جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت د ۶۷ خبریالانو د وژل کېدو پړه په...

د کورنیو چارو وزارت د ۶۷ خبریالانو د وژل کېدو پړه په طالبانو واچوله

تاند (دوشنبه د میزان ۷) چارواکي وايي په تېرو څو کلونو کې یې د خبریالانو د وژنو د ۳۰ قضیو په تړاو ۵۶ کسان نیولي چې یو شمېر یې په بند او ځیني نور یې په اعدام محکوم شوي دي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلان وايي، دوی ته له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه کم ۱۵۰ قضیې رسیدلي چې له دې ډلې یې ۱۳۱ ارزولي شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي چې نن یې په کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په پار جوړې شوې خبري غونډه وینا کوله دا معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم ویلي، په تېرو څو کلونو کې یې د ۱۳۱ خبریالانو د وژنې قضیې څېړلي چې د ۶۷ هغو د وژنې پړه یې پر طالبانو اچولې ده.

د آرین په خبره افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې ۱۳۱ خبریالان وژل شوي، چې د ۶۷ هغو مسؤل یې طالبان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین زیاته کړې، دوی به د خبریالانو د خونديتوب په لاره کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ویلي و، اتیا سلنه افغان خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري او ترې راضي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب