Homeخبرونهافغانستان بانک د نړيوالو بشري مرستو د پرې کیدو خبر ورکړ

افغانستان بانک د نړيوالو بشري مرستو د پرې کیدو خبر ورکړ

تاند:( شنبه، د جدي ۱۷) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو کابل سره د نړيوالو بشري مرستو د پرې کیدو خبر ورکړ.

د‌ دغه بانک لپاره د طالبانو ویاند حسیب نوري وويل، چې دا مرستې د تېرې لیندۍ میاشتې له ۲۳ مې نېټې څخه پرې شوي دي.

د هغه په وينا، يادې مرستې د ښځو او نجونو پر وړاندې د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې د يوناما ادارې له لوري ځنډول شوي.

د افغانستان بانک د حاکمو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ میلادي کال د دسمبر له څوارلسمې تر اوسه افغانستان ته ۱۲۰ ميليونه ډالره نقدي مرسته را رسیدلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارکس پوتزل نن خبرداری ورکړ، چې افغانستان د ناورين یو نوي پړاو ته په ننوتو دی.

نوموړي د طالبانو د لوړو زده کړو وزير سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د طالبانو لخوا د ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.

د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر ضد د طالبانو بندیزونه په پراخه کچه د نړیوالو مخالفت سره مخ شوی او خبرداری ورکړل شوی، چې د دغو بندیزونو له نه لغوه کیدو سره به افغانستان سره کيدونکې بشري مرستې ودرول شي.

د طالبانو ځينو چارواکو او له هغې ډلې د دوی د لوړو زده کړو سخت دریځه وزیر ملا ندا محمد ندیم د ښځو زده کړې او کار د دوی « بې عزتي» او « د کفارو غوښتنه» ګڼلې او ورسره د مخالفت په دوام ېې ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...