پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان کې کوچني او لوی کاروبارونه د له منځه تلو له ګواښ...

پاکستان کې کوچني او لوی کاروبارونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئیس شفیع اعظم وایي چې، د لارو تړل کېدو له امله پاکستان کې کوچني کاروبارونه له منځه ځي، منځني ماتېږي او غټ کاروباریان سخت اندېښمن دي.

اعظم زیاته کړې، چې د افغانستان زیان بیا په مراتبو کم دی، ځکه په خبره یې وارداتو پرځای ټولو تولید ته مخه کړه طبیعي سرچینو، لوی نفوس او امنیت له وجې اسیا پر اروپا بدلېدونکې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال شوي، چې پاکستاني سوداګرو د لارو تړل کېدو له امله نه یوازې افغانستان ته یې صادرات بند شوي، بلکې د منځنۍ اسیا بازارونو ته یې هم لاسرسی پرې شوی دی.

اقتصادي کارپوهان وايي، پاکستان کې هر وګړی یې څه باندې ۳۰۰ زره کلدارې پوروړی دی.

دوی وایي د پاکستان د پوځ ناسمه پالیسي به د ولس اقتصادي وضعیت نور هم اغېزمن کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...