Homeخبرونهد بدخشان د سرو زرو کان کې ايسار کيندونکي وژغورل شول

د بدخشان د سرو زرو کان کې ايسار کيندونکي وژغورل شول

تاند:( يکشنبه، د جدي ۱۸) ‏د بدخشان لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې د سرو زرو په يوه کان کې بند پاتې دوه کان کېندونکي يې ژغورلي.

د ‎بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدین احمدي وايي دغه کسان د ياوان ولسوالۍ د خير آباد کلي د سرو زرو کان کې دوه بند پاتې وو.

سرچینه زیاتوي، چې دغه کان کېندونکي د ژغورنې ټيم له پرلپسې ٦۱ ساعته هڅو وروسته ژوندي وژغورل شول.

په دې اړه خپاره شوي عکسونه څرګندوي، چې طالبانو د یادو کسانو د ژغورنې لپاره له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستی.

يو شمېر خلکو د طالبانو دغه کار ستایلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...