تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۹ مه) چین د سې شنبې په ورځ له پاکستان او افغانستان څخه وغوښتل چې په خپل منځ کې روان کړکېچ کم کړي او د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې پیل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جایکون په بېجینګ کې په خبري کنفرانس کې وویل:
«پاکستان او افغانستان د چین دودیز او دوست ګاونډیان دي. دواړه هېوادونه هم اوس او به تل د یو بل ګاونډیان وي.»
هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د تېرې اوونۍ په پای کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې. په دغو نښتو کې په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل شول خو پاکستان د وراوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.
ګو جایکون زیاته کړه چې بېجینګ له دواړو هېوادونو غواړي چې خپل اختلافات او شخړې د خبرو او سلا مشورو له لارې حل کړي، ترینګلتیاوې راکمې کړي او د سیمې د سولې او ثباته په ګډ ساتنه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وویل چې چین چمتو دی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره رغونده رول ولوبوي.
TO CHINA;
AFGHANS DONT WANT ANY KIND DEPLOMACY AND RELATION WITH PAKISTAN,
PAKISTAN IS OUR ENEMY
TALIBS MUST CLOSE TORKHEM GATE UNTIL FREEDOM OF POKHTONISTAN,
SEND ALL PAKISTANI EMPLOYEE BACK TO PAKISTAN CASE THEY ARE ISI AGENTS,
SEND PAKISTANI EMBASADOR TO PAKISTAN
CLOSE GATE OF DEPLOMACY WITH PAKISTAN,
START BUSINESS AND DEPLOMACY WITH GREAT INDIA
ALWAYS BE ISLAMIC EMARAT OF GREAT AFGHANISTAN
THANK YOU