Homeخبرونهد پښتو موسیقۍ د مشهورې سندرغاړې قمرګلې د مړینې ۳ کاله پوره...

د پښتو موسیقۍ د مشهورې سندرغاړې قمرګلې د مړینې ۳ کاله پوره شول

‏تاند (سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) د پښتو موسیقۍ د ځلاندې ستورې، مېرمن قمرګلې د مړینې درې کاله پوره شول.

هغې د پښتو موسیقۍ لپاره د خپل مېړه او د افغانستان د خدای بخښلي هنرمند، استاد محمددین زاخېل سره یوځای نه هېرېدونکې هڅې کړې دي.

د هغې زوی، ایمل زاخېل په خپله فېسبوک پانه لیکلي، چې مور یې یوازې هنرمنده نه وه، بلکې د وطن د مینې، درد او احساس غږ و.

قمرګله په ۲۰۲۲ د ډیسمر په ۹مه په ۷۰ کلنۍ کې له خپل وطنه لرې په جلا وطنۍ کې د ناروغۍ له امله مړه شوه.

مېرمن قمرګلې ۱۹۵۲ کال کې د ننګرهار ولایت په شګې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...