شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورسوله او جګړه د ملي یووالي حکومت په دوره کې

سوله او جګړه د ملي یووالي حکومت په دوره کې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز  (سوله او جګړه د ملي یووالي حکومت په دوره کې) تر سرلیک لاندې څېړنيز او تحليلي راپور لیکلی او د کتاب په بڼه یې چاپ کړی دی.

دا څېړنيز او تحليلي راپور پر سريزې سربېره، په دوو برخو کې اووه فصلونه لري، چې لومړۍ برخه يې په هېواد کې د روانې جګړې وضعيت، د ښکېلو لورو او ملکي خلکو تلفاتو، د جګړې د ډګر وضعيت او د جګړې د دواړو اړخونو د جګړه‌ييزو تګلارو ارزونې ته ځانګړې شوې ده. په دويمه برخه کې بيا د سولې د هڅو لنډ شاليد راوړل شوی او وروسته د ملي يووالي حکومت په دوره کې د سولې هڅو ته کتنه شوې ده. د دغې برخې وروستی څپرکی د امريکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو په اړه دی.

د لومړۍ برخې په لومړي فصل کې په افغانستان کې د روانې جګړې شاليد او عواملو ته لنډه کتنه شوې او په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱م کال راوروسته تر ۲۰۱۴م کال پورې په لنډ ډول د جګړې د بيا پيل پر څرنګوالي، د جګړې پر تلفاتو او دا چې په دې موده کې د جګړې قومانده د بهرنيو ځواکونو په لاس کې وه، د امريکا پر جګړه‌ييزه تګلاره (۲۰۰۱-۲۰۱۴) رڼا اچول شوې ده. په دويم فصل کې بيا د ملي يووالي حکومت پر مهال د امنيتي وضعيت څېړنه او شننه شوې او په دې دوره کې د جګړې د ښکېلو لورو او ملکي خلکو پر تلفاتو بحث شوی دی. درېيم فصل بيا د ملي يووالي حکومت پر مهال د جګړې د ډګر وضعيت ته ځانګړی شوی دی. په دې برخه کې د امنيتي وضعيت عمومي ارزونه، امنيتي پېښې، د حکومت تر کنټرول لاندې سيمې، د ولايتونو او ولسواليو سقوط، شمال ته د ناامنيو پراخېدل او د هېواد شموله جګړې تصوير، په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې فعاليتونه او پر وړاندې يې د حکومت او طالبانو مبارزه او ځينې نورې قضيې راوړل شوې دي. د دغې برخې په وروستي (څلورم) فصل کې بيا د ملي يووالي حکومت، امريکا او طالبانو پر جګړه‌ييزو تګلارو بحث شوی دی.

د دويمې برخې په لومړي فصل کې هم د سولې د هڅو پر مخينې (۲۰۰۱-۲۰۱۴) رڼا اچول شوې او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۰م کال راوروسته د سولې عالي شورا، په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر، له حزب اسلامي سره پر خبرو اترو او په دې دوره کې له حزب اسلامي سره د خبرو اترو د ناکامۍ پر عواملو بحث شوی دی. په دويم څپرکي کې بيا د ملي يووالي حکومت په دوره کې د سولې لپاره د حکومت هڅو ته کتنه شوې. په دې دوره کې د سولې په تړاو د حکومت تګلاره، د سولې عالي شورا کې بدلونونه او د دغې شورا فعاليت، له حزب اسلامي سره د سولې تړون، له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو هڅې او پر پاکستان تکيه، د څلوراړخيزو غونډو لړۍ، د کابل پروسې کنفرانسونه، پر طالبانو بېلابېل پوځي، سياسي او مذهبي فشارونه او د سولې پر پروسه يې اغېزې او نور فعاليتونه راوړل شوي دي. په وروستي (درېيم) څپرکي کې بيا د امريکا او طالبانو مخامخ خبرو اترو ته کتنه شوې، چې پکې د دغو خبرو اترو پر اړتيا، د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ماموريت، د امريکا-طالبانو پر مخامخ غونډو او په اړه يې د افغان حکومت پر دريځ رڼا اچول شوې ده. په وروستۍ برخه کې بيا د بشپړ راپور پايله، لنډيز او د څېړنې وړانديزونه راوړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب