سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+غني خان فلسفي و که شاعر؟ | نعمت الله صديقي

غني خان فلسفي و که شاعر؟ | نعمت الله صديقي

د فلسفي مباحثو په اړه په پښتو څیړنیزو ادبیاتو کې خصوصاً د نقد او کره کتنې د شعر و شاعرۍ په برخه کې له اوله د دې تمایل پوښتنې، ځوابونه او تحلیلونه همداسې مبهم او په مغالطوي ډول سره بحث شوي دي، چې نه خو کماحقه د شاعرۍ د تعین قدر (ارزښت ټاکنه) هغسې پرې شوې ده او نه یې مجموعاً د همدې فلسفي تړاوونو په ارتباط سرخلاصي بحثونه، تیورۍ او ارزښت په ګوته شوی دی. که لږ و ډېر مباحث یې شته، هغه هم د خپل ډېر زیات څانګیز تمرکز پر بنسټ یې یا له ادبیاتو سره علاقه او مشاهده کمزورې وي او یا ورباندې همدا خپل تخصصي اغیز دومره وي، چې ادبیات هم په فلسفه کې ویني یا یې فلسفه بولي. مګر له لویه سره بیا داسې نه ده!!
تېره اوونۍ مې د نبیل خان هغه رساله ګوټې مقاله ولوسته، چې له فلسفي لیده یې (د غني خان د خدای تصور) په نامه لیکلې او چاپ کړې ده، دا رساله هم د ځينو هغو مقالو په څېر د یوې نظریاتې موضوع بندي ده، چې د غني خان د فلسفې کلیشي موضوع یې منځ ټکی ده، کلیشه په دې مانا چې تراوسه موږ د غني خان د شاعرۍ سل او زر دا ډول ادعاوې پخوا هم لوستي، چې په هغې کې هم غني فلسفي او صوفي فلسفي شاعر دی؟ د نبیل خبره هم همدا ده، مګر په دومره توپير چې دای یې د خدای د تصور په سریانې نظریې د تطبیق په کوښښ کې دی او بس.
زه د نبیل خان پر همدې لیکنه د نقد په اساس غواړم یوه هغه مجموعي خبره هم چیلنج او ننګوم، چې هر څوک له دې موضوع خامخا یوه ډېره جدي مساله جوړوي، چې ګنې غني خان فلسفي و یا نه و؟  غني خان که فلسفي وو؛ نو هغه خو شاعر هم و!! د شاعر په حیث به موږ د هغه د فلسفي تمایل تعین قدر یا ارزښت ټاکنې ادبي او هنري مقام څنګه ټاکو؟ ځکه د معاصرې ادبي تیورۍله مخې خو شاعري او فلسفه د خپلو ذاتي نوعیتونو په اساس دوه مختلفې لارې لري.
ادب د هنري تجربو په اساس د بشر د معرفت هڅه کوي او فلسفه یې د عقل پر بنسټ پلټي. دلته د معرفت هدف که څه هم یو دی؛ خو هنر او عقل یې د دوه وو لارو په توګه نه یوازې بېلې لارې دي؛ بلکې تصادم او ټکر هم لري. همدا ډول ادب او فلسفه د اهدافو په ترلاسي کې هم له یو بله د بېلا بېلو میکانیزمونو او طرزونو خپل خپل میتود او طریقې لري، دا ممکن سخته وي، چې د خپلو ذاتي نوعیتونو ور اخوا د یو او بل پر طرز او طریقو د اهدافو مشترک ټکي سره په نښه کړي؛ البته له فلسفې خو ډېر نشم ویلی؛ خو ادبیات بیا دا امتیاز او تنوع حتماً لري، چې د خپلو ډاینامیکي ځانګړنو له مخې ټول هغه مضامین، تجربې او خبرې په خپلو قالبونو یا طرزونو کې ځایولی شي، چې د ادب خپل هویت یې ورسره نه محوه کېږي.
دا په تخلیقي ادبیاتو کې هیڅ عیب نه دی، چې یو څوک پنځګر د خبرې یا مضمون لپاره له فلسفې او یا هم د بلې کومې موضوعي یا علمي څانګې له طرز او میتوده استفاده وکړي؛ البته دا په پام کې نېول پکار دي، چې له طرز او میتوده استفاده کول یو شی دی او موضوع یا مضمون یې راوړل او پيرایه کول یې بل شی دی؛ مثلاً همدا فلسفه به واخلو له موضوعي پلوه یې د تمرکز ساحه د خدای، کاینات، انسان او په لږ و ډېر توپير دې ته ورته نور مباحث دي، چې دا د فلسفې د مضمون یا منځپانګې برخه ده؛ خو په عین حال کې همدا فلسفه د همدې مباحثو او مضامینو د تحلیل او شننې لپاره خپل د مکالمې، استفهامیې او د شک میتود او طرز لري، چې اساس یې پر عقلي منطق او استدلال ولاړ وي، بلخوا ادبیات دي، چې تخلیقي او څېړنیزې خواوې یې خپل بېلا بېل اصول، ځانګړنې او میتودونه لري، مانا دا چې په یوه ادبي پنځونه کې د فلسفي مضمون ترڅنګ یې په څېړنیزه او نقدي خواوو کې د طرز او میتود پر خپلولو یې هم باید دقت وشي، کنه په یوه هنري اثار او فنپاره کې که د فلسفې مضمون یا خبره راځي، منطق او استدلال یې باید هنري وي، نه فلسفي او غېر هنري، البته غیر عقلي هم نه ورته وایم. لکه څنګه چې په تخلیقي پنځونه کې یوه خبره یا مضمون باید ادبي او هنري منطق ولري، همداسې په نقد او کره کتنه کې هم باید د نقد تمرکز په ادبي او هنري استدلال او تمایل وشي.
له دې خبرو مو منظور دا دی، چې یو خو ادب او فلسفه سره یو شی نه دی او نه یې طرز یا لارې سره یو دي؛ خو که په ادبیاتو کې فلسفي مضامین یا یې خبرې راځي، اولین خبره به یې دا وي، چې ادبیات به ورسره خپل هویت او یا په اصطلاح ادبییت به ورسره ساتي؛ بلکې فلسفي فکر یا منځپانګه به ادبي کوي، که داسې نه وي؛ ممکن خبره خو به یې منظومه او فلسفي کړي وي؛ خو ادبي ویل به ورته د تامل وړ وي، ځکه دلته قالب یا فورم د ذاتي یا داخلي هویت په اساس ادبي دی، نه فلسفي. دا په ادبیاتو کې یوازې د فلسفې خبره هم نه ده؛ بلکې په ټوله کې یې د ټولو موضوعي مضامینو، تجربو او خبرو ځایونه او تخلیقونه یې باید همدغسې څانګیزه یا په ادبي پيرایه کې وي.
یوه خبره خو دا شوه، چې په تخلیقي ادبیاتو کې د فلسفې په شمول ټولې منځپانګې دویم حیثیت لري او بله خبره، چې د همدې نقش په اساس یې کول غواړم، هغه په منځپانګو او ادبي فورمونو کې د همدې ډول تمایلاتو سپړنه او تعبیر دی، چې دا تر ډېره حده د نقد او کره کتنې له ساحې سره ارتباط لري، مثلاً زموږ کره کتونکي د همدغه نه توپير په وجه ډېر کله د یوه پنځګر مغالطه د همداسې مغالطو له مخې تحلیلوي؛ یعنې د فلسفې وچ کلک مضامین او خبرې د شعر او هنر د استدلال پر ځای پر فلسفي او عقلي یا غېر هنري استدلال تحلیلوي او تشریح کوي، مانا دا چې یو مغالطه دا وي، چې په تخلیقي پنځونه یا فنپاره کې د فلسفې له مضمون سره تخلیقي چلند نه وي شوی او دویمه مغالطه دا شي، چې یو څوک نقاد او کره کتونکی یې په غېر هنري یا فلسفي استدلالونو تحلیل او تفسیر هم کوي، چې دې ته بیا ادبي کره کتنه یا نقد نه شو ویلی؛ بلکې ښه ده، فلسفي بحث او تحلیل یې وبولو، ځکه چې زموږ د نقد عمومي او د مضامینو او منځپانګو د تحلیل او تعبیر په برخه کې خصوصاً دا تکرار او مغالطه عامه ده، چې د همدې پورته خبرو له مخې د نقد د موضوعي او فني یا هنري تحلیل او تعبیر دا تخصیص نه شي ساتلی، چې څنګه یوې پنځونې یا فنپارې ته د خپل ادبي او صنفي امتیاز له مخې اولیت او هویت ورکړي؛ یعنې د دې یو څرګند علت زموږ د ادبي یا د ادب د متخصصو نقادانو د نشتون دی؛ مثلاً دلته هر څوک یا د هر علم څانګوال راتللی شي او په ادبیاتو کې یې د خپلې همغې څانګیزې موضوع له مخې په یوه پنځونه د خپلې موضوع تحلیل کوي؛ سره له دې چې دا به عموماً کوم څرګند عیب هم نه وي او نه هم زموږ مقصد دا دی، چې علوم په دومره شدت سره منحصر کړو؛ خو مساله دا ده، چې دلته پر یو اصل بل اصل یا ارزښت کم اهمیته کېږي او حتی هویت یې ورسره تر پوښتنې لاندې راځي او دا وړه خبره نه ده؛ مثلا که یو اروپوه او یا هم فلسفي مفکر له رواني او فلسفي پلوه پر یو شعر نقد یا تحلیل کوي، و دې یې کړي، هیڅ کوم ممانعت یې نشته؛ خو په حیث د یوې ادبې پنځونې یا فورم دای تحلیلګر او نقاد به لومړیتوب ادب یا د همغه اړوند ژانر شعریاتو یا ادبییت ته ورکوي، ځکه ادب د همدغه منځپانګې اصل دی او دا د پنځګر لومړیتوب هم دی، کنه پنځګر دا خبره په یو عام فورم یا بل ځای ولې نه کوله؟ دلته لومړیتوب یا د خبرې د انتخاب لپاره ادبي فورم انتخاب شوی یا موزن بللی شوی دی، نو ځکه لکه څنګه چې یو ادیب یو مضمون یا خبره د ادبي فورم یا چوکاټ په دننه کې د ادبي اصولو او ځانګړنو په سیوري سیوري کې ځایوي او کوي، په همدومره احتیاط او تامل به یو نقاد د نقد او تحلیل په وخت د همدغه سیوري په څنګ څنګ کې د مانا او تعبیر سپړنه او تحلیل هم کوي.
اوس نو ممکن یو څوک ووايي، چې دا خو د نقد یا کره کتنې په هغه قسمونو یا ډولونو اعتراض دی، چې په خپله نقد او کره کتنه یې له علمي او فکري پلوه پراخه کړې ده، که داسې وي؛ نو بیا خو به نقد او کره کتنه خورا محدوده او کم علمه پاتې نشي؟ دا رښتیا هم په ظاهره یا اوله کې سړي ته یوه اندیښنه ښکاري؛ خو په ژوره مانا دا نقد او کره کتنې ته د یو شمیر نورو خواو او دقتونو لار خلاصوي. زه نه وایم، چې په نقد کې دې قسمونه یا ډولونو ته اهمیت نه ورکول کېږي، دا د نقد یو طبعي اصل دی، چې هغه د خپلو متنوعو او پراخو لرلیدونو له مخې د ادبیاتو متنوع او پراخې ماناوې او تعبیرونه راسپړي، اما دا سپړل او تعبیرونه باید داسې تفسیر نه شي، چې د ادبي نقد پر ځای د همغه موضوع اړوند علم ته د یوه بېل ارزښت په توګه ضرورت پېښ شي، لکه څنګه چې په تخلیقي پنځونه کې د یوې خبرې او مضمون لپاره ادبییت مهم دی، همداسې د یوه ادبي نقد لپاره لومړۍ خپل ادبي او هنري خواوې، اصول او ځانګړنې مهمې دي او په همدې اساس باید د یوه ادبي متن او فنپارې استدلالونه، تعبیرونه او ماناوې راوویستل شي.
تر دغه ځای موږ په خورا دقت او بیا بیا د خپل استدلال لپاره مثالونه ورکړل او خبره مو هم تقریباً ټولیزه یا عمومي وکړه؛ مګر بیا هم په عملي ډول دلته یو څو خبرې نوره هم په مشخص ډول د غني خان او د هغه د فلسفي لرلید په اړه هم کوو لکه پورته چې مو هم وویل د فلسفي او شاعر دواړو ادعا یې کېږي؛ خو په دې برخه کې زموږ د نقد او کره کتنې داعیه او بیانیه دواړه د تامل وړ دي، زه د نبیل خان پر همغه فلسفي مقاله ګوته ږدم، چې ما یې پورته يادونه وکړه او خپله دغه ادعا پرې دلیل ګرځوم، چې زموږ د نقد عمومي چلن تقریباً همدغسې دی.
د نبیل خان دغه لیکنه له لویه سره فلسفي لیکنه ده، نه ادبي؛ بلکې د ادب تړاو یې یوازې او یوازې د غني خان د شعرونو له یادونې پرته نور نشته، که لږ و ډېر یې څوک همدا تړاو ادبي وبولي؛ بیا هم د کره کتنې یا نقد هغه سطحي او تاثراتي لیک دی، چې یوازې او یوازې د وچې کلکې فلسفي نظریې د ذاتي ذوق تطبیق ورباندې شوی دی. زه په دې اړه د ده له فلسفي لید او زاویو سره ځکه ډېر کار نه لرم،  چې دلته بیا خبره همغه د ده په څېر له ادبی نقد او ادبیاتو وځي؛ البته د غني خان پر ځينو هغو بیتونو یې خبرې ورسره حتماً لرم، چې د متن له هنري سیاق او سباق لرې پر ذوقي تله تلل شوي دي. دای د غني خان د خدای د تصور په اړه وايي، چې غني خان اریاءالنسله دی او تصور یې هم سریاني ده او د څو نظمونو له یادولو وروسته یې دا بیت هم راوړی دی، چې:
خلک وايي راته چې شته دی، زړه مې هم وايي، چې یې
خو جهان دې داسې ښکاري لکه بې مالکه کور
یو بل بیت یې هم راوړی، چې د منصور په اړه د غني خان شعر د همدې نظریې او د تجلي په تاثر کې یې لیکل شوی بولي:
منصوره! ځکه خو په دار اوختې
چې د اشنا راز دې حجرو له یوړو
دا تطبیق کټ مټ عقلي او غیر هنري دی؛ زه نه وایم، چې غني خان د ده د دلیل له مخې سریاني نه دی، البته دا ورسره وایم، چې دا بیت یا د غني خان د دا ډول بیتونو په اړه چې نګه فلسفي مضمون پر غالب وي او هنري خواوې یې کمرنګه وي، باید همدغسې فلسفي چلن ورسره وشي، موږ پورته هم وویل، چې د شعر خارجي خوا یا بهرني مضامین باید په یوه ادبي متن کې په خورا په احتیاط پکې ځای کړای شي. د غني خان ځينې خبرې که نبیل پر وچ، کلک منطق له کومې نظریې سره تړي، علت یې ښایي، همغه وي، چې غني خان هم ځینې خبرې په وچ کلک عقلي او فلسفي انداز او طرز کړي دي؛ مثلاً همدا بیت به نور هنري برداشت څه ولري؟ خو لکه رښتیا هم یوازې فلسفي خبره ده.دلته که نقاد سطحي او تاثراتي دی؛ نو شاعر هم د هنر له پولو لرې د فلسفې یوې غیر ادبییت لرونکي خبرې سطحي او له هنره لرې کړی دی، په همدې بیت کې دا خبره چې (خلک او زما زړه وايي، چې شته یې خو دا جهان دې لکه بې مالکه کور دی) هیڅ کوم هنري تومنه نه لري، حتی د تشبېه یو ډېر عام ډول یې هم پکې په دومره پېکه او غیر هنري ډول راغلی دی، چې د تشبېه پر هنري کارونې مو دقت ته رابولي؛ یعنې دا باید کوټلې واخلو، چې ځينې جدي مضامین که احتیاط ورسره ونه شي داسې ادبي توکي هم غیر ادبي او کمرنګه کولای شي. مقصد د خبرې دا دی، چې د نبیل خان دا وچ کلک غیر ادبي نقد د غني خان ځينو وچو کلکو فلسفي خبرو هم غیر ادبي یا فلسفي کړی دی. دا پر نقاد یو ډول د شاعر غیر ضروري اثر هم وي؛ خو داسې هم کېدای شي، لکه پورته مو چې وویل ډېری وخت یو کره کتونکی د شاعرانه او ادبي ماهیتونو او  فلسفي مضامینو توپير هم نشي کولای. مثلاً د غني دا بیت خو به فلسفي وي؛ خو هغه دویم بیت بیا مبصر داسې غیر شاعرانه کړی دی یا په اصطلاح د فلسفې په یوه داسې خبره یې توجیه کړی دی، چې هیڅ مطلقه او همغه یوه مانا یې ممکن نه ده، لکه ښاغلی نبیل چې یې وايي. دا سمه دمه یوه هنري او روماني تجربه ده، چې پر وچ کلک فلسفي تمایل یې ورګډول یې د تامل وړ ده.
ښاغلی نبیل خان په خپله لیکنه کې یوازې همدا دوه بیتونه نه دي راوړي؛ بلکې هغه پر همدغه غیر متوازن تحلیل د غني خان پر ډېرو نورو شعرونو او فلسفي خبرو هم غږېدلی دی او تقریباً اکثریت یې په همدغسې تاثراتي تحلیل راڅرخي، د غني خان پر دغه بیت یې هم خبرې کړي دي:
سترګو د جانان کې کله کله د ګل پاڼو کې
زه یې هر ځای وینم شېخه جوړ کړه جماعت نورو له
نبیل دا بیت هم وحدت الوجود سره غوټه بولي او په ادب، مذهب او فلسفي تړاو یې خبره کوي، چې تاریخ او رېښه یې همغه سریاني او ارینو مذاهبو سره په هندوایزم کې ویني او وايي، چې په هر قسمه تصوف کې یې نښې نښانې شته، همدا ډول په ادبي او نړیوالو شاعرانو کې يې د روایت خبره هم کوي؛ خو اصل خبره د غني خان په اړه دا ورسره کوي، چې د غني خان په شاعرۍ کې دا تشې جذباتي نعرې نه دي؛ بلکې غني خان په شاعرۍ کې هم بلکل شعوري طور خپل جانان په خپله جوړوي او په هغه باندې د سپاینوزا د Infinite substance  یا Nature ښه جوت اثر بولي. همداسې د ټولې لیکنې مدعا یې همدا ده، چې د غني خان د خدای تصور سریاني دی او د دې لپاره یې د سپاینوزا ټول هغه فلسفي اصطلاحات او قضیې پر همدغه بیت په سراسري ډول تطبیق کړي دي.
نبیل خان دلته هم د تحلیل همغه عام روایتي طرز بیا خپل کړی دی، پر ځای د دې چې د شاعر په ازاده فلسفي زاویه او ادبي تناظر خبره وکړي، په همغه زوړ طرز خبره کوي، حال دا چې په دغه بیت کې او یا د غني خان په داسې نورو ډېرو بیتونو کې د فلسفي شاعرۍ ډېر جالب طرزونه او لهجې شته، چې بېلا بېلې ماناوې افاده کوي، په دې یې لږ ورسته خبره کوم، خو فعلاً یې زه د غني خان له دغه پورته شعر سره دا روایه هم نامناسبه بولم، چې ښاغلی نبیل یې د برټرنډ رسل د یو اقتباس په اساس وايي چې (غني خان په خپله شاعرۍ کې د هیڅ قسمه عبادت قایل نه و او ملا ته د غره د سره چغې وهي چې جماعتونه بل چا له جوړ کړه) او بیا پسې د رسل دا اقتباس هم راوړي (زینو په دې خبره یقین نه لري، چې د خدایانو دپاره دې عبادت خانې وي، د عبادت خانو جوړولو ته هیڅ اړتیا نشته، ځکه چې عبادت خانې د کار څيز یا څه مقدس څيز ګڼل نه دي پکار، کوم څيز چې هم د بلډرانو او مستریانو په لاس جوړ وي قیمتي یا مقدس نه شي کېدای)  ۱۴ / ۱۵ مخ
لومړۍ خبره خو دا ده، چې نبیل خان ته دا چا ویلي، چې شعر د عبادت ځای دی او غني خان یې په کې نه کوي او دا نه کول کومه هنري یا شارعرانه ځانګړنه ده؟ او یا چا په کې چغې وهلي، چې جوماتونه جوړ کړئ، بیا د رسل د زینو هغه خبره، چې عبادت خانې یوازې په دې دلیل د کار او مقدس څيزونه نه دي، چې د مستریانو په لاس جوړ شوي دي، په دا ډول خبرو که د غني خان شعر توجیه کېږي او داسې ماناوې ترې اخیستل کېږي؛ نه یوازې د مانا او تعبیر تحریف دی؛ بلکې پر یوه ادبي متن تور، تهمت او اتهام هم دی او دا له متن سره نهایتاً سلیقوي او فردي چلن دی.
زه بیا وایم چې د نبیل خان پر موضوعي اړخ ډېر تمرکز نه کوم؛ خو د غني خان په څېر د لوی شاعر له شعري متونو داسې مانا او تعبیر کول یوازې د یوه سطحي او عادي لوستونکي لوستنه کېدای شي، داسې لوستونکي او لیکوال یو متن د ادبي ارزښت پر ځای پر نورو ناسمو او منحرفو لارو کم ارزښته کوي او حتی ویشي یې!!
د غني خان په همدغه شعر کې نورو ته د جومات جوړولو وړاندیز شوی دی او که نه نفي یې شوې؟ ایا دا شتون ثابتول یې یو څوک په عبادت نشي توجیه کولای؟ بیا د ګل په پاڼو او د جانان په سترګو کې یې شاعرانه نندارې د شاعر کوم شاعرانه اثر، دقت او کوم عوامل دي؟  او تر ټولو زوروره یې دا چې د (زه) په صغه په دغه شعر کې شاعر همدا (زه) شاعر دی؟ لوستونکی دی؟ کوم لوستونکی دی؟ عقاید او تمایلات یې څه دي؟ او او انداز او د خبرو طرز څنګه دی؟ همدا ډول دغه شېخ څوک کېدای شي؟ دا د همدغه شعري متن هغه ازادې خواوې او د متن د رغښت هغه ځای او ډسکورس دي، چې یوازې د مانا په برخه کې پرې هر لوستونکی د خپلې سطحې په اندازه او برداشت خبرې کولای شي. خو دا خبرې به هم مطلقې، حکمي او د نورو د نفي کومې منفي یا د سپکاوي ترحده خواوې او توجیه نه لري. کنه د مانا راویستنې دا چلن به هم ناسم وي، لکه پورته مو چې د ښاغلي نبیل خبرو ته اشاره وکړه.
له دې خبرو مو منظور دا دی، چې د یوه متن ازاده لوستنه او په یوه متن کې د یوې تړلې موضوع پر ځای د متن پر ژورو نښو، ماناوو، علتونو او متني بنسټونو تاکید او سپړل مهم او اهم دي؛ خو دا په دې مانا نه دي، چې موږ په نقد او کره کتنه کې د موضوع نفي کوو، د نورو علومو مرسته د نقد لپاره نهایتاً مهمه ده؛ خو د همداسې یوې منظمې او تیوریکې لوستنې له اصولو او کوډونو سره دې باید وشي.
زه مجموعاً د همداسې یوې متنې لوستنې په اساس د غني خان د شعر او د شاعرانه او فلسفي کوډونو او نښو په واسطه د لوستنې او سپړنې قایل یم، چې هم یې ادبي ارزښت پر ځای وي او هم یې موضوعي یا څانګیز اثر د پروپاګنډې په زمره کې رانشي، د نبیل خان د لیکنې عمومي اخیستنه او سپړنه د همداسې څانګیزې پروپاګنډې یو څرک دی، چې که په همدغه میتود همداسې مطلق کار و زیارونه کېږي او موږ غږ نه کوو، مانا دا چې په لوی لاس ادبي متون متنازغه او کم اهمیته کوو.
زه له همدغه ځایه یو وار بیا دا سپیناوی هم کوم، چې ټول هغه موضوعي نقدونه چې ادبي اصول او ځانګړنې یې کمرنګه وي، د یوه نسبتاً کوټلي نقد او کره کتنې پر ځای به نیمګړۍ، نیمه خوا، وچ کلک او غیر ادبي نقد وي او قضاوتونه به یې همغسې ناحل، پيچلي او مبهم وي، مثلاً تاسې په همدې پورته بحث کې هم په خورا اسانۍ سره معلومولی شئ، چې موږ د غني خان کومه شاعري ادبي او کومه فلسفي وبولو، همداسې د نقد په برخه کې هم قضاوتونه اسانولی شي؛ یعنې څنګه یو ادبي متن له فلسفي متنه جلا تحلیل کړو، دغه نبیل خان چې یې په کوم اړخ تحلیلوي، دا یې اصلاً فلسفي تحلیل دی او موږ چې کومه خبره کوو، په هغې کې فلسفه د ضمني اخیستنې په توګه هم د فلسفي تحلیل او نقد ته لار ورکوي او هم په کې ادبي ارزښت ثابت وي.
غني خان همداسې یو شاعر او فلسفي وو، چې په ځینو شاعرانه متون کې پرې فلسفه غالبه ده او اکثریت بیتونه یې د شعر پر ځای یوازې منظوم فلسفي بیتونه دي او په ډېری ځایونو کې یې شاعرانه او هنري ځانګړنې دومره دي، چې سړی یې فلسفي ډوله متمایل شاعر وبولي؛ نه وچ کلک فلسفي، یعنې موږ غني خان هم شاعر بولو او هم فلسفي دی؛ خو د دې دواړو خواو توپير، تحلیل او سپړنه که په احتیاط ونشي؛ ممکن شاعر به فلسفي وګڼو او فلسفي به شاعر وبولو. چې دا به نو بیا نه ادبي ارزښتونه ومني او نه به یې فلسفي اصول قبول کړي.

1 COMMENT

  1. د غنی بابا په هکله خو ځان ته دا جرعت نه ورکوم چې څه ولیکم. زه هغه الفاظ نشم موندلي چې د غنی بابا له وصف او توصیف سره مناسب وي. خو دومره ویلې شم چې سیاسي ملایان یې ښه پیژندلي وو.
    زه غنی د ملا عقل ته حیران یم
    د دوزخ په لار روان او جنت غواړي
    په دا لنډ شعر کې لویه فلسفه نغښتې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب