Homeخبرونهسوډان کې پر روغتون او ښوونځي برید؛د ماشومانو په ګډون ۱۷۷ تنه...

سوډان کې پر روغتون او ښوونځي برید؛د ماشومانو په ګډون ۱۷۷ تنه وژل شوي

تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) ‏په سوډان کې جګړې ورځ نه بلې ته شدت اخلي.

د رسنیو د راپورونو له مخې تازه د یاد هېواد پر یوه روغتون او ښوونځي برید کې د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۴ تنه وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډانوم غیبریوس دغه برید غندلی او دا یې «سخته ظالمانه او د انسانیت ضد کړنه» بللې ده.

ځايي چارواکي د برید پړه د چټک ملاتړ وسله‌والو ځواکونو «RSF» پر غاړه اچوي.

په ياد هېواد کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د حکومتي ځواکونو او ځايي وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې دوام لري.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغو جګړو له امله تر اوسه له ۱۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي او د بشري وضعیت خرابېدو اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...