پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+په یوه بل لمریز نظام کې د سیارو او ستورو حیرانوونکی...

په یوه بل لمریز نظام کې د سیارو او ستورو حیرانوونکی حرکت

تاند- ساینسپوهان په دې حیرانتیا ښيي چې په یوه لمریزه منظومه کې د دوو پردیو نړیو پر مدار یو ناکشف شوی مرموز ځواک اغېز شیندي. دوی وايي چې دا یو مخ عجیب او متفاوت شی دی.

د نجوم متخصصان چې په یوې داسې نوې نړۍ پسې ګرځي چې د ژوند کولو احتمال پکې وي، ځینې وخت د لټون په ترڅ کې له داسې دنیاوو سره مخامخ کېږي چې د دوی د توقع خلاف وي.

په استرانومي انډ استرا فزیکس مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې پر اساس، ستورپېژاندو په دې شمسي منظومه کې داسې عجیب شیان لیدلي چې پخوا یې په هغې کې نه و لیدلي.

د دې منظومې د دوو ستورو په شاوخوا کې له درو سیارو څخه دوې یې راڅرخي. دا شمسي منظومه زموږ څخه کابو ۱۵۰ نوري کاله لېرې ده.

سیارې له ستورو د قایمه زاویې په مدار کې راڅرخي. دا سیارې د دې پر ځای چې د مځکې او نورو شمسي نظامونو د سیارو په شان د ستوري تر استوايي مدار راوڅرخي، د خپل ستوري له قطبونو تېرېږي.

د فضايي علومو پوهانو د لومړي ځل لپاره د دې منظومې د منځنۍ سیارې د مدار نقشه اخیستې او ورته څرګنده شوې چې دا سیاره په دې منظومه کې د دوو نورو سیارو په شان د قطبي مدار د تعقیبولو پر ځای د خپل ستوري د استوا شاوخوا راګرځي.

ستورپېژاندې وايي، تراوسه پورې یې داسې شی نه و لیدلی او لکه چې یو مرموز او ناپېژندل شوی ځواک د دې سبب شوی وي چې دا تفاوت په دې منظومه کې ولیدل شي.

د سویس د جینیوا پوهنتون وینسنټ بوریر، چې د دې څېړنې د ټیم مشري په غاړه لري، وايي، دا په رښتیا حیرانوونکې وه. زموږ له خپل شمسي نظام سره یې خورا ډېر توپیر دی خو له بده مرغه ډېر احتمال دا دی چې په دغو سیارو کې د ژوند امکان نه شته.

دی همداراز وايي، که په ټیلسکوپ کې د دغو سیارو مسیر ته وګورئ، درښکاره به شي چې هغه په اسمان کې په عمودي ډول حرکت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب