تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د پاکستان د فدرالي عوایدو ادارې (FBR) اجازه ورکړې چې د افغان ترانزیت سوداګرۍ هغه محمولې چې له میاشتو راهیسې په چمن او کوټه کې بندې پاتې وې، د کراچۍ له بندرونو بېرته ولېږدول شي او بیا صادرې شي.
له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د عادي سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ تړلې پاتې دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، د اکتوبر پر ۱۶مه، د فدرالي عوایدو ادارې په رسمي ډول د کراچۍ له بندرونو د افغان ترانزیت سوداګرۍ ټول عملیات وځنډول. د افغان ترانزیت ټول ګېټ پاسونه لغوه شول او په کراچۍ بندر او پورټ قاسم کې د دې ډول مالونو تصفیې ودرول شوې. که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په خبرو کې د اوربند موضوع یاده شوه، خو تر اوسه سوداګري بېرته نه ده پیل شوې. د راپورونو له مخې، تر ۱۰ زرو ډېر پاکستاني او افغان سوداګر، او همداراز د ترانزیت سوداګرۍ محمولې، په کراچۍ بندر کې بندې پاتې شوې وې چې د میلیاردونو روپیو تاوانونه یې اړولي دي.
خو اوس د فدرالي عوایدو ادارې د سېشنبې په ورځ په یوه خبرتیا کې د بندو پاتې شویو محمولو د بېرته لېږد او بیا صادراتو اجازه ورکړې ده.
د ترانزیت سوداګرۍ ریاست په خبرتیا کې ویلي: «د ټولو بندو پاتې شویو افغان ترانزیټ سوداګرۍ مالونو بېرته لېږد ته اجازه ورکړل شوې څو له کراچۍ بندر او پورټ قاسم ترمینل څخه بیا صادر شي.»
د حکم له مخې، د څو هېوادونو سوداګریز مالونه چې په چمن او کوټه کې بند پاتې وو، اوس به د کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي.
خبرتیا اړوندو تعقیبي او څارونکو شرکتونو ته لارښوونه کړې چې د بندو پاتې شویو مالونو سفر د چمن په تمځای او د کوټې په NLC وچ بندر کې پای ته ورسوي، او بیا له هماغه ځایونو څخه د کراچۍ بندرونو پر لور بېرته لېږد پیل کړي.
د فدرالي عوایدو ادارې ویلي چې د ترانزیټ سوداګرۍ مالونو بېرته لېږد به د ټولو نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره کېږي. له سرحدونو څخه د دې مالونو د لېږد لپاره به تضمیني بار وړونکي (bonded carriers) اړ وي چې FBR ته غوښتنلیکونه وسپاري.
د لارښوونو له مخې، تر ۱۵ موټرو پورې له هر کاروان سره به یو ګمرکي چارواکی مل وي. په خبرتیا کې راغلي: «تر۱۵ موټرو پورې کاروان سره به یو ساتونکی وګومارل شي چې یوازې به د لاسي ترانسپورتي اسنادو پر لاسي اعترافلیک د ثبت لپاره د لاسلیکونو راټولولو مسوول وي.»
همداراز، FBR امر کړی چې تعقیبي شرکتونه باید تصدیقلیکونه وسپاري چې ټول د څار وسایل فعال دي او محموله «د تګ لپاره چمتو ده». سربېره پر دې، د هر کانتینر د بېرته سفر لپاره د تعقیب او څار ټول لګښتونه باید بشپړ تصفیه شوي وي.
د هر تضمیني موټر لپاره به یو لاسي ترانسپورتي سند صادرېږي چې پکې به د موټر او چلوونکي بشپړ معلومات شامل وي. دا سند به د کوټې د ټرانزیټ سوداګرۍ ریاست د مهر لګوونکي افسر له خوا لاسلیک کېږي.
هغه کانتینرونه به چې ترانزیټ مالونه لېږدوي، د ګمرک له خوا تر بشپړې پلټنې وروسته تصفیه کېږي. د استازي یا تضمیني بار وړونکي له لوري به هم د هر موټر لپاره په لاسلیک شوې بڼه د بار وړونکي اظهارنامه (carrier manifest) وړاندې کېږي او په لیکلي ډول به تصدیق کوي چې بند پاتې شوی مال خوندي پاتې شوی او ټول مهرونه سالم دي.
په خبرتیا کې ویل شوي: «د کوټې او چمن د ګمرک کارکوونکي به د PCCSS او د لېږونکي مهرونه وڅېړي، او که کوم مهر خراب یا مات وموندل شي، یا د وزن او سکن په راپور کې کوم توپیر موجود وي، نو دا ډول محموله به په بشپړ ډول وڅېړي.»