چهارشنبه, دسمبر 10, 2025
Homeخبرونهنغمه: تر هغې کابل ته نه ځم، څو زموږ خویندې مکتب ته...

نغمه: تر هغې کابل ته نه ځم، څو زموږ خویندې مکتب ته لاړې نشي او موږ ته پکې ځای نه وي

تاند:  سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) د پښتو ژبې مشهوره سندغاړې ښاپېرۍ نغمه وایي، ترهغې به کابل ته لاړه نشي او یا نجونو او ښځو ته پکې ځای پیدا نشي.

هغې دا خبرې په یوه ویډیو کې کړي چې، پر ټیک ټاک خپره شوې ده.

د دې ویډیو کوربنه ترې غوښتنه کوي چې، “کابل ته ځمه، کابل ښه ځای ده، بیا نه راځمه” سندره ورته زمزمه کړي، خو نغمه یې په ځواب کې وایي:

“نه داسندره درته نه وایمه، څو چې نظام چینج نشي، زموږ خویندې مکتب ته لاړې نشي او موږ ته پکې ځای نه وي کابل ته په خدای که لاړه شم، له دې سندرې تېره شه همدلته ښه یم.

ښاپېرۍ نغمه د خپلو خبرو پر دوام وایي، چې افغانستان د امریکا د لاسه دې حالت ته رسېدلې ده او په خبره یې که خپل حال خپله بدل نکړو نو ورځ بلې ته به بد وي.

د ملي بیرغ په اړه ترې پوښتنه کېږي چې، کوم بیرغ دې خوښ دی.

مېرمن نغمه وایي:

زما درې رنګه بیرغه

ورپېږه پر کابل

ما هم ټومبلي درې رنګه ګلونه په اوربل

“زما درې رنګه بیرغ خوښ دی، دا زموږ د نیکونو او تاریخ نښه ده، زموږ هویت دی او نه بدلېږي”.

د یادونې وړ ده چې دغه مرکه یوې ټیک ټاکرې له نغمې کړې او یوه برخه یې خپره کړې ده.

نغمه داسې مهال کابل ته له ورتکه انکار کوي چې، خپله له هېواده بهر اوسېږي او د هېواد په داخل کې د طالبانو له بیا حاکمېدو را وروسته کابل ۵ کاله پوره کېږي چې، د نجونو پر زده کړو او پر موسیقۍ بندیز لګېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...