شنبه, مې 4, 2024
Homeټولنیزغازي محمد جانخان مرد میدان، رښتینی ملي رهبر او اتل

غازي محمد جانخان مرد میدان، رښتینی ملي رهبر او اتل

محمد عارف رسولي

(لومرۍ برخه)‎

سریزه

دا مقاله د افغانستان د تاریخ په یوه خورا حساسه دوره یا د افغان – انګریز د دوهمې جګړې په بهیر کې د یوه رښتیني غازي، مظلوم شهید، د خدای د لارې د یوه سپېڅلي مجاهد او په ټولو معیارونو برابر ملي قهرمان غازي محمد جانخان وردګ د شخصیت، ملي مجاهدو، مبارزو او اتلولیو په پار د هغه سیمینار لپاره لیکل شوې چې د افغانستان د دولت له خوا د دې ویاړلي غازي او مظلوم شهید په ویاړ جوړېږي. مقاله به په څو برخو کې درنو لوستونکو ته وړاندې شي.

په دې مقاله کې د هېواد د وتلو او هغو ملي تاریخ پوهانو د څېړنو او لیکنو په بنسټ چې د حقایقو راسپړلو ته ژمن پاته شوي او د نورو نړیوالو موثفو تاریخي سرچینو په مرسته چې د هند په ملي ارشیف کې د افغان – انګرېز د دریګونو جګړو په هکله  خوندي شوي، لیکل شوې ده.

که څه هم د امیر عبدالرحمن خان د استبداد له لاسه او بیا د نورو رژیمونو د بې غورۍ او په هېواد کې د شته ناورینونو د راتلو به پار د ملي رښتینو مبارزینو سره بې انصافي شوې او  خصوصا د غازي محمد جانخان وردګ سره ډېر زیات د مور او میرې چلند شوی دی. کله چې تاسو د غازي محمد جانخان او غازي ملامشک عالم او د هغوی د نورو ملګرو کارنامې او اتلولۍ څېړئ او د دوی په هکله د لسیزو په بهیر کې د چارواکو بې پروایي ګورئ، درته روښانه کېږي چې زموږ په ملک کې انصاف او رښتیا ویلو ته ژمنتیا څومره کمه وه.

په دې مقاله کې د هېواد د وتلي مورخ غلام محمد غبار، د هېواد معاصر ژورنالېزم موسس محمود طرزي، وتلي افغان مورخ او څېړونکي احمد علي کهزاد، وتلي مورخ استاد پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، کاندید اکادیمیسین محمد ابراهیم عطایي، محترم څېړونکي حبیب الله رفیع صاحب او په تېره د وتلي لیکوال، محقق او څېړونکی او د نهرو د پوهنتون استاد پروفیسور ډاکټر صاحب عبدل الخالق رشید د تاریخي څېړنو او کتابونو په بنسټ، مالومات راغونډ کړي دي.   

ولې د غازي محمد جانخان او د هغه د ملګرو کارنامې لولو؟

تاریخ د دې لپاره لولو چې له تېرو پېښو، تېروتنو، لاسته راوړنو د اوس او راتلونکي لپاره ورنه درسونه زده کړو. همدارنګه، د ملي قهرمانانو لکه د غازي محمد جانخان، غازي ملامشک عالم، غازي میر مسجدي خان، غازي میرزمانخان کنړي، امین الله خان لوګري، میربچه خان کوهدامني او نورو ملي اتلانو کارنامې، ژوند، کړنې او تاریخ لوستل له موږ سره مرسته کوي چې د اوس او راتلونکی لپاره د ملي مشرانو او اتلانو معیارونه وپېژنو. زموږ اوسنیو او راتلونکو ملي څېرو ته وریادوي چې که د دین او ملي ګټو او ارزښتونو لپاره قرباني ورکړئ او خلکو ته د سپېڅلي مبارزې، سرښندنو، کړاوونو ګاللو مثال شئ او که کومه غوره لاره او سنت حسنه رامنځته او راتلونکي ته پرېږدئ نو د الهي اجر تر څنګ چې د مسلمان اصلي موخه ده  په تاریخ کې به موهم ځای خوندي وي الله تعالی به د هغه چا په شان تر قیامته پوره اجر درکوي چې په هغه سنت عمل کوي، که د کومو لاملونو له کبله سرکار او ځينو قلموالو هېر کړئ، د الله تعالی په دېوان او دفتر، ملي تاریخ او د خلکو په اذهانو کې به تلپاته شتون ولرئ.

یو څو تاریخي حقایق

ټول ملتونه، فرهنګونه  او په تېره موږ مسلمانان باور لرو چې حق په پای کې خپل ځای نیسي، په پای کې حقایق روښانه کېږي، درواغ رسوا کېږي او تاریخ په پای کې هر څه روښانوي. د حقیقتونو د پټولو او یا بل ډول ښودلو لپاره که هر څومره هڅې او د هر چا لخوا وشي، کېدای شي د یو څه وخت لپاره د ځینو کړیو په فکرونو یو څه اغیزه ولري، خو وروسته دا هڅې په کراره رسوا او ځای ېې رښتیا نیسي. خو دا د رښتینو روڼ اندو، لیکوالانو او مورخینو کار دی چې د حقیقتونو د روښانتیا لپاره کار وکړي. دا چې دا کار څنګه ممکن دی دلته یې تشریح کوو.

د علامه ابن خلدون په اند چې د تاریخ د علم او فلسفې پلار بلل کېږي د تاریخ لیکنې یا هیستوریوګرافي څخه مراد هغه تاریخ لیکنه ده چې د سرچینو د ژورې ارزونې، له هغو څخه د ټاکلو موثقو معلوماتو  د غوره کولو او د هغو د جزئییاتو داسې ترکیب دی، چې د ژورو کتنو او ارزونو په وړاندې د وخت په تېرېدو سره خپل اعتبار وساتي. نو باید پوه شو رښتینی مورخ او څېړونکی له کومو سرچینو کار اخلي تر څو دا حقیقتونه را لوڅ، مستند او ثبت کړي او په علمي توګه یې د خلکو قضاوت ته وړاندې کړي.

هغه تاریخي اسناد، بېلګې او شواهد چې ما په دې مقاله کې ورنه ګټه پورته کړې همداسې سندونه دي چې له ژورو موثقو سرچینو اخیستل شوي، د وخت په تېرېدو به خپل اعتبار وساتي بلکه ورځ تر بلې به د څېړونکو د پام وړ وګرزي.

دا سرچینې کومې دي:

  • لمړی ولسي کلتور او ادب د یوې سرچینې په توګه

یوه داسې سرچینه ټولنه او د هغو کلتور، شفاهي ادب لکه کیسې، سرودونه، شعرونه، لنډۍ او خواره واره یادښتونه او لیکنې یې او نور ټول هغه څه دي چې حقیقتونه ساتي او له یوه نسل څخه بل ته یې نقلوي. موږ د غازي محمد جانخان په هکله په ولسي کلتور کې زیات څه لرو. اتلس کاله مخکې یو شمېر د وردګو روڼ اندو غوښتل یوه ټولنیزه، علمي او کلتوري ټولنه په کابل کې رامنځته کړي، د  نامه په هکله یې بحثونه کېدل او د خدای فضل دی موږ زیاتې تاریخ ملي څېرې او شخصیتونه لرو خو ما ولیدل چې د غازي محمد جانخان، تاریخي کارنامې، اتلولۍ، رښتینولي او مظلومانه شهادت بیا بیا د خلکو خولې ته راتلل او بیا مو د هغه ټولنیز، علمي او کلتوري سازمان نوم د غازي محمد جانخان په نامه ونوموله.

داهم د غازي محمد جانخان د سپېڅلو کارنامو ښکارندویي کوي چې د ده د وخت د استبداد او استعماري دسیسو او سرکار له بې غوریو له لاسه د هغه په هکله مو زیات لیکلي اثار نه لرل. موږ ګورو چې ان په دې وروستیو دوو لسیزو کې چارواکو له غازي محمد جانخان، د هغه له اتلولیو، د هغه له مظلومیت او شهادت سره له څو واره تکراري غوښتنو سره سره مېړانه ونه کړه، نه یې کوم دولتي مډال د هغه په نامه کړ، نه یې کوم سیمینار ورباندې جوړ او نه یې د هغه مزار جوړ کړ چې لږ تر لږه د هغه حق ادا شوی وي.  

بیا هم د خدای شکر دی چې جنرال محمد جانخان وردګ د رښتینو اتلانو خوښوونکو افغانانو په سینو، داستانو، سرودونو، کیسو، نکلونو، سینو کې ځای لري.

لکه خوشال بابا چې وايي:

مېړني دي چې یادېږي

په سندرو هم په ویر

باید ووایو چې دلته بې پرې او رښتینو تاریخ پوهانو او لیکوالانو رول خورا زیات دی او دوی دنده لري چې د خپلو شته تاریخي او ولسي روایاتو په رڼا کې د غازي محمد جانخان غوندې ملي اتلانو په رول باندې څېړنې وکړي، حقیقتونه مستند او د تاریخ حافظې ته یې وسپاري.

غازي محمد جانخان د رښتینو افغان مورخینو په څېړنو کې

ځينو بې پرې او حق غوښتونکو مورخینو لکه غلام محمد غبار صاحب، د افغانستان نامتو مورخ او لرغون پېژندونکي  ارواښاد ډاکټر استاد احمد علي کهزاد، د افغانستان د ژورنالیزم پلار محمود طرزي، کاندید اکادیمیسین محمد ابراهیم عطايي، وتلي مورخ ارواښاد پوهاند ډاکټر صاحب محمد حسن کاکړ، علمي او فرهنګي شخصیت محترم ارسلان سلیمي  او نورو پخوانیو په لیکنو کې روښانه او ممتاز ځای لري او د تاریخ حافظې ته یې سپارلی دی، د غازي رښتینولي بیا بیا سر راپورته کوي او د شهید ژوندی دی حقانیت ته زموږ پام وراړوی، یو څوک شته چې ورته پاملرنه وکړي، څېړونکي او لیکوالان خپل رسالت ادا کوي او له کره سرچینو څخه د غازي د سرښندنو، تدبیرونو، رښتینو مبارزو او غزاګانو د افغانستان د تاریخ په یوه خورا بحراني پړاو کې د هغه رول روښانوي. د عوامو زړه ته چې کوم اتل یو ځل لاره ومومي هغه نوم بیانه هېروې.

په دې لړۍ کې محترم غبار د هېواد نامتو مورخ لیکي:

«امیر عبدالرحمن خان غازي محمد جانخان وردکي و برادرش محمد افضل خان، عصمت الله خان جبار خیل، بهرام جبار خیل و چندین نفر دیګر محبوس نمود و به غلط اوازه انداخت که جنرال محمد جانخان بتوصیه انګلیس سپهسالاری افغانستان میخواست و دیګرها پيمان کرده بودند که مرا در حین سفر قندهار بکشند.» همچنان غبار می نویسد این روش عام سیاست انګلیس بود که در هر جا مردم مبارز و نجیب کشور را بازور پروپاګند، جعل اسناد و افترا و اتهام دربین جامعه بدنام کرده و باز از بین میبردند. غبار در مسیر تاریخ. ص 658.»

ارواښاد غبار لیکي، ترجمه: د انګرېزانو تبلیغاتي دسیسې او تخریبي فعالیتونه تر نظامي فعالیتونو زیات اغیزمن وو او د دوی په ګټه یې عمده ګټې لرلې، لکه چې د دسامبر د ۲۳ مې د جنګ څخه وروسته یې یو خاینانه پروپاګند په ټول کابل او اطراف سیمو کې خپور کړ او هغه داچې: « جنرال محمد جانخان غازي د شېرپور په محاذ کې د ملي قوتونو د دسمبر د ۲۳ مې شاتګ په قصدي توګه پلان او ترسره کړی او ملي غازیان یې شاتګ ته سوق کړي، ځکه جنرال له انګرېزانو سره جوړجاړی کړی او یو صندوق طلا یې تر لاسه کړې ده.» په داسې حال کې چې وروسته خلک پوه شول چې دغه له دښمنۍ ډک تهمت د انګرېزانو یوه دسیسه وه، او د ملي قوتونو د عقب نشینۍ سبب د پادشاه خان په نامه کوم کس و چې په سهوه او یا قصدي توګه د قوتونو د شاتګ لامل شوی و.

په یوه بله دسیسه کې انګرېزان د ولي الله خان په مرسته په غزني کې چې د کاپیسا او پروان په څېر د دښمن په وړاندې د غازیانو د تجهیز، سوق او ادارې مرکز و درز او اختلاف رامنځته کړ او د پښتنو، تاجکو او هزاره ګانو په منخ کې شخړې رامنځته کړي. کله چې دا خبر کابل ته راورسېد نو سمدستي ملامشک عالم ورغی او هلته هم دوو نورو ملي شخصیتونو هر یوه عبدالقادر خان تاجک او ګل محمد خان اندري د ولی الله خاینانه دسیسه خنثی کړې وه او دا دری قومونه یې سره پخلا کړي وو.

محمد جانخان د ځای او مقام په هکله چې د ټولو افغانانو په منځ کې یې درلود په یوه دري شعر کې بیان کړی چې په هغه کې محمد جانخان مرد میدان بلل شوی دی او خلکو د ده او د ده د ملګرو مبارزینو په هکله ویلی دی او په لاندې کې یې تشریح کېږي.

ارواښاد غبار لیکي: کله چې د انګرېزي قواوو عمومي قومندان رالېږل شوی و چې د کابل ټول نظامي تاسیسات او جنګي قلاوې د بالا حصار په شمول ونړوي، مالي سیستم یې ویجاړ او ملي شخصیتونه یې له تیغه تېر کړي، د دې خاورې زړورو او مېړنیو خلکو یو ځل قهرماني وکړه. جنرال رابرتس د کابل خلک راوغوښتل چې د ده خبرې واوري، خلکو چې هغه د انګرېز په نظامي لباس کې ولید چې تاس سر یې و نو «راپت کل) یې نوم ورباندې کېښود. وروسته د خلکو حملې ورباندې پیل شوې او دا ترانه به یې ویله:

محمد جان مرد میدان است     ایوب خان شیر غران است

میربچه خان رس رسان است    آزادی فخر افغان است

راپت کل لات کلان است      بیا بیادر انګور بخو»

( تاریخ غبار، ص ۶۲۴).

کله چې یو وړوکی ملت د یوه نړیوال سړیخور ښکېلاکګر قوت د اشغال په وړاندې  وسله واخلي دلته یوازې وینې نه بهیږي، بلکه استعمار خپلو جاسوسانو ته شهرت، واک او زیات امکانات ورکوي، زیات خلک په پیسو اخلي، د قومونو او شخصیتونو په منځ کې بېلتون ته لمن وهي، په وتلو او پاکو ملي شخصیتونو او مشرانو پسې تهمتونه وايي او یا یې په ګرمه جګړه کې شهیدان کوي او میدان شغالانو ته پاته شي. خو دا د خدای سنت دی چې له څه وخت وروسته حقیقت روښانه شي، پاکان له خاینانو بېل شي.

وتلی ملي مورخ استاد کهزاد په یوه لیکنه کې د غازي محمد جانخان په هغو هڅو تمرکز کوي چې ده څنګه د افغانستان وروڼه قومونه هڅول چې د انګرېز په وړاندې د غزا او جهاد په لیکو کې منظم شي. همدارنګه، د غازي محمد جانخان په نظامي مهارتونو، رښتیولۍ، زړورتوب او په خلکو کې د ښه شهرت په لرلو یې زیاتې خبرې کړې دي. دا مقاله هم ډاکټر صاحب خالق رشید په خپل اثر کې د ارواښاد کهزاد صاحب د فرهنګي بنیاد څخه رانقل کړې ده.

د افغانستان د معاصرو ادبیاتو، تاریخ لیکنې او ژورنالېزم پلار محمود طرزي صاحب هم د غازي محمد جانخان په هکله لیکنې کړې دي او هغه یې یو ملي اتل او رښتینی مبارز او غازي بللی دی.

محمود طرزي د غازي محمد جانخان په هکله لیکي:

یعقوب خان یې ونیو زما وروره

نور یې زر کوز کړ له لاهوره

اوس د خاوند کارونه ګوره

شاباش په محمد جان شه پوریې وګاټه عالمه

پوځونه یې کړل جمعه

محمد جان وکړله توره

ده په هرځای کې مشهوره

که خپل خاوند ته شي مشهوره

راویې ښکه پرنګي کړو له خیبره یې بهار

خاوند که تار په تار

محمد جانخان وکړ مطلب

راضي په ده باندې و رب

دی په هرځای کې یې دبدب

خپه پرې پرنګیان شول سترګې یې ډکې دي له نمه

پوځونه یې کړل جمعه

پرنګیان راغله په ماتې

کولې به دوی زیاتې

کابل شه له دوی پاتې

شاباش په محمد جان شه مدام به و خوشرنګ

اختیار کوي د جنګ

(محمد طرزي، خاطرې د یوې لنډې دورې لنډ تاریخ ۱۰۱ مخ)

کاندید اکادیمیسن محمد ابراهیم عطایي په خپل اثر: «د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه»، کې لیکي او دلته یې موږ د نمونې په توګه راوړو: … «کله چې د امیر شیرعلي خان یو زوی او یو ورور د قندهار په جنګ کې مړه شول نو په عصبي ناروغۍ اخته شو، خپل دوه زامن سردار محمد ایوب خان او محمد یعقوب خان یې د خپلې ګرانې ښځې په خوله ګوښه کړل، انګرېزانو په خورا مهارت خپل جاسوسان لکه د یعقوب خان تره سردار محمد حسن خان او ولي محمد خان چې مشهور په لاټي و فعال او دواړه د انګرېز جاسوسان وو. په خواشینۍ سره په افغاني سردارانو کې د سر سړی نه و پاته چې ملت رهبري کړي او ملت بې واکمنه او بې دولته و.

کله چې افغانانو کیوناری چې د ګندمک سند یې لاسلیک کړی و او د انګرېز ملکې ورته غوره دولتي القاب ورکړي و، سره له ۱۲۳ ملګرو یې په بالا حصار کې وواژه انګرېزان سخت وارخطا شول، جنرال رابرټس او نور یې بیا د غچ اخیستلولپاره له نورو پوځونو سره  راغلل او له دریو خواوو یې په افغانستان برید وکړ، کابل یې وران کړ او زیات افغانان یې شهیدان کړل.

په دې وخت کې افغان مبارزینو د ملامشک عالم او محمد جانخان او نور راغلل او یو ځل بیا د افغانستان او نګریز د لوی جنګ صحنې رامنځته شوې». دلته هم ګورو چې محمد جانخان د ملي مبارزینو ممتازه څېره یادېږي.

د محترم ارواښاد غبار، ارواښاد کهزاد او اوس د ډاکټر صاحب خالق رشید د لیکنو او څېړنو په بنسټ د جنرال محمد جانخان وردګ د اتلولیو څخه د کابل د قلعه قاضي غزا او د شېرپور محاصره دي. په قلعه قاضي کې غازي محمد جانخان او ورسره ملي غازیانو د ۱۸۷۹ کال د دسمبر په ۱۱ مه قلعه قاضي ته د کابل د نورو سمتونو له مجاهدینو سره په همغږۍ کې داخل شول، نورو ملي مبارزینو او غازیانو هم د کابل په ټولو سمتونو کې لکه کاریز میر، پغمان، چارآسیاب او نورو سمتونو کې سنګرونه نیولي وو او په انګرېزي قواوو یې برېدونه کول. د انګرېز د قواوو عمومي قوماندان جنرال رابرتس نور قوماندانان د کابل نورو سمتونو لکه کاریز میر ته د مجاهدینو د مقابلې لپاره واستول.

د قلعه قاضي په سمت یې د جنرال میسي په مشرۍ قواوې واستولې. د محمد جانخان په مشرۍ غازیانو انګرېزانو ته سخت تلفات واړول. جنرال رابرتس اړ شو خپله د محمد جانخان د قواوو مخې ته د جنرال میسي د قواوو د نجات لپاره ورشی. په قلعه قاضي کې مشهوره او تاریخي پرېکنده جګړه ونښته او د غازیانو او د رابرتس د قواوو تر منځ په پای کې بیخي تن په تن جګړه وشوه. جنګ دومره شدید و چې د جنرال رابرتس قواوو خپله ماته ولیده، زیات کسان یې له لاسه ورکړل نو خپلو ټولو قوتونو ته په ټولو محاذونو کې امر وکړ چې جنګ بس کړي او د شېرپور جنګي قلا او چوڼۍ ته شاتګ وکړي. همدارنګه یې په کابل کې ټولو انګرېزانو ته امر وکړ چې د کابل له نورو سیمو راټول او شېرپور ته پناه راوړي... جنرال رابرتس خپلو سپرو قواوو ته امر وکړ چې د خپلو قوتونو د فرار په وخت په ګذرګاه او دهمزنګ په تنګه کې سنګر ونیسي تر څو د شاتګ په وخت د خپلو قوتونو حمایه وکړي خو کله چې دغه مشهور انګلیسي جنرال خپل مړي ولیدل نو خپل آس ته یې قمچینه ورکړه او د خپل حمایوي سپرو عسکړو نه مخکې یې تېښته اختیار کړه او شېرپور ته وتښتېده او له دې حمایوي سپرو یوازې څلوېښت تنه له ده سره په تېښته بریالي شي او نور تول ووژل شول. همغه وو چې تر سبا پورې ټول انګرېزان شېرپورته ورننوتل، دروازې يې په ځان پسې بندې کړې او کابل له ټولو سنګرونو او غرونو سره د غازیانو تر کنترول لاندې راغی.

ارواښاد غبار لیکي: ملي قوتونو چې انګرېزان تر شېرپوره زغلولي وو، خپله قبضه یې په ښار نوره زیاته کړه. تره خیلو د مرنجان غونډۍ، لوګریانو بالاحصار خپل مرکز وګرزاوه او د تخت شاه او شېردروازه سنګرونه یې ټینګ کړل. ملامشک عالم او محمد جانخان د کابل ښار په خپل کنترول کې راوستلو. د دسمبر په ۱۴ هم غازیانو په ټولو محاذونو کې په دښمن ناتار جوړ کړ او د شیرپور محاصره او له انګرېزانو سره جګړو دوام وکړ، انګرېزانو نور عسکر له پېښوره را وغوښتل خو په ټولو جګړو کې یې ماتې وخوړې. په پای کې جنرال رابرتس یقین ترلاسه کړ چې په زور دوی په افغانستان حکومت نه شي کولئ او پوه شو څرنګه د انګرېز نظامي لیکوالانو ویلي و الفنسټن او مکناټن ملامت نه وو چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې وه، ځکه له داسې یوه ملت سره مخ وو چې هر یو کس یې د آزادۍ په مینه سر په لاس کې نیولی دی او له وطنه دفاع کوي.

دلته جنرال رابرتس خبر شو چې د غازیانو مشران د نورو قوتونو په راټولولو پسې تللي دي. محمد جانخان وردګ وردګو او غزني ته تللی، ځینې نور مشران لوګر، کوهدامن، کوهستان، تګاو، نجراب، پنجشیر، غوربند او نورو ځایونو ته تللي دي تر څو غازیان له انګرېز سره د جنګ لپاره تیار کړي. جنرال رابرتس چې د غازیانو د مشرانو له دې خوځښتونو خبر شو نو د مصالحې لارې یې ونیوله، د ۱۸۸۰ کال د جنوري په میاشت کې یې یوه اعلامیه خپره کړه چې د انګلیس دولت له افغانانو سره نور جنګ نه غواړي او غواړي خپلې قواوې له افغانستانه وباسي.

ټول افغان څېړونکی او لیکوالان په دې اند دي او ټول تاریخي لاسوندونه ښيي چې که سردار عبدالرحمن خان و انګرېز ته بیخي تسلیم شوی نه وای، یا لږ ترلږه یې د امیر شیرعلي خان په شان د انګرېز خبرې نه وای منلې او خپلو ملي او افغاني غازیانو ته یې لاس ورکړی وی نو هم به انګرېزان وتلی وای، هم به مو ملک له تجزیې بچ شوی وای او هم به یو قوي مرکزی حکومت جوړ شوی وای.

د دې په هیله چې زموږ رښتیني ملي اتلانو ته یو شان درناوی وشي.

نور بیا….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب