Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ ـ هرات او هرات ـ کندهار د ریللارو...

‏ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ ـ هرات او هرات ـ کندهار د ریللارو د عملي چارو پيل په اړه خبرې وشوې

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) د طالبانو د حکومت ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو د نښلولو، د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنیزو کرښو د عملي چارو د پيل په اړه خبرې کړې دي.

لیدنه کې پرېکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ټرانسپورټ او اوسپنې پټلۍ برخې چارواکو ترمنځ ناسته ترسره شي.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه ناسته کې به د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ مسیرونو د عملي چارو پیل او څرنګوالی وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د تورغونډۍ–هرات اوسپنیزې کرښې د پانګونې هوکړه څه موده وړاندې قزاقستان هېواد سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه.

د دغو لارو کارونه به د تخنیکي ټیم تر ارزونې وروسته عملي هم پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...