تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې، د سعودي عرب یو پلاوی کابل او اسلام اباد ته سفر وکړي.
دغه خبر بي بي سي نړیوالي رسنۍ خپور کړی دی.
سرچینې ویلي چې، د سعودي عربستان یو پلاوی د کابل او اسلام اباد د ستونزو د حل په موخه افغانستان او پاکستان ته سفرونه کوي.
دغه پلاوی به د خبرو لړۍ روانه وساتي او هڅه به وکړي چې، افغانستان او پاکستان بیا د سعودي عربستان په منځګړتوب خبرو ته کیني.
د سرچینې په وینا، دغه پلاوی به لومړی اسلام اباد او بیا کابل ته سفر وکړي او دواړه لوري به د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو حل ته را وبولي.
تر اوسه د دغه سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا سفر داسې مهال پلان شوی چې، تېره اوونۍ هم د سعودي عربستان د ریاض ښار په کوربتوب دواړو لورو د وروستیو ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې خو کوم پرمختګ ونشو او یوازې ژمنه وشوه چې، اوربند به روان ساتي.
پرون دوشنبه د طالبانو خارجه وزیر هم د خبرو پر حل او ډيپلوماسۍ ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ویلي چې، دوی له ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل ته لومړیتوب ورکوي.
ترڅو چې همدا سعودی چې نظامی تړون هم ورسره لري او زموږ په ۴۰ جګړه کې د پاکستان ملاتړي وو د همدې پآکستان کړنو تضمین ونکړی ، لاره پرانستل ستونزي بیا پیدا کوی نو لازمه ګڼو چې همدا سعودی يا امریکا یا چین یی ضمانت ورکړی او هغه تړونونو غرامت وغوښتل شي چې ددغو تړونونو په شتون کې زموږ سوداګرو پر مخ د سبزیو او میوو وخت لاري بندوی نو موږ افغانان د خپل تاوان غرامت غوښتونکي یو