جمعه, مې 17, 2024
Home+کاسترو په دې ورځ رسماً واک پرېښود

کاسترو په دې ورځ رسماً واک پرېښود

تاند- له نن څخه ۱۶ کاله پخوا د ۲۰۰۸ د فبرورۍ په ۱۹ مه فیدل کاسترو په رسمي ډول د کیوبا له ولسمشرۍ استعفا ورکړه او ورور یې راول کاسترو ځای ونیوه.

کاسترو د واک پرېښودو په مهال ۸۱ کلن و. ده ۴۹ کاله واک په لاس کې درلود. کاسترو د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ په ۱۶ مه وروسته له دې چې د دیکتاتور (Fulgencio Batista) ځواکونو ماته وکړه، واک ترلاسه کړ.

فیډل الجندرو کاسټرو روز د ۱۹۲۶ کال د اګسټ پر ۱۳ د شتمن کروندګر انګل ماریه بوتیستا کاسټرو وای ارګېز (چې له هسپانیا کیوبا ته کډوال شوی و) په کور کې وزېږید.

مور یې لینا روز ګونزالزل په کرونده کې کار کاوه، بیا د کاسټرو د پلار معشوقه او له زېږون وروسته یې مېرمن شوه.

کاسټرو د سنټياګو کاتوليک ښوونځي کې داخل شو او وروسته د هاوانا په بلين کې پوهنتون ته لاړ.

خو له دې سره سره یې په۱۹۴۰ کلونو کې په داسې حال کې چې په هاوانا پوهنتون کې د حقونو زده کړې کولې، سیاسي فعال شو او په وینا کولو کې ډېر مشهور شو.

کاسترو په خپل هیواد او نوره نړۍ کې هم ډیر متنقدان لري او هم پلویان. منتقدان یې په دې غندي چې پر کیوبا یې دیکاتوري، یو ګوندي حکومت وتاپه او د دغه هیواد د اقتصادي پرمختګ خنډ شو خو پلویان یې په دې ستايي چې د امریکا په خوله کې د دغه ستر زبرځواک د سترګو ازغی و.

فیدل کاسترو په ۲۰۱۶م کال د ۸۸ کلنۍ په عمر کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب