سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهدوشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

دوشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه بیا بیا تازه کیږي

د ګلبهار ګروپ په نوم یوه خصوصي شرکت نن د هرات ولایت په زنده جان ولسوالي کې د سمینټو د فابریکې لپاره د ودانۍ په جوړولو پیل وکړ.

ګلبهار ګروپ ویلي چې دا فابریکه به، چې ۱۴۲ میلیون ډالره پرې لګوي، په یوه کال کې د سمینټو تولید پیل کړي.

د دغه شرکت په وینا، دوی به د کال یو میلیون ټنه سمینټ تولیدوي چې افغانستان به د سمینټو له درکه تر یوه حده په ځان بسیا کړي.

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت له ګلبهار ګروپ سره د سمینټو د تولید په اړه دېرش کلن قرارداد لاسلیک کړی دی.

د ګلبهار ګروپ له لوري د سمینټو د تولید له پیلیدو سره به ۵ زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار موقع برابره شي.

——————–

د ترکیې پولیسو ۵۲ تنه افغان کډوال نیولي دي.
دا په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې ترک پولیس په لاریو کې افغان کډوال نیسي.
د ترکیې پولیسو پرون وویل، په يوې باروړونکې لارۍ کې یې ۵۲ کډوال نيولي، چې د هغو په منځ کې دوه افغان کډوال د اکسیجن د کموالي له امله مړه شوي او د ۷ نورو روغتیايي وضعیت نازک دی.
 
پولیس وايي، ۷ کسان روغتون ته بیول شوي او پاتې نور پناه غوښتونکي نیول شوي او ډېر ژر به له دغه هېواده و ایستل شي.
 
د ترکیې پولیسو په وروستیو ورخو کې د غیرقانوني کډوالو خلاف اقدامات زیات کړي دي.
—————–

د نورستان ولایت په دوآب ولسوالي کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې لږترلږه ۲ تنه مړه او ۶ ژوبل شوي دي.

د پېښې شاهدانو تاند ته وویل چې د دواب ولسوالي په چټک چو سیمه کې یو ډاټسن موټر د سړک د خرابوالي له کبله په کنده کې ولوېد او پکې سپرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دوی وویل چې په دې پېښه کې دوه ماشومان مړه شوي او ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

ټپیان د درملنې لپاره د لغمان روغتون ته وړل شوي دي.

——————

د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې څو تنو په تیږو او فلزي سیخونو پر یوه افغان او د هغه پر بلغارۍ ماندینې حمله وکړه.

بلغاري رسنۍ وايي چې دا پېښه په رڼا ورڅ د دغه افغان، چې جاوید نوري نومېږي، د کور په مخ کې شوې او له کبله یې نوري کوما شوی دی.

جاوید نوري او مېرمن یې له کوره وتلي و چې کار ته لاړ شي، یو شمېر ناپېژندل شوي کسان یې مخ ته راغلل، ده ته خلک خطرناک ښکاره شول او سمدستي یې ایمرجنسي (۱۱۲) ته ټېلفون وکړ خو مخکې تر دې چې مرسته ورته راورسیږي، ناپېژندیو کسانو پرې حمله وکړه.

————————

د پاکستان له تروریزم سره د مبارزې مرکز ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا کې پر چینايي انجینیرانو حمله کوونکی افغان و.

دغه مرکز ویلي چې امنیتي ځواکونو د دې برید په تړاو ۱۰ تنه نیولي چې ټول په ټي ټي پي پورري تړلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

له حملې یوه ورځ وروسته د ټي ټي پي ویندوی محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې وویل:«زموږ هدفونه د ورځې په شان راڼه دي، یوازې امنیتي ځواکونه او د هغو جاسوسان په نښه کوو.»

پر چینايي انجینیرانو په حمله کې ۵ چینایان او یو پاکستانی موټر چلبوونکي یې ووژل شول. له دې پېښې وروسته چین په پاکستان کې پر دوو بندونو کار وځنډاوه.

————–

د ترکیې د ښاروالیو د انتخاباتو نتیجې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند د استانبول په شمول په اکثرو ښارونو کې پاته راغلی دی.

اردوغان اعلان کړی و چې په دې انتخاباتو کې به د ده ګوند د سترو ښارونو کنټرول ترلاسه کوي.

د اپوزیسیون لوی ګوند (د خلکو جمهوریپال ګوند) په ۸۱ ښارونو کې تر ټولو ډېرې چوکۍ ګټلي دي.

د ترکیې د دولتي خبري اژانس انادولیا د راپور له مخې، د اردوغان اصلي مخالف ګوند د ترکیې له ۸۱ ولایتونو څخه په ۳۶ ولایتونو کې بشپړ بری ترلاسه کړی دی. یعني په دغو ښارونو کې له کوم بل ګوند سره ايتلاف ته اړتیا نه لري.

دغه ګوند په مجموع کې ټولټال ۳۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

———————–

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، د ماین پاکۍ همکارانو یې په افغانستان کې له څه باندې درې زره کیلو متر مربع ساحې څخه ماینونه او ناچاودلي وسایل پاک کړي دي. یوناما دا خبره د ماینونو د خطر د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په درشل کې وکړې. د یوناما له له دې بیانه یوازې یوه ورځ مخکې، یعني پرون د غزني په ګیرو ولسوالي کې ۹ تنکي ماشومان د یوې ناچاودې سرګلولې په چاودنه کې ووژل شول.

————————

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یوناما وايي، وروستیو سختو ورښتونو په افغانستان کې کروندګرو ته ډېر تاوانونه اړولي دي.

یوناما پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دغو ورښتونو په نتیجه کې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه مځکه او ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یوناما پر اساس، دا د افغانستان په شمال کې په یوه میاشت کې درېیم سیل دی چې ۷ تنه یې مړه کړي او ۴۰۰ کورنۍ یې اغېزمن کړي دي.

وروستیو سیلونو او ورښتونو په فاریاب، سرپل او ننګرهار کې ډېر تاوانونه پېښ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب