په ننني نړیوال سیاست کې د هېوادونو ترمنځ اړیکې تر ډېره د قدرت او نفوذ پر سیالۍ ولاړې دي. دلته قدرت یوازې نظامي ځواک نه دی، بلکې هغه توان دی چې یو دولت پرې وکولای شي پر نورو اغېز وکړي، هغوی مجبور یا قانع کړي، او د پرېکړو لوری بدل کړي. له همدې امله ځواکمن هېوادونه ډېر وخت د کمزورو هېوادونو په چارو کې خپله مداخله د نړیوال ثبات او امنیت تر نوم لاندې توجیه کوي، حال دا چې اصلي هدف یې د خپلو سټراټیژیکو او اقتصادي ګټو ساتل وي.
همدلته د خبرو او عمل ترمنځ څرګند توپیر راڅرګندېږي. په ویناوو کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او نړیوالو اصولو یادونه کېږي، خو په عمل کې پرېکړې د ملي ګټو او سیاسي حسابونو پر بنسټ ترسره کېږي. همدې حالت ته په سیاست کې «دوهګونی معیار» ویل کېږي؛ یعنې اصول هغه وخت مهم ګڼل کېږي چې له ګټو سره ټکر ونه لري، خو که ټکر پیدا شي، نو اصول څنګ ته اېښودل کېږي.
د زبرځواکونو چلند دا واقعیت لا روښانه کوي. هغوی حکومتونه د دې له مخې نه ارزوي چې څومره عادلانه یا ولسواک دي، بلکې دا ګوري چې څومره د دوی له ګټو سره سم کار کوي. که یو حکومت، که څه هم غیر ولسواک وي، د هغوی لپاره ګټور تمام شي، نو ډېرې نیمګړتیاوې یې له پامه غورځول کېږي. خو که همدا حکومت د هغوی د ګټو پر وړاندې ودرېږي، نو بیا د بشري حقونو او ولسواکۍ خبرې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه مطرح کېږي.
د نړیوال سیاست بل مهم واقعیت دا دی چې هېوادونه یو پر بل د باور پر ځای د ځواک پر بنسټ قضاوت کوي. ابرقدرت هېوادونه تل هڅه کوي خپل سیاسي نفوذ او اقتصادي ګټې خوندي وساتي، او په همدې لړ کې کمزوري هېوادونه اکثر د دوی د ستراتیژیو د عملي کولو وسیله ګرځي.
په داسې وضعیت کې، د هر هېواد د پاره په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې کمزوری نظامي او اقتصادي ظرفیت لري تر ټولو مهم عنصر داخلي یووالی او ملي تفاهم دی. که یو ولس د خپلو ملي ګټو پر سر ګډ درک ولري او خلک وپوهېږي چې ناسم سیاسي انتخابونه ټول هېواد زیانمنوي، نو نظام پیاوړی کېږي. داسې نظام چې له ولسه ملاتړ ولري، د بهرني فشار پر وړاندې هم د مقاومت وړتیا پیدا کوي.
د نړیوال سیاست تر ټولو مهم درس دا دی چې شعارونه هېوادونه نه ژغوري. هغه څه چې یو هېواد خوندي ساتي، د خپلو ګټو سم پېژندل، داخلي یووالی، او د ولس او حکومت ترمنځ متقابل مسوولیت دی. تر هغو چې نړیوال سیاست د ګټو پر منطق روان وي، دوهګونی چلند به د دې سیاست یوه نه بېلېدونکې برخه پاتې شي.