سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپولټيکو: امریکا اوسنيو افغان واکمنو سره د تعامل او مقابلې هم مهاله...

پولټيکو: امریکا اوسنيو افغان واکمنو سره د تعامل او مقابلې هم مهاله اجنډواې تعقیبوي

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) پولټيکو ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ليکلي، چې امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې د تعامل او مقابلې هم مهاله دوه اجنډواې مخته وړي.

ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د طالبانو پر وړاندې نرم دریځ خپل کړی او هڅه کوي، چې دغه ډله امریکا او نړیوالو سره تعامل ته تشويق او نتیجې ته ورسوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري بيا د ښځو په اړه د طالبانو د افراطي پریکړو پر وړاندې د سختو بندیزونو غوښتنه کوي او نړيوال د دوی پر وړاندې مقابلې ته هڅوي.

تازه د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له سپینې ماڼۍ غوښتنه کړې، چې د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ډلې که ښکاره نه وي، د پردې شاته حمایه کړي.

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافیرې بيا ټينګار کړی، چې امريکا د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د اختلافاتو د حل غوښتنه کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب