پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکورنیو چارو وزیر: افغانستان د پرمختګ پر لور روان او له قزاقستانه...

کورنیو چارو وزیر: افغانستان د پرمختګ پر لور روان او له قزاقستانه د ښه نیت تمه لرو

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره کتلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې، دې لیدنه کې توکوموف د افغانستان او قزاقستان تر منځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د اورګاډي د پټلۍ په څېر مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړ.

عبدالمتین قانع زیاته کړې، قزاقستاني لوري د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د مخدره موادو پر ضد مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېل‌پټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمه‌ییزې همکارۍ تمه لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...