Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد جلال اباد - تورخم دویم لین سړک د پاتې چارو بشپړېدو...

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک د پاتې چارو بشپړېدو پروژه منظور شوه

تاند (سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۸مه) ‏د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک پاتې چارو بشپړولو پروژه منظوره کړه.

ننګرهار کې د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې، د دغې پروژې لګښت به د واحدې سرچینې له لوري برابر او نږدې راتلونکي کې به یې داوطلبي پیل شي.

د خبرپاڼې له مخې د یاد سړک دویم لاین جوړېدو سره به د ټرانسپورټ او ټرانزیټ برخه د پام وړ اسانتیاوو رامنځته شي.

دغه راز به ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ټکرونه هم ورسره راکم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...