جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد جاسوس دنده څه وه؟| ژباړه: حبيب وقار

د جاسوس دنده څه وه؟| ژباړه: حبيب وقار

يوه محصل کيسه وکړه، په يوګوسلاويا کې دود و چې محصلين به په بهر کې د تحصيل له فراغت وروسته د هغه هېواد د وخت رهبر ته وړل کېدل او رهبر به دوی ته وينا کوله. د همدې دود له مخې يې موږ هم د مارشال تيتو ليدو ته ور وستو. مارشال تيتو د خپلې وينا تر څنګ د انقلاب د زمانې يوه خاطره هم راته واوروله.

تيتو په هغې وينا کې وويل: 

د انقلاب له بريا او د (کي جي بي) له لوري د دولت له جوړولو څو کاله وروسته خبر راکړل شو چې ستاسې په کابينه کې د امريکا د استخباراتو (سي ای اې) يو جاسوس دی، نوموړی پيدا او ويې نيسئ.

تيتو زياته کړه:

ټول ټليفونونه، مکتوبونه او د کابينې د غړو چلند مو تر کنټرول لاندې کړ او له يو څه زمانې وروسته پرېشانه شوو ځکه چې د جاسوس هېڅ نښه مو ونه مونده (دا چې تيتو له روسيې خپلواکي اخيستې وه له همدې کبله يې نه غوښتل دغه جاسوس د روسانو له لوري وپېژندل شي). 

نوموړي له يوې مودې پلټنې وروسته په کابينه کې په عاجزانه او ناهيلي ډول له روسيې څخه د نوموړي جاسوس د موندنې مرسته غوښته.

له (کا جي بي) خبر ورکړل شو چې په کابينه کې دې خپل مرستيال د امريکا جاسوس دی. تيتو په دې خبر سره حيرانېږي او د کابينې د يوې جلسې په پای کې له خپل مرستيال غواړي پاتې شي. 

تيتو وويل:

په يوه دوه کسيزه جلسه کې مې د خپل مرستيال په سر تمانچه ور کېښوده، ترې ومې پوښتل:

ایا تاسې د (سي ای اې) جاسوس ياست؟

نوموړی چې متوجه شو خبره افشاء شوې ده په خپله جاسوسۍ يې اعتراف وکړ.

تيتو ترې وپوښتل: له څه وخت راهيسې له سي ای اې سره همکاري کوې؟

مرستيال وويل: د انقلاب له بريا مخکې د چريکې جګړو پر مهال هغه وخت چې د تحصيلاتو دوره مې وه.

تيتو: نو په دې زمانه کې خو په ټول امنيتي کنټرول سره ستاسې هېڅ اړيکه هم له سي ای اې سره کشف نشوه؟

مرستيال: اوس هم له سي ای اې سره هېڅ اړېکه نلرم.

تيتو: نو څنګه غړی يې ياست چې اړيکه هم نلرئ؟

مرستيال: سي ای اې ماته دنده راکړې زه مې يوازې خپله دنده مخکې وړم.

تيتو: نو ستاسې مسوليت څه دی؟

مرستيال: دنده راته سپارل شوې چې پوستونه غير تخصصي کسانو ته وسپارم او تر اوسه مې همدا دنده مخکې وړې ده.

تيتو وویل: د کابينې غړو او لوړو مديرانو ته مې پام شو چې همداسې دي. هېڅوک پر خپل ځای نه دی، د بېلګې په توګه هغه وزير چې په کرنه کې دوکتورا لري خو د اوبو او انرژي وزير دی، يو بل برېښنا ويلې خو د ښار جوړولو وزير دی، يو کس خپله دوکتورا په پيسو اخيستې او اوس د سوداګرۍ وزير دی يا هم يو بل تن چې هېڅ اقتصادي زده کړې نلري خو د اقتصاد وزير دی.

مرستيال او جاسوس تيتو ته وايي:

د سي ای اې تحليل دا و او دی چې په دې طريقې سره به د تيتو انقلاب په يوګوسلاويا کې له کومې کودتا او بهرنۍ حملې پرته په خپله د ننه له منځه لاړ شي.

1 COMMENT

  1. ډیره زیاته په زړه پورې کیسه او د سبک نه ډکه !
    یانې نن سبا دا جاسوسان بې شمیره دي، زما په اند چې زمونږ هیواد د دننه نه تباه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب