تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۳۰ مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، که اړتیا پېښه شي نو اسلاماباد به د افغانستان دننه د هوايي عملیاتو له ترسره کولو څخه ډډه ونه کړي. نوموړي ادعا کړې چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د یوې نیابتي جګړې پایله ده چې پکې د افغانستان د طالبانو حکومت او هند ښکېل دي.
خواجه آصف دا څرګندونې له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي. هغه وویل، هغه وسلهوالې ډلې چې له افغان خاورې فعالیت کوي، په پاکستان کې په سرحدي بریدونو کې لاس لري.
نوموړي تور پورې کړ چې په کابل او نويډیلي کې ځینې کړۍ له هغو وسلهوالو ډلو سره تړاو لري چې د پاکستان خاوره په نخښه کوي.
د پاکستان دفاع وزیر په وینا، ناقانونه ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش په افغانستان کې دي او لا هم د سیمې ثبات ته ګواښ پېښوي. هغه ټینګار وکړ چې په پاکستان کې دننه بریدونه د کابل د چارواکو له اجازې یا ملاتړ پرته نه شي ترسره کېدای.
خواجه آصف دا هم وویل چې له هند سره د جګړې احتمال لا هم شته او خبرداری یې ورکړ چې د دواړو اتومي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم لوړ دی.
د پاکستان دفاع وزیر د سلواغې/ دلوې په ۲۳ مه ویلي و چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده، له همدې امله ممکن د روژې تر رارسېدو مخکې هلته د موجودو «ترهګرو» عناصرو پر ضد عملیات ترسره شي.
په وروستیو کلونو کې د امنیتي اندېښنو له امله د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې پاتې شوې دي، او له بلې خوا د پاکستان او هند اړیکې هم ترینګلې دي.