شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهترکیه کې د ۲ افغان کډوالو مړینه؛ له دغه هېواد او ایران...

ترکیه کې د ۲ افغان کډوالو مړینه؛ له دغه هېواد او ایران څخه د سلګونه نورو شړل

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۳ مه) له ترکیې او ایران څخه د سلګونه افغان کډوالو د نیولو او ایستل کېدو تر څنګ، په ترکیه کې د دوو دغو کډوالو د مړینې خبر ورکړل شوی.

د ممورلر نيت ( Memurlar net) یوې ترکي رسنۍ راپور وركړی چې د تركيې پوليسو د «تارسوس – غازي انتپ» لويې لارې په «كولو» سيمه كې له يوې باروړونکې لارۍ څخه ۵۲کډوال نيولي، چې له ډلې يې دوه مړه شوي او د اووه تنو نورو وضعيت نازک دی.

د ترکیې پولیسو زیاته کړې چې دغه ۷ تنه روغتون ته وړل شوي او پاتې نور پناه غوښتونکي نیول شوي او ډېر ژر به و ایستل شي.

که څه هم دا نه‌ده څرګنده چې په دغه لارۍ کې د يادو دوو مړو شويو افغانانو تر څنګ نور څو تنه افغان کډوال پټ وو، خو ترکیې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو پر ننوتلو او د هغوی پر پاتې کېدو بندیزونه زیات کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ د اماسیا په ښار کې ۴۰ تنه افغان کډوال د بار وړونکو موټرو د پلټنې پر مهال نیولي دي.

نن (دوشنبه) د ترکیې ټي‌آر‌ټي رسنۍ خبر ورکړی، چې په ادرینه ښار کې ۲۰ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نیول شوي دي.

بل لور ته: د ایران له کرمانشاه ښار څخه هم د سلګونو افغان کډوالو د ایستل کېدو خبرونه ورکړل شوي.

ایران او ترکیه کې مېشتو افغان کډوالو ویلي، چې د کوربه هېوادونو پولیسو دوی سره ناوړه چلند کوي او ګڼ کډوال یې له نیولو وروسته شکنجه کړي دي.

د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې افغان کډوالو سره مناسب چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب