلام اباد په څنډو کې اوسي، نه پوره خواړه رسېږي، نه ښوونځي لري او نه هم روغتیايي اسانتیاوې. ډېری یې تر پنځه کلنۍ مخکې مري.

1111111

11

2 COMMENTS

  1. هرسوک چی الله فیداکی رزق هم ضروروره سوی دسیدولی دنظرمخالف یم دی هسی ده نړیوالوفه خبروغولیدلی دی دلوژی سوک نه مری دکهالی اوبی امنی مخه نیول پکارده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب