جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې رئیس د کانکور مخکښ زده‌کوونکي وستایل

د ولسي جرګې رئیس د کانکور مخکښ زده‌کوونکي وستایل

تاند(تاند، دونشنبه، د میزان ۷) د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني نن په ولسي جرګه کې د سږني کال کانکور ازموینه کې اول نمره شمسیه دویم نمره نعمت الله او درېیم نمره محمد مجتبی ته ستاینلیکونه ورکړل او له دوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

د ولسي جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې جرګې رئیس میررحمن رحماني نن له غرمې مخکې د سږ کال کانکور ازموینې د لومړي دویم او درېیم نمره ګانو سره لیدلي.

خبرپاڼه لیکي، د ولسي جرګې رئیس د دغه درې کسانو د هڅو ستاینه وکړه دوی ته یې د ولسي جرګې له ادرس ستاینلیکونه او د رحماني بنسټ له لورې یې ورسره نغدي مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب