Homeخبرونه‏نیمروز کې یو سپین ږیری له ۱۲ کلن کورني زندان خلاص کړای...

‏نیمروز کې یو سپین ږیری له ۱۲ کلن کورني زندان خلاص کړای شو

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، چې په نیمروز ولایت کې یو تن له ۱۲ کلن کورني بند څخه را خلاص کړای شو.

قانع لیکلي، یاد کس د نیمروز ولایت په درېیمه ناحیه کې د خپلې کورني له لوري بندي شوی و.

د قانع په خبره یاد ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هڅو را خلاص شو.

دغه زنداني چې ۵۰ کاله عمر لري په یوه تیاره کوټه کې بندي ساتل کېده دا مهال یې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی.

دا لومړنۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې ګڼ دا ډول کسان ژغورل شوي او عاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...