افغانستان ډیر لرغوني هیواد دی. په هره دره اؤ هر کونج کې يې د زرګونو کلونو لرغوني توکي موندل کيږي.
د سمنګان اؤ بدخشان څخه د لاس ته راغلو اثارو څخه ښکاره ده چې دلته د ژوند څرک له ۱۲ زرو کلونو پخوا ته رسیږي. د کندهار په منډيګک کې د ژوند څرک له پنځه زرو کلونه څخه پځوا ښيې. له بامیانو را نیولي بیا تر هډي، هرات، بلخ، ګرشک، لوګر اؤ په لسګونو نورې سیمې د لرغونو آثارو څخه ډکې دي.
دلته له پخوا څخه ژوند و اؤ د لرغونو آثارو څخه د ژوند څرک د لمر په څیر روښانه دی.
له میلاده مخکې د ٦٠٠ او ١٥٠٠ کلونو تر منځ په دې سیمه کې ژوند کوچياني و. چیرته يې چې ښه وه هلته يې به يې شپه وه.
له میلاده مخکې ٣٣٠ نه تر ٦٠٠ کلونو تر منځ پر دغه سیمه هخامنشي امپراتورۍ خپل اسونه ځغلول.
له میلاده مخکې په ٣٢٧ کال مقدوني سکندر دې هيواد ته راغی اؤ د دریم داریوش له وژلو سره يې د درې کلونو له پاره بلخ خپله پلازمينه وټاکله. وروسته له دې د دوی واکمنۍ دوام وکړ، تر دې وروسه وار کوشانیانو ته ورسیده. د کوشانيانو چې پلازمينه يې په کاپيسا کې وه، له ۴۸ څخه تر ۲۴۲ میلادي کلونو پورې واکمني وه.
د ۲۴۱ اؤ ۹۶۲ میلادي کلونو تر منځ موده د ډول ډول حکومتونو اؤ توکمونو تر منځ د ګډوډیو پیر و. په همدغه موده کې و چې د اسلام سپیڅلی دین هم دې سیمې ته راغي اؤ وار د غزنويانو شو. د غزنويانو امپراتوري چې د اوړي پلازمینه يې غزني اؤ د ژمي پلازمینه يې د لشکرګاه په بوست کې وه غښتلي امپراتوري وه چې وړانګې يې تر ډهلي پورې رسیدي، د ۹۶۲ اؤ ۱۱۸۶ میلادي کلونو تر منځ يې په دې سیمه واکمني وه.
له غزنويانو وروسته په دې سیمه د ۱۱۸۶ اؤ ۱۲۲۰ میلادي کلونو تر منځ د غوريانو واک چلېده اؤ سلطان علاوالدين جهانسوز هم د دې واکمنۍ ستر واکمن و.
له ۱۱۸۶ څخه تر ۱۲۲۰ میلادي کلونو تر منځ د چنګيز وحشي یرغل اؤ واکمني وه اؤ دغو وحشي واکمنیو اؤ ظلمونو تر ۱۳۶۴ میلادي کلونو پورې دوام وکړ.
ګوډ تیمور هم دلته خپل اسونه و ځغلول اؤ اولادونو يې له ۱۳۶۴ څخه تر ۱۵۰۶ میلادي کلونو پورې واکمني وکړه، اؤ پلازمینه يې په هرات کې وه.
د بابر هم په دې سیمه واکمني وه اؤ له ۱۳۶۴ څخه يې تر ۱۵۰۶ میلادي کلونو پورې يې کابل پلازمینه وه.
له دې وروسته دغه سیمه د ډیرو ګډوډیو شاهده وه اؤ د ایرانیانو صفوي واکمنو خپل اسونه دلته ښه چاغ کړل، خو میرویس نیکه د ګرګین په وژلو سره ایراني واکمنیو ته د پای ټکی کیښود، خو د کورنیو بې اتفاقیو له امله نادر افشار دلته یوه موده واک وچلاوه. خو له نیکه مرغه احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ کیښود اؤ له ١٧٤٧ میلادي کلونو څخه يې تر ١٨٢٦میلادي کلونو پورې د درانیانو واکمني ټینګه کړه.
د کورنیو جګړو اؤ د امیر دوست محمد محمد خان د کورنۍ واکمني له ۱۸۲۶ څخه تر ۱۹۲۹ میلادي کلونو پورې دوام وکړ. په دې موده کې دافغانانو اؤ انګریزانو تر منځ درې خونړۍ جګړې هم وشوي اؤ له افغانستان څخه يې یوه ټوټه سیمه د پښتونخوا په نامه جلا کړله. خو په ۱۹۱۹ میلادي کال افغانستان خپله خپلواکي هم تر لاسه کړه.
د سقاو زوی حبیب الله هم دلته خپل واک وچلاوه، تر څو محمد نادر د پاینده محمد خان د زوی اؤ د امیر دوست محمد خان د ورور سلطان محمد خان طلايې له نسله دلته خپل واک ټینګ او تر ۱۹۷۸ میلادي کلونو پورې يې دوام اؤ د محمد داؤود خان په شهادت پای ته ورسیده.
له ۱۹۷۸ میلادي کلونو وروسته تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې افغانستان د کودتاو کور، د شوروي اتحاد د یرغل، د ډیرو جګړو ، د پاکستان د اسونو د ځغلولو او د جلال اباد د جګړې شاهد و.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ میلادي کلونو پورې امریکایانو د دموکراسۍ او جمهوریت په نامه د افغانستان ملت وکړاوه اؤ د خپل شوم پلان له مخې يې خپلې پښې سپکې کړي.
یو څه چې ډیر واضح اؤ ښکاره دي هغه دا چې د افغانستان نیول ډیړ اسانه خو ساتل يې بیا ډیر ستونزمن دي. افغانستان ته د امپراتوریو هدیره وايې. دلته د نړۍ سترو امپراتوریو له مقدوني سکندر را نیولي بیا د امریکا متحده ایالتونو پورې خپل اسونه ځغلولي دي، خو په اسانه مات اؤ کنډو کپر له دې هیواد څخه په تیښته بریالي شوي دي.
بله خبره چې هم ډیره رغنده ده هغه پر افغانستان د واک چلول دي. افغانان وايې:« په زور کلي نه کیږي»
دا په دې مانا چې پر افغانانو په زور واکمني نه کیږي. موږ د ډیرو زورورو واکمنیو شاهد یو، خو دوام يې ونه کړ. یوه لاره اؤ چاره شته چې پر افغانانو واک دوام وکړي هغه د افغان ملت په لاس کې نیول دي.
اوس چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن دی، هیله ده چې د ملت هیلو اؤ غوښتو ته د مثبت ځواب په ویلو اؤ د تیرو تجربو څخه په ګټه اخیستلو سره واکمنۍ ته دوام ورکړي.
پوهي اؤ تعلیم ته مخه کړي. جهالت اؤ ناپوهۍ ته د پای ټکی کیږدي. افغانان د علم اؤ پوهي له پلوه په نړۍ کې د سیالانو سره سیال کړي.
ټؤل افغانان د دې هیواد وګړي وګني. د مور، میرې اؤ د زوی، پرکټي تر منځ فرق ونه کړي.
تل تر تله د واک مالک یواځي لوی څښتن تعالی دی. په دې غمګینه اؤ بدمرغه نړۍ کې واکداران یواځي د واک تمثیل کوي. د مصر فرعونیان، د عراق د دجله اؤ فرات د څنډو مدنیت، د هخامنشيانو، یونانیانو امپراتوریو، د سلیمان ع د هوا تخت، د موسی ع د قوت امسا، د امویانو، عباسیانو اؤ عثماني خلافت، د نمرود ناتاړې اؤ داسې نور دا هر څه د سترګو په رپ کې تیر شول. یواځي د واک واکدار لوی خدای ج دی اؤ تل به وي.
هیله ده چې اسلامي امارت هغه څه وکړي لکه چې یوسف ع په مصر کې وکړل. د اسلام خلفاوو د خپل واک په موده کې د اسلام لپاره وکړل.
هیله ده چې د حصرت صدیق رض صداقت، د حضرت عمر رض عدالت، د حضرت عثمان رض سخاوت اؤ د حضرت علي رض شجاعت سره یو کړئ اؤ د افغانستان د ملت په پرهارونه د ملهم پټۍ کیږدئ.