دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث | عبدالباري جهاني

 (پنځلسمه برخه)

اګر بینی که نابینا و چاه است

وګر خاموش بنشینی ګناه است

که ړوند ووینې په سترګو چي کوهي ته ور روان دی

که خاموش کښېنې ګناه ده او ایمان ته دي تاوان دی

  پیر او مرید:

د اسلام د انحطاط او کمزوره کېدلو عوامل خو به ډېر وي خو هغه عوامل دلته زموږ د بحث موضوع نه ده؛ البته یو عامل چي اسلامي نړۍ ته یې ډیر زیات تاوان رسولی او په ځینو وروسته پاته اسلامي هیوادونو کي د انحطاط مهم عامل بلل کېدلای سی هغه د پیرۍ او مریدۍ وجود دی. پیرۍ او مریدۍ خو به تاوانونه ډېر رسولي وي خو څو عمده تاوانونه یې، چي په ټولو هیوادونو کي عام دي:

۱: د انسان څخه د ارادې قدرت سلبوي. پیر په هر څه پوهیږي. مرید د سوال او اعتراض حق نه لري او ښه مرید هغه دی چي هر څه په پټو سترګو ومني:

به می سجاده رنګین کن ګرت پیر مغان ګوید

که سالک بی خبر نبود ز راه و رسم منزلها (حافظ شیرازی)

ترجمه: په سرو میو کړه رنګینه مصلی که دی پیر وايي

چي سالک بې خبر نه دی پر دې لار له منزلونو

مخکي مو وویل چي شیخ شهاب الدین سُهروردي د پیر او مرشد حکم د خدای حکم بولي. که سړی ځان مسلمان بولي نو د خدای امر به ولي نه مني. او تر دې لا بدتره د ذوالنون مصري خبره ده چي وايی: «هغه مرید نه دی چي د خدای تر فرمان د پیر د فرمان زیات تابع نه وي» نعوذبالله! عطار، تذکرةالاولیاء جلد اول ص ۱۲۶

تر دې لا لوی کفر د مشهور صوفي شیخ ابوالحسن خرقاني خبره ده چي خپلو مریدانو ته وايي « کله چي خپل وجود نیست کړی نو هرڅه به تاسی یاست. خدای تعالی وايی نور مخلوقات ما پیدا کړی دي صوفي ما نه دی پیدا کړی. یعني نیست یا بې وجوده ته ، مخلوق نه سي ویل کېدلای. او د دې خبري یوه معنی دا ده چي صوفي له عالم امر څخه دی او په عالم خلق اړه نه لري» هغه کتاب جلد دوم ص ۲۰۲

موږ ټول مسلمانان، حق متعال، مطلق خالق بولو او چي څه په سترګو لیده کیږي او نه لیده کیږي د ټولو موجوداتو خالق همدغه یو الله ج دی. هغه څه چي په سترګو نه لیده کیږي لکه مینه، قهر، دوستي، دښمني، فکر، عقیده، ایمان، کفر او… ټول حق متعال پیدا کړي او د هغه ذات په اراده کي دي ځکه یې موږ خالق مطلق بولو. مګر صوفي خرقاني وايی چي صوفیان د حق متعال مخلوق نه دی. نعوذبالله!. البته کشکي دا د صوفي خرقاني عقیده وای موږ به ویلي وای چي هر څوک پوه سه خپله عقیده. خرقاني په الله ج پوري تهمت کوي او خپل چټیات او مزخرفات د هغه جناب کبریا کلام بولي.

پیران، په داسي حال کي چي ځانونه تر ټولو ښه مسلمانان بولي، پر حضرت رسول اکرم ص باندي دروغ وايي او خپلو مریدانو او عوامو ته د هغه مبارک له قوله وايی چي: لادین لهُ لمن لا شیخ لهُ. څوک چي پیر نه لري هغه دین نه لري. او د پیغمبرص له قوله ورته وايی چي هر څوک چی شیخ نه لري نو شیطان یې شیخ دی. طبیعي خبره ده چي هیڅوک نه غواړي شیطان یې شیخ وي نو کوښښ کوي چي ځان په لوی لاس یوه ټګ ته ورتسلیم کړي. په داسي حال کي چی حضرت پیغمبر ص په خپل ټول ژوند کي یو ځل هم د شیخ کلمه، چي مطلب یې پیر او مرشد وي، پر خوله نه ده راوړې.

۲: پیران د کراماتو او خُرافاتو په کیسو او د دروغو په خوبونو د مریدانو او په عمومي صورت د ټولني د بېسوادو خلکو پر اذهانو او مغزونو باندي داسی غلبه کوي چي د عقل قوه یې ورڅخه سلبوي. پیر لکه څرنګه چي په دم اوچُف د کلونو رنځوران او حتی معیوبین جوړوي دغه راز، په همدغه دم او چُف، د خلکو دین او دنیا خرابولای سي؛ او خلک یې له قهر او آزاره ځانونه ژغوري. شته من کسان نغدی پیسې او د لنګر خرڅ ورته راوړي او نېستمن کسان څوک یوه توره چرګه، څوک لس دوولس هګۍ او څوک د خپل عیال له خولې سپمولي اوړه او غوړي ورته راوړي.

۳: دریم تاوان یې، چی تر لومړیو دوو تاوانونو په کمه نه دی بلکه لا ښایی زیات وي هغه له مریدانو څخه د انساني غرور ، شخصیت او غیرت سلبول دي. پیران هیڅ کار نه کوي او تل د مریدانو او جاهلو اولسونو په سوغاتونو او خیراتونو چلیږی؛ نو مریدان هم د ځان په ډول تربیه کوی. د مرید غاړي ته کچکول اچوي. په بازارونو او کوڅو کی یې ګدايی ته ګوماري او پلمه یې دا وی چی ګویا په خپلو مریدانو کي شیطاني او نفساني غرور وژني. ابوبکر شبلي چي ویل کیږي یو وخت د دماوند امیر وو او له وظیفې څخه یې استعفا وکړه او لوی شیخ سو. مخکي له هغه چی لوی پیر ورڅخه جوړ سي د هغه پیر، شیخ جنید بغدادي هغه یو کال د ګوګړو خرڅولو ته مجبور کړ. یو کال یې ګدایی ورباندي وکړه او یو کال یې د خانقاه خدمت ورباندي وکړ او وروسته یې پوښتنه ورڅخه وکړه چي ابابکره څه حال لرې؟ هغه ورته وویل چي خپل ځان تر ټولو بنده ګانو کښته راته معلومیږي. جنید ورته وویل چی اوس دي ایمان کامل سو. هغه کتاب ص ص ۱۳۶-۱۳۷

ابوسعید ابی الخیر، چي یو وخت پخپله لوی شیخ سو، نکل کوي چي په لومړي سر کي یې د دروېشانو خدمت ته ملا وتړله او د هغوی مبرزونه به یې پاکول او چټلۍ به یې دباندي غورځولې. وروسته یې د دروېشانو لپاره په ګدایی پیل وکړ. په لومړي سر کي به خلکو یو دینار ورکاوه او بالاخره خبره دې ځای ته ورسېده چي چا به هیڅ نه ورکول او د دروېشانو د ډوډۍ لپاره به یې خپلي جامې او څپلۍ خرڅولې. اسرارالتوحید ص ص ۳۱-۳۲

شیخانو خپل دې پست عمل ته، چي له هندوسادوګانو او جوګیانو څخه یې کاپي کړی دی، شرعي لاره تراشلې او د خپل دې ټيټ عمل د توجیه کولو لپاره یې پر پیغمبرص باندي تهمت ویلی او یو حدیث یې جعل کړی دی چي «الفقر فخری» فقر زما افتخار دی. په داسي حال کي چي حضرت پیغمبرص هیڅ وخت فقیر نه وو او چي له مکې مکرمې څخه یې مدینې ته هجرت وکړ نو نه یوازي یې د ابوبکر صدیق او عثمان بن عفان په څېر شته من ملګري  درلودل بلکه انصارو خپل کورونه او مالونه په اختیار کي ورکړل او د بدر له غزا څخه وروسته مسلمانانو مستقیماً په تجارت او کسبونو کي برخه درلوده او هیڅ یو یې فقر او ګدايي ته مجبور سوی نه دی؛ د حضرت رسول ص د فقر خبره خو لا هلته پرېږده. د حضرت رسول ص د فقر او نېستمنۍ کیسې، د سل هاوو زرو جعلي احادیثو په څېر، سوونه کلونه وروسته جوړي سوي دي.

ځینو لوستونکو ته به حتماً سوال پیدا سوی وي چي تر دغه ځایه پوري خو بحث د فتوا په باره کي وو؛ دلته تصوف څرنګه مطرح سو؟

مخکي له هغه چي زه د لوستونکو دې پوښتني ته جواب ورکړم؛ پخپله به له هغوی څخه سوال وکړم چي تاسي کوم وخت کوم مُلا لیدلی دی چي د لویو صوفیانو د کفرونو په باره کي یې یا څه ویلی او یا یې یو څه لیکلي وي او د هغوی څرګند کفرونه یې محکوم کړي وي؟

لوستونکو ته به معلومه وي چي سلطان محمودغزنوي پر هند باندي ۱۲ ځله یرغلونه وکړل. په سلهاوو معبدونه یې وران ګړل او په سل هاوو زره هندوان یې قتل کړل او بې حسابه خزانې یې غنیمت کړې. سلطان قطب الدین ایبک، سلطان شمس الدین التمش، سلطان علاءالدین خلجي، سلطان سکندرلودي، سوري شېرشاه او بالاخره احمدشاه بابا، هر یوه په خپل وار د هندوانو د درمسالونو او بتخانو په نړولو او د هندوانو و په وژلو کي برخه درلوده او هر یوه، دا حملې او جنګونه، د اسلام د مقدس دین د اعتلاء او د کفر او شِرک د ریښو ایستلو په نیت کړي دي.

تر دې ځایه خو زما هیڅوک مخالفت نه سي کولای. مګر زه پخپله د پاکستان د سیند د ایالت په سېوڼ کي د شهباز قلندر زیات ته ورغلی یم. ما په هغه زیارت کي د قلندر پر قبر باندي طوافونه لیدلي دي، د قلندر د جنډۍ مچول، د قبر مچول او حتی قبر ته سجدې مي لیدلي دي. زه یقین لرم چي دا کارونه به نورو ډیرو مسلمانانو لیدلي او حتی برخه به یې پکښی اخیستې وي. سوال دا دی چي آیا دا څرګند شِرک نه دی؟ هیڅوک نه سي ویلای چي دا شرک نه دی. نو د قلندر زیارت که درمسال نه وي د شِرک یو لوی مرکز خو دی. ما له هیڅ ملا څخه نه دي اورېدلي چي د قلندر په زیارت کي یې دا جهل او څرګند شرک او کفر محکوم کړی وي. په داسي حال کي چي د ملایانو اصلي وظیفه دا ده چي عوام وحدانیت پرستی ته را وبولي او په شرک یې لومړی پوه کړي او بیا یې ورڅخه منع کړي.

ټولو ته معلومه ده چي د مسلمانانو په سلو کي تر ۹۵ زیات کسان زیارتونو ته د مرستي غوښتني او حاجتونو د پوره کېدلو  لپاره ځي؛ په داسي حال کي چي له الله ج څخه پرته له هیڅ زیارت او ولي څخه د مرستي غوښتل ناروا او حرام دي. الاحقاف سورة ۴۶ پنځم او شپږم آیتونه:

و من اَضلَّ مِمَّن یدعوا من دون اللهِ من لا یستجیب لهُ الی یوم القیامةِ و هُم عن دُعاءِهِم غافلون (۵)

څوک به تر هغه ډېر ګمراه وي چي د الله تر څنګ نور څوک مرستي ته رابولي او هغوی به تر قیامته پوري د دوی خواستونو او غوښتنو ته جواب ورنه کړي او هغوی به د دوی له غوښتنو او خواستونو څخه بیخي خبر هم نه سي.

و اِذا حَشَرَ النّاسُ کانُوالهم أَعداءً و کانوا بعبادتهم کفرین (۶)

او کله چي د قیامت په ورځ خلک حشر سي هغه کسان به چي دوی ننګولی دي د دوی دښمنان سی او د دوی له عبادتونو څخه به بېخبره وي.

په داسي حال کي چي حضرت رسول پخپله وايي چي  زه، د حق متعال له رضا پرته، خپل ځان ته د خیر رسولو توان نه لرم اوکه په غیب خبر وای نو ځان ته به مي ډېره ګټه رسولې وای او هیڅ تاوان به نه را رسېدلای. زه فقط مومنانو ته خبرداری او زیری ورکوم. الاعراف سورة ۷  آیة ۱۸۸

قلندران او شیخان که جنت ته تلل نو د اسلام د دین د منلو او د شهادت د کلمې د ویلو له برکته به ځی. په داسي حال کي چي د همدغه اسلام د دین پېشوا، په ژوند کي، خپل ځان ته د خیر رسولو توان نه لري نو له قلندرانو او شیخانو سره دا توان له کومه سو چی له خپل وفات څخه سوونه کاله وروسته له خلکو سره مرستي کوي؟

موږ د دې خبرو سپینولو ته ډېره اړتیا نه لرو بلکه په زغرده وایو چي زیارتونو ته تلل او له مړو څخه مرسته غوښتل د قرآن شریف په حکم ناروا او څر ګند شرک دی. شیخان او د هغوی محتسبین که خلک له منکراتو څخه را ګرځوي او بېګناه خلک، په عام محضر کي، په دُرو وهي او له اسلام څخه یې متنفر کوي نو باید چي د دې پر ځای د شرک مخه ونیسي او د زیارتونو جنډیو ته اورونه واچوي او ټګ شیخان او د زیارتونو متولیان پرې نه ږدي چي نور هم د شرک د پراخېدلو سبب سي.

د هجرت په دریمه سلیزه کي یوه طایفه خلک را پیدا سول چي په ډېر لږ وخت کي د اسلامي نړۍ په ټولو سیمو کي تیت سول او ځانونه یې اولیاءالله وبلل. دې خلکو، چي د دوی په قول یې  د خارق العاده کارونو او کراماتو د څرګندولو قدرت درلود، د غیب ویلو ادعا یې کوله او خلکو ته یې داسي ښودله چي دوی د هغوی په زړونو خبر دي او چي هر څه یې زړه وغواړي هغه کولای سي. خلکو ریشتیا هم فکر کاوه چي اولیاءالله به یوه خاصه طبقه خلک وي چی خاص مقامات به لري او هر څوک د هغوی مقام ته رسېدلای نه سي. په داسی حال کي چي اولیاء دوستان او ملګرو ته وايي او دوست یو عام مفهوم دی. حق متعال د قرآن شریف د سورة یونس په  ۶۲ او ۶۳  آیاتونو کي ویلي دي اولیاءالله هغه کسان دي چي ایمان یې راوړی او پرهېز کوي او له حق متعال څخه وېره لري. په ایمان کي خو ټول مسلمانان سره شریک دي او چا چي ایمان راوړی نه وي هغه مسلمان کېدلای نه سي. پاته سوه د تقوا خبره؛ تقوا خو پرهېز او له حق متعال څخه وېري ته وايي. هر څوک چي تقوا ولري، فرض پر ځای کړي، د بل حق ونه خوري او په عمومي صورت ځانونه له کبیره ګناهونو څخه وساتي هغه اولیاءالله دي. البته نه په قرآن شریف او نه په احادیثو کي راغلي دي چي اولیاءالله کرامات لري، ښارونه خرابولای او آبادولای سي او یا د مرغانو په څېر الوزي او د انسانانو په زړونو خبر دي.

څرګنده خبره ده چي حضرت رسول ص پخپله وايي چي ځان ته د خیر رسولو توان نه لري او که په غیبو خبر وای نو په ژند کي به یې ځان ته ګټه رسولې وای او هیڅ تاوان به نه ورته رسېدلای. اولیاءالله په دې برخه کي له ډیري هوښیاری څخه کار اخلي. ځانونه د انبیاوو د پښو خاوري بولي  او په ډېر عجز وايی چي نهایة الاولیاء بدایة الانبیاء. یعني د اولیاوو وروستی مقام ایله د انبیاوو لومړني مقام ته ورسیږي. مګر په عمل کي د داسي روحاني قوتونو ادعا کوي چي حتی انبیاوو یې ادعا نه وه کړې. دغه علت دی چي خلک یې له روحاني قوت څخه وېره لري او د قبرونو څخه یې د خیر او برکت غوښتنه کوي. د صحیح بخاری، صحیح مسلم او ټولو معتبرو احادیثو د څرګندو احکامو په خلاف یې قبرونو ته ورځي او حتی قبرونو ته یې د سجدې کولو او شِرک مرتکب کیږي.

د شیخانو او صوفیانو تقریباً ټول مشران ډېر لوی شاعران ول او پر عربي ژبه باندي یې ډېر ښه تسلط درلود. دوی د خپلو شعري استعدادونو څخه دا ګټه پورته کړه چي خلکو ته یې داسي اشعار او نظمونه تقدیم کړل چي څوک به یې په معنا نه پوهېدل او که به یې په معنی وپوهېدل نو هغه به زیاتره سوچه کفرونه وه خو خلکو به هغه د خدای د دوستانو باطن باله . صوفیانو د قرآن شریف آیتونه جوړولای نه سوای ځکه چي قرآن شریف د لس هاوو زرو انسانانو په یاد وو او په هغه کي د لاس وهلو توان چا نه درلود مګر د قرآن شریف د آیتونو غلط او پر خپلو صوفیانه افکارو برابر تعبیرونه او تفسیرونه به یې کول.

د احادیثو په باره کي هسي هم زیات اختلافات موجود ول؛ او دوی له دغو اختلافاتو څخه دا ګټه واخیسته چي احادیث یې جعل کړل. ځینو جعلي احادیثو ته مو مخکي هم اشاره وکړه او یو حدیث چي شیخ شهاب الدین سهروردي جعل کړی دی او ډېرو صوفیان په خپلو آثارو کي کار ورڅخه اخیستی دی دا دی چي وايی  حق متعال حضرت رسول ص ته وویل: کله چي یو بنده زما په ذکر مشغول سي نو زه هغه نور هم په خپل ذکر مشغول کړم او شیطان نه پرېږدم چي د هغه په زړه کي وسوسې واچوي. دا کسان ابدال دي او د هغوی هره خبره د انبیاوو خبره ده. هر وخت چي زه وغواړم خپل دښمنان له منځه یوسم نو دا کار په ابدالو کوم او هغه زما عسکر دي. سهروردي، عوارف المعارف ص ۳۴

په داسي حال کي چي حضرت رسول اکرم ص هیڅ وخت د ابدال او شیخ کلمه پر خوله نه ده راوړې خو شیخ سُهروردي د ابدال لپاره، چي د اولیاوو په درجو کي دوهم تر ټولو کښته  طایفه ده، دا حدیث جعل کړی دی او د ابدال خبره یې د انبیاوو کلام بللی دی. هجویري لیکي چي په دنیا کي ۴۰۰۰ نېکان دي چي د هغوی له برکته باران اوري او له مځکي څخه نباتات شنه کیږي او د دوی له برکته مسلمانان پر کفارو باندي بری پیدا کوي. دغه ۴۰۰۰ تنه پټ دي او یو بل نه سره پېژني. دا کسان د خپل حال له جمال څخه هم خبر نه ديږ هجویري لیکي هغوی چي اهل حل و عقد دي او د حق متعال د درکاه منصبداران دي هغوی ۳۰۰ تنه دي چي اخیار یې بولي. ۴۰ نور دي چي ابدال یې بولي. نور ۷ تنه دي چي ابرار دي. ۴ تنه اوتاد دي او درې تنه نقیبان دي. د دې ټولو په سر کي قطب دی چي غوث یې بولي. دوی ټول له یوه بل سره پېژني او ټول اولیاء دي. هجویري، ص ۲۶۹

قلندران څوک دي؟

 زیات و کم پنځوس کاله مخکي مي په یوه کتاب کي لوستي وه چي د شهباز قلندر اصلي نوم سید عثمان او د پلار نوم یې سیدکبیر دی او د دوولسمي میلادۍ پېړۍ په اتیا لسیزه کي په هرات کي زېږېدلی دی. د هغه د ژوند په باره کي نور معلومات نه وه ورکړه سوي او دا چي هغه کله هند او وروسته سند ته تللی دی هم چنداني چاته څه څرګند نه دي او که څه لیکل سوي دي نو له افسانو پرته به بل ارزښت ونه لري.

اخوند دروېزه د اووه لسمي میلادي پېړۍ په سر کي د یوه بل شهباز قلندر په باره کي، چي د دلازاکو په سیمه کي، چي وروسته یوسفزیو ورڅخه لاندي کړه، اوسېدی. اخوند دروېزه وايی په هغه زمانه کي یو سړی چي له خراسان څخه راغلی وو او ځان یې شهباز قلندر باله د لنګر په علاقه کي د هنجکزي په قبیله کي ځای ونیوی. اخوند دروېزه وايي دې  لعین وروسته د سیمي خلک رافضي او ملحد کړل او خلک یې له روژې او لمانځه څخه را وګرځول او هغه څه یې رواجول چی په شریعت کي ناروا وه. . . . دروېزه، تذکرةالابرار والاشرار ص ص ۱۵۹-۱۶۰

اخوند دروېزه په دې برخه کي له تولو افغانانو څخه شکایت کوي او وايي چي هر څوک چي له ځان حخه شیخ جوړ کړي او د پښتنو یو قومي مشر په ځان پسې کړي نو د هغي سیمي او قوم ټول خلک ورپسې سي. هغه ته غوايي او پسونه حلالوي او کامل او مکمل یې بولي . هغه کتاب ص ۹۲

خوشحال خان خټک هم د هغه دور او زمان له خُرافاتو څخه، چي له بده مرغه تراوسه پوري په پښتنو کي رواج لري، شکایت کوي. او په یوه نظم کي وايي:

پښتانه په هغه دور پیر پرست وو

څوک مرید د شاه عیسی څوک د سرمست وو

په مذهب کي درست خټک سني مذهب دی

اما پیر ورته له جهله لکه رب دی

که په داسبب کافر وي ګوندي وینه

کنه واړه په مذهب کي سني دینه

یوسفزیه همه واړه عیسايي وو

ملکانو سره ګډ په سوايی وو

قاسمي شاه عیسايی سره په جنګ وو

روشاني پیر منصوري سره دارنګ وو.

د قلندرانو، ټګانو او کوډ ګرو پیرانو دا لوبه له خوشحال خان څخه ډېره مخکي روانه وه او تر اوسه پوری یې په یوه او بل شکل دوام کړی دی؛ او لا یې زور اخیستی دی. تر څو چي په ټولنه کي جهالت حاکم وي او تر څو چي د عصري سواد او تعلیم کمی وي د قلندرانو او ټګانو لنګرونه به چالان وي.

 څرنګه چي قلندرانو او دروېشانو کورونه او د اوسېدلو مشخص ځایونه نه درلودل او له یوه کلي تر بل کلي اوښارونو پوري یې سفرونه کول نو هر ځای چی مړه سوي دي هلته خلکو زیارتونه ورباندي جوړ کړي دي. زه یقین لرم چي د هند په خاوره کی به د دې قلندرانو نور زیارتونه هم موجود وي ځکه چی په کندهار کی  د پنجوايي په علاقه کي د شیخ قلندر زیارت دی او په کال کی یې په لس هاوو زره عالمونه زیارت ته ورځي او د اخترونو د مېلو یو مرکز دی. دغه راز د کندهار په پنځمه ناحیه کي د ده خواجه په علاقه کي یوه غونډۍ د شیخ قلندر په نامه ده او هلته د قلندر یو زیارت دی.

قلندران کومه خاصه عقیده او لاره نه لري. دا د ټولني تر ټولو بېکاره او حتی مضر قشر وو. ږیري به یې خریلې، برېتونه به یې غټ کړي وه. له یوې خیرني ګودړۍ او کچکول سره به په کورونو، معمولاً په شپه کي، ګرځېدل او ګوزاره یې په ګدايی وه. چرس به یې څکول او بنګ به یې چښل او په هندوستان کي خو له هندو سادوګانو سره ګډ ګرځېدل او له هغوی سره یې چنداني توپیر نه کېدی.

 فرانسوی سیاح او تاجر تاورنیه Tavernier، چي د شاه جهان او د هغه د زوی محی الدین اورنګزیب د پاچهیو په وخت کي یې هند ته سفرونه کړي او پکښی ګرځېدلی دی، لیکي چي په هند کي ۸۰۰ زره مسلمان فقیران او ۱،۲۰۰،۰۰۰یو میلیون دوه سوه زره بت پرستان فقیران ګرځي. تاورنیه وايي دې کسانو ټول خلک په دې غولولي دي چي وايی هر څه چي د دوی له خولو ووزي هغه ریشتیا کیږي. ځیني مسلمان فقیران لکه بت پرست فقیران تقریباً لوڅ ګرځي او د اوسېدلو هیڅ ځای نه لري. تاورنیه وايی دوی هیڅ نه شرمیږي او ټول هغه کارونه کوي چي د نه کولو دي او ساده خلک یې په دې غولولي دي چي وايی دوی ته د هري ناروا اجازه سته او بازخواست نه ورڅخه کیږي.

تاورنیه وايي ځینو یې رنګیني ګودړۍ اغوستي وي او ځیني ګدړۍ خو دومره زړې او خیرني وې چي رنګ یې نه معلومیږي او هر څونه چي یې ګودړۍ زړه او خیرنه وي هغه زیات معتبر وي. تاورنیه وايی په دغو فقیرانو یوه لویه ډله پسې وي او په هرځای کي چي یې زړه سي هلته نابلده آوازونه باسي او په مشر فقیر پسي روان فقیران د خپل مشر د کراماتو کیسې کوي او خلکو ته وايي چي مشر یې د خدای نازولی دی او خدای هغه ته ډېر مهم اسرار وايي او د ا توان یې وربخښلی دی چي د کلونو ناروغانو او هغو کسانو ته شفا ورکوي چي طبیبان یې له علاجه عاجز سوي وي.

تاورنیه لیکي چي د دغه لوی فقیر مریدان خلکو ته داسي کیسې کوي چي هغوی یې تر اغېزې لاندي راځي او کله چي غواړي دا پیر اومرشد وویني نو لومړی خپلي څپلۍ باسي، وروسته یې په مخ کي پړمخي پرېوزي او پښې یې ورمچ کړي. پیر، د تواضع ښودلو په ډول، خپلي پښې لیري کوي او د مچولو لپاره لاس ور اوږدوي. او ځیني مشر فقیران خو تر ۲۰۰ پوري مریدان لري؛ چي له پیر سره سفر کوي. نېزې او تبرونه ورسره وي او کله چي پیر غواړي په یوه ځای کي دربار وکړي نو یو مرید یې ډول وهي او بل یې تروم وهي څو خلک را غونډ سي او پیرته تحفې او سوغاتونه راوړي. Tavernier, Vol2 PP 139-141

فرانسوا برنیه، چي د اورنګزیب په زمانه ۱۶۵۷- ۱۷۰۷ کي یې په هند کي سفرونه کړي ول، د دغو لوڅو فقیرانو او دروېشانو په باره کي، چي د ده ډېر زیات نفرت ورڅخه کېدی، وايی چي د سرمت په نوم یوه مشهور او مهم دروېش څخه یې ډېر بد کېدل. برنیه وايي اورنګزیب ډېر کوښښ وکړ چی دغه دروېش له لوڅ ګرځېدلو څخه منع کړي خو د غه دروېش نه د اورنګزیب له خوا په پېشنهاد سویو امتیازاتو کی ری واهه او نه د هغه له تهدیدونو څخه وبېریدی او تر پایه یې د جامو اغوستلو او یا ځان پټولو ته غاړه کښې نه ښوده. بالاخره اورنګزیب له هغه څخه سر غوڅ کړ.

برنیه لیکي یو شمېر دغه فقیران نه یوازي، په لوڅ بدن اوږده اوږده سفرونه کوي بلکه لا یې داسي ځنځیرونه پر ځان پېچلي وه چي پیلان په تړل کیږي. برنیه وايي ما داسي دروېشان هم لیدلي دي چي اووه یا اته شپې او ورځي به ولاړ ول او کله چي به ډېر ستړي سول نو یوه تناو ته به یې ځانونه تکیه کړل او څه وخت وروسته به بیرته هماغسي ودرېدل او پښې به یې د دوی د ورنونو په اندازه پړسېدلي وې. Bernier P 317

د هند او د شاوخوا سیمي د دروېشانو او قلندرانو په باب د اروپاییانو او په هغه سیمه کي له ټولو لیکل سویو کتابونو او اسنادو څخه ښکاري چي دروېشي او قلندري له هندوانو څخه اسلام ته راغلې او د اسلام په دین کی یې نه ذکر سوی او نه جایز کار بلل سوی دی. جاهل او بې خبره خلک، د قلندرانو له ښراڅخه بېرېدل، هغوی یې نازول او د هغوی کچکولونه یې هیڅ وخت خالي نه پرېښودل.

څرنګه چي قلندران او دروېشان، چي ټول بېکاره، ټنبل او ګدایان ول او د هندو جوګیانو او سنیاسیانو له ډلو سره به ملګري ول نو بالاخره یې د هغوی ځیني ټګۍ ورڅخه زده کړې او یوه خاصه ډله یې منځته راوړه چي مداریان یې بلل. مداریانو توري بګړۍ تړلې او تور بیرغونه یې درلودل. ځانونه یې سنیان مسلمانان بلل خو لمونځ او روژه یې نه پېژندل او ټول وخت به یې د بنګو په چښلو تېراوه. په دوی کي چي به هر چا ډېري بنګي په یوه ځل وچښلې نو هغه د دوی کامل وو. د دوی لوی پیر او مرشد بدیع الزمان مدار نومیږي ځکه نو یې ډله او پیروان د مداریانو په نوم یادیږي.

مداریان خپل مرشد او پېشوا ته په دونه لوی قوت قایل دي چی وايی د هغه مقام ته انبیاء هم رسېدلای نه سي. دوی په خپلو منځونو کي وايي چي کله پیغمبرص معراج ته ولاړ نو هلته د خدای فرمان ورته ورسېدی چي د جنت لیدنه باید وکړي. کله چي پیغمبرص د جنت دروازې ته ورسېدی نو ویې لیدل چي هغه دروازه د ستني د سپم په اندازه تنګه وه. جبرییل ورته وویل چي داخل سه. پیغمبرص ورته وویل چي تر دې تنګ سوري څرنګه تېر سم. جبرییل ورته وویل چی ږغ کړه چي دم مدار! کله چي پیغمبر دم مدار وویل نو هغه وړوکی سوری دونه پراخ سو چي پیغمبر په آسانی ورڅخه تېر سو. فاني، دبستان مذاهب ص ۱۹۰

له برهمنانو څخه یو تن وو چي تخلص یې آزاده کاوه. زیاتره وختونه به د مسلمانانو په محفلونو کی کښېناستی او له هغوی سره به یې ډوډۍ خوړل او شراب به یې ورسره چښل. یوه ورځ هغوی په مجلس کي ورته وویل چي ته هندو یې زموږ مسلمانانو سره څرنګه ډوډۍ خورې ځکه چي دا خو ستا په مذهب کي ناروا کار دی آزاده وویل زه خبر نه وم چي تاسی مسلمانان یاست په آینده کي ستاسي سره نه کښېنم. بله ورځ یې بیا له هغې ډلي سره شراب چښل هغوی ورته وویل چی تا خو ویل چی زه له مسلمانانو سره ډوډۍ نه خورم او شراب به نه ورسره چښم. آزاده ورته وویل زه پوهېږم چي تاسي ټوکي کوی خدای دي نه کوي چي تاسي به مسلمانان یاست.

دغه راز د هیرامن کاتیه زوی، بنوالي په اشعارو کي ولي تخلص کاوه. له وړوکوالي څخه یې له دروېشانو او د هغوی له مجلسونو سره مینه وه. په هغه وړوکوالي کي د خلیفة الارواح په نوم یوه صوفي مرید سو او له هغه څخه یې دا ذکر زده کړی وو چی « اللهُ حاضري وَاَحدي اللهُ شاهدي» په ۱۰۴۴ هـ ق کي یې د هند د دروېشانو له یوه صحبت څخه ګټه واخیسته او په کشمیر کي د ملاشاه بدخشي مرید سو. بنوالي په دې عقیده وو چي صوفي مذهب نه لري نو هم بتخانې ته تلی او هم به مسجد ته روان وو. هغه کتاب ص ۱۵۵

په دې توګه هندو جوګیان او سنیاسیان او مسلمان دروېشان او قلندران دونه سره ګډسول چي نه د هغوی په منځ کي توپیر موجود وو او نه یې خلک په توپیر پوهېدل. کله چی به یو جوګي مړ سو نو هندوانو به یې مړی وسوځاوه خو کله چي به مسلمان دروېش او قلندر مړ سو نو ملګرو به یې زیارت ورباندي جوړ کړ او د کراماتو کیسې به یې، چي د قلندر یا دروېش خپلو ملګرو به جوړي کړی وې، خوله پرخوله کېدلې او بېخبرو مسلمانانو به یې زیارت ته پیسې او خیراتونه ور وړل او په هر ښار او ناحیه کي د قلندرانو او دروېشانو زیارتونه منځته راغلل.

داچي تصوف له ځان سره څه ډول نابلده افکار، چي نه پر عقل برابر او نه په کتاب کي پیدا کیږي، راوړي او دا چي تصوف له شریعت سره څومره مخالف دی په هر صورت. تصوف ټول پر دروغو او افسانو باندي ولاړ دی او چي دروغ، مبالغې او افسانې ورڅخه لیري سي تصوف له سره نه پاتیږي. دلته د ډیرو مثالونو لپاره ځای نه لرو؛ که څه هم چي د هغوی د دروغو کیسې او افسانې یو بشپړ لوی کتاب غواړي. تاسي، د مثال په ډول، دې کیسې ته یو څه فکر وکړی: « د عمر بن خطاب په زمانه کي یو سړی هغه ته ورغی او زوی یې ورسره ملګری وو. عمر ورته وویل چي دا زوی دي تاته داسي سوی دی چي ما هیڅوک داسي یوه بل ته ورته نه دي لیدلي. هغه سړي ورته وویل دا یوه عجیبه کیسه لري. کیسه داسي ده چي زه یو وخت په سفر تللم او مېرمن مي حامله وه. هغې راته وویل چي ته په سفر ځې او ما یوازي پرېږدې. زه هیڅوک نه لرم. ماورته وویل هغه چي ستا په نس کي دی هغه مي پر الله سپارلی دی. کله چي له سفر څخه راغلم د دې هلک مور مړه وه. یوه شپه له یارانو سره ناست وم چي له یوه قبر څخه د اور لمبه زما سترګو ته راغله. ما ویل دا څه اور دی؟ یارانو مي راته وویل چي دا اور ستا د مېرمني له قبر څخه راغی. زه حیران سوم چي زما مېرمن خو عابده ښځه وه؛ د هغې له قبر څخه دا اور څرنګه راوزي؟ کلنګ مي واخیست او د مېرمني قبر مي وکینۍ. ومي کتل چي هلته په ګورکي یو څراغ لګېدی او دا نور د هغه څراغ څخه زما سترګو ته راغلی وو. د مېرمني مخي ته مي دغه زوی ناست وو. په دغه وخت کي هاتف راږغ کړه چي دا هغه هلک دی چي پر موږ دي سپارلی وو او که دي د هغه مور هم پر موږ سپارلې وای نو اوس به مو هغه هم ژوندۍ درسپارلې وای» سُهروردي، عوارف المعارف ص ص ۶۷-۶۸

دا یوه له هغو نامعقولو کیسو څخه ده چي د اسلام د یوه لوی شیخ شهاب الدین سُهروردي په کتاب کي راغلې ده؛ چي د صوفیانو د سهروردیه طریقه د هغه په نوم ده او په سل هاوو زره مریدان او پیروان لري. د دې ناممکني او نامعقولي کیسې مطلب څشي دی؟ هاتف، پرته له حق تعالی څخه بل څوک کېدلای سی؟ سړی له هغه ستر ذات سره دونه بې ادبي کوي؟ او داسی کیسه ورته منسوبوي؟ تصوف ټول له دغو افسانو څخه ډک دی او ټول دغه راز کفرونه دي چي مُلایانو، که ریشتیا ویلای او په ریشتیا یې هم د شرک پر ضد فتواوي صادرولای، باید د دغه راز کیسو لیکونکي یې په کفر او د حق متعال له ذات سره په بې ادبي محکوم کړي وای. که څه هم چي په تصوف کي دغه راز کیسې او نا معقولي افسانې بې حسابه دي؛ او لکه مخکي چي مو وویل تصوف له دې افسانو پرته مفهوم نه لري خو موږ به دلته فقط د « پند پیران» په نوم یوه  کتاب څخه یو څو مثالونه راوړو:

« په امه کي یوه ښځه وه چي معاذة العدویه یې بلله. هغې به شپه او ورځ طاعت کاوه او کله چي به د شپې خوب غلبه ورباندي وکړه نو ویل به یې چي اې زما وجوده دغه نن دي وروستۍ شپه ده. که دا نن شپه هم غفلت وکړې نو بیا به وروسته پښېماني څه ګټه وکړي. توله شپه به ویښه وه او سهار به یې خپل وجود ته ویل چي تېره شپه دي په ویښه تېره کړه. که دي دا د ژوند وروستی ورځ وه او په غفلت دي تېره کړه بیا به څه کوې. په دغه ترتیب یې پنځوس کاله تېر کړل او یوه شېبه خوب یې ونه کړ» متیني، پند پیران ص ۲۴

«یو سړی وو صفوان بن سلیم یې باله. هغه له خدای سره وعده کړې وه چي تر څو ژوندی وي پر مځکه به اړخ ونه لګوي. څلوېښت کاله تېر سول او یو ځل یې هم اړخ مځکي ته ورنغی. او کله چي به خوب غلبه ورباندي وکړه نو څو شېیې به یې سر پر زنګانه کښېښود او بیرته به په طاعت مشغول سو» هغه کتاب ص ۲۵

« په بنی اسراییلو کي یو منافق سړی وو او ښځه یې موحده او شپه او ورځ په طاعت مشغوله وه. دغه ملعون خپلو یارانو ته وویل چي زما ښځه ټوله ورځ روژه وي او ټوله شپه یو ګړی آرام نه کوي او په لمانځه لګیا وي اوهره شېبه وايی یا واحد. یارانو یې ورته وویل چي که غواړې د هغې له عذابه ځان بېغمه کړې نو کورته ولاړ سه او تنور ښه تود کړه؛ بیا نو پر موږ ږغ وکړه. هغه سړي هم تنور درې ورځي له اوره ډک پرېښود او دریمه ورځ یې پر خپلو ملګرو باندي ږغ وکړ او هغوی هم ورته راغلل. هغوی ښځي ته وویل چي ته له سهاره ترماښامه یا واحد نارې وهې. که له واحد سره ستا دوستي حقیقت ولری نو ته به دغه تنور ته دننه سې. هغې ښځي هم بسم الله الرحمن الرحیم وویله او تنور ته ولوېده. هغوی هم د تنور سر پسي بند کړ. درې ورځي وروسته چي یې د تنور سر پرانیست ویې لیدل چي ښځه پر لمانځه ولاړه ده» هغه کتاب ص ۱۱۶

« د خلیفه هارون الرشید مېرمن زبیده نومېده. یوه ورځ په کور کي ناسته وه او وېښتان یې ږمونځول. نا څاپه خادم کورته ورغی او زبیدې سمدستي پوړنی پرسر کړ. له خادم څخه یې پوښتنه وکړه چي زما د سروېښتان دی ولیدل. هغه ورته وویل هو!. زبیدې په هغه کړي دلاک را وغوښت او هغه ته یې امر وکړ چي د دې سر وخریی. کله چي یې پوښتنه ورڅخه وکړه چي ولي دي داسی وکړه دې ویل هغه وېښته چي نامحرم لیدلي وي؛ نه غواړم چی زما سره وي» هغه کتاب ۱۱۸

« یوه ورځ یوه ښځه پر لاري روانه وه. ترشایې وکتل او متوجه سوه چي یو ځوان ورپسې دی. یو ګړی وروسته یې له هغه ځوان څخه پوښتنه وکړه چي ولي په ما پسي راځې؟ هغه ورته وویل چی ستا سترګي مي ولیدې. درباندي مین سوم نو ځکه په تاپسي ځم. هغه ښځه کورته ولاړه او هغه سړی یې د کورمخي ته کښېناست. یو ګړی وروسته یوه مینځه له کوره راووته او د هغه ځوان مخي ته یې یو طبق کښېښود. کله چي ځوان د هغه طبق سرلوڅ کړ ویې لیدل چي هغي ښځي خپلی دواړي سترګي ایستلې وې. هغې ښځي ویلي وه چي هغه سترګي چي نامحرم لیدلي وي نه غواړم چي زما سره وي» هغه کتاب ص ۱۲۰

یوه ښځه پنځوس کاله له سهاره تر ماښامه عبادت کوي او هیڅ خوب نه کوي. یو بل سړی څلوېښت کاله خوب نه کوي. دا ممکنه ده؟ یوه ښځه، هغه هم د خلیفه هارون الرشید مېرمن، له دې امله سر خریې چي نا محرم سړي یې وېښتان لیدلي دي. او یوه ښځه خپلي دوې سترګي له دې امله باسي چي نامحرم سړي یې سترګي لیدلي او خوښي سوي دي. دا به کوم عقل ومني؟ زه ګومان نه کوم چي جاهل ترین سړی دي هم دا مزخرفات ومني. بالاخره دا کتابونه چاته لیکل سوي دي؟

« محمدحدیر رحمة الله علیه ویل: یو وخت وکیع د عبادان ښار ته تللی وو او هلته څلوېښت شپې پاته سو. په دغه څلوېښتو شپو ورځو کي یې څلوېښت قرانه ختم کړل. څلوېښت زره درهمه یې دروېشانو ته ووېشل. څلوېښت زره حدیثه یې خلکو ته درس ورکړ او څلوېښت زره رکعته لمونځونه یې وکړل؛ او په دې څلوېښتو شپو ورځو کي یې یوه شېبه آرام ونه کړ» هغه کتاب ص ۲۲

دې سړي باید په هره ورځ کي یو قرآن ختم کړی وي. د ورځي په هر ساعت کي یې ۴۱ احادیث خلکو ته درس ورکړی وي او دغه راز یې په هر ساعت کي ۴۱ رکعته لمونځ کړی وي. دا کارونه په یوه ورځ او یوه شپه کي، چي لا د ډوډۍ خوړل، قضای حاجت او اودس کول هم ورسره اضافه کړو، امکان لري؟ البته څلوېښت زره درهمه خو به یې لا د خپلو نوکرانو په وسیله وېشلي وي. دا نا ممکنات یوازي د هغه شیخ په عقل ممکن کېدلای سي چي دا کتاب یې لیکلی دی. کشکي دا یو کتاب وای. په تصوف کي، دغه راز، په سل هاوو کتابونه لیکل سوي او ټول له دغه ډول خرافاتو او مزخرفاتو څخه ډک دي.

تاسي یو وخت له ملایانو څخه اورېدلي دي؟ چي د تصوف غیراسلامي افکار، غیراسلامي افعال او غیر اسلامي افسانې یې محکومي کړي او پر ضد یې فتوا ورکړې وي؟

         پاته لري

 د فتوا په باره کي مختصر بحث|عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب