سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهیو وار بیا په افغانستان کې بې پېلوټه الوتکه ولیدل شوه

یو وار بیا په افغانستان کې بې پېلوټه الوتکه ولیدل شوه

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) راپورونه وايي چې تېره شپه د بدخشان ولایت په اسمان کې بې پېلوټه الوتکه لیدل شوې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا الوتکه به د چا وه خو تر دې مخکې، په پنجشیر، نیمروز او د جمعې په ورځ په کندهار کې هم بې پېلوټه الوتکې لیدل شوي دي.

د جمعې په ورځ په کندهار او تر هغه یوه ورځ مخکې په نیمروز کې د بې پېلوټه الوتکو له لیدل کېدو وروسته د طالبانود حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې امریکا د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کوي.

ده وویل چې د طالبانو حکومت په ځلونو په دې خاطر اعتراض کړی او امریکا باید د طالبانو اعتراض جدي وګڼي.

مجاهد زیاته کړه:«دا الوتکې د امریکا دي او د ځینو نژدې هیوادونو له فضا څخه افغانستان ته راځي.»

د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد او د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم څو ځلي ویلي وو چې د افغانستان فضا لا هم د امریکا په کنټرول کې ده او امریکايي الوتکې له پاکستان څخه راځي.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د تېر کال په اسد میاشت کې له العربیه شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په افغانستان په ټکو یې له پاکستانه الوتنې کوي، خو د پاکستان حکومت هغه مهال دغه ادعا رد کړې وه.

اووه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و چې یوازې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې نه؛ بلکې د نورو هېوادونو الوتکې هم پر افغانستان الوتنې کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو میلر د یوې پوښتنې په ځواب کې بې له دې چې د بې پېلوټه الوتکو یادونه وکړي، ویلي و چې واشنګټن په افغانستان کې د داعش د ګواښونو له درکه اندېښنه لري.

د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

1 COMMENT

  1. که دا ستاسو لیونتوب ویې ډیر زر به د هیبت پښې اسمان ته جګې کړې تاسو او حکومت کول ډیر لرې یاست په دا دو کلونو کښې تاسو یو اساسی قانون جوړ نه کړ اساسې قانون خو پریږده چې صرف د یو حجاب طرح مو جوړه نشوه کړې که تاسو دحکومت وړ وای حد اقل یو پیلوټ به مو تربیه کړې وه او هر هیواد طیاره چی په خپل سر افغانستان فضا ته داخله کیږې له منځ څخه یې یو سې دا باید ومنی چی هیڅ څوک له تاسو خوښ نه دې او دا نفرت ورځ تر بلې زیاتیژی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب