جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپولیسو ۴ ټنه چاودېدونکي مواد په کابل کې کشف کړل

پولیسو ۴ ټنه چاودېدونکي مواد په کابل کې کشف کړل

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۷) د کابل پولیسو په دې ښار کې ۴ ټنه چاودېدونکي مواد (سویډیم نایټرېټ)، چې په موټربمي بریدونو او نورو بمونو کې کارول کېږي، کشف کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا په تېرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو ډېر چاودېدونکي مواد دي چې افغان پولیس یې په پلازمېنه کابل کې نیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین وايي، دا مواد پرون په کابل کې په یوه لارۍ کې ونیول شول. د ارین په وینا د لارۍ چلوونکی نیول شوی او تحقیقات ورڅخه روان دي.

حکومت تراوسه پورې نه دي ویلي چې دا چاودېدونکي مواد د کومې ډلې له لوري کابل ته راوړل شوي وو.

له سویډیم نایټرېټ څخه د مځکو د سرې په توګه هم کار اخیستل کېږي خو په افغانستان کې دا مواد په چاودېدونکو وسایلو کې کارول کېږي.

سره له دې چې پاکستان ظاهراً دا مواد منع کړي خو لا یې هم تولیدوي او افغانستان ته یې رالیږي.

په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهیسي سوډیم نایترېټ منع دي.

طالبان او داعش په خپلو بمي حملو کې عموماً له دې مادې کار اخلي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون وویل چې د داعش ۷ غړي او د هغو مشر یې په جلال اباد ښار کې مخکې تر دې نیولي چې بمي حمله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب