یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د زړه د ناروغیو عوامل څه دي؟

د زړه د ناروغیو عوامل څه دي؟

د زړه حمله ګڼ لاملونه لري چې جنېټيکي، د ژوند ژواک طريقه او چاپېریال یې په رامنځته کېدو او پرمختلو کې رول لري. په انګستان کې یې د نژدې درېیمې برخې مرګونو سبب ناسم خواړه او د ژوند د طرز او طريقې عوامل په ګوتو شوي دي.

د تمباکو یا سېګريټو څکول:

د تمباکو په څکوونکیو کې په دغه ناروغۍ د مړينې شمېره شپېته سلنه زیاته ده. د بل د سېګرېټو له لوګي سره پرله پسې مخامخېدل د دې ناروغۍ خطر له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې د څېړنو په اټکل تر شل سلنه زیاته دغه ناروغي د سېګرېټو له امله ده.

د وينې لوړ فشار:

د یوې څېړنې له مخې په لوېديزه اروپا کې د زړه پر حمله اخته ۲۲ سلنه خلکو د وينې د لوړ فشار مخینه لرله او د وينې د لوړ فشار ناروغانو لپاره د زړه د حملې خطر نژدې دوه برابره زیات دی.

د شکرې ناروغي:

موږ وينو چې په درسته نړۍ کې د شکرې ناروغي په ډېرېدو ده او پر شکره یا ټایپ ۲ ډایابيټ اخته سړي په کال کې له دوو نه تر څلور کرته زیات د دغه ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي او ښځو ته بیا دا خطر له دریو نه تر پينځو ځلو زیات دی.

د وينې د غوړو یا کولېسټرول ډېروالی:

د یوې څېړنې پر بنسټ په لوېديزه اروپا کې ۴۵ سلنه د زړه د حملې پېښې په وينه کې د ناسمو (ابنارمل) غوړو له امله وې.

چاغښت یا د وزن ډېروالی:

سربېره پر دې چې چاغښت د وينې د لوړ فشار، شکرې او وينې د غوړو د زیاتېدو خطر لري دا د زړه د حملې یو ځانګړی عامل هم دی. غټه ګېډه او د خېټې شاوخوا د وازدو جمع کېدل د زړه د حملې خطر دوه چنده کوي.

ناسم خواړه:

د روغتیا د نړیوالې ټولنې په یوه رپوټ کې راغلي چې ډېر غوړ، مالګين (تروه) او خواږه خواړه چې مېوه او سابه نه وي پکې د زړه د حملې خطر زیاتوي.

د سپورټ او ورزش نه کول:

فېزيکي فعالیت د زړه د حملې خطر کموي. د روغتیا د نړیوالې ټولنې په اټکل په پرمختللیو هېوادونو کې شل سلنه د زړه او رګونو ناروغۍ د فېزيکي فعالیتونو د نه کولو له امله وې. په اوونۍ کې پينځه یا ډېرې ورځې د لږ تر لږه نيم ساعت چټک تګ یا دغه ډول نور جسماني فعالیت سپارښتنه شوې.

په نژدې خپلوانو لکه موروپلار او خویندو وروڼو کې د زړه او رګونو د ناروغیو تاريخچه د دې ناروغۍ خطر دوه برابره زیاتوي، په ځانګړې ډول که په هغوی کې دا ناروغي له ۵۵ کلنۍ (سړيو) او ۶۰ کلنۍ (ښځو) مخکې پېښه شوي وي. لکه مخکې مو چې وویل د عمر له تېرېدو سره د دې ناروغیو خطر هم زیاتيږي او همدا رنګه ذهني ناروغۍ لکه د کار فشار، خپګان، وسواس او د زیاتو الکولو استعمال د زړه د حملې احتمال زیاتوي.

په ځينو اروپایي هېوادونو او امريکا کې د مخدره موادو لکه کوکېن استعمال په ځوانانو کې د زړه د حملې یوه لویه وجه ده.

په بل برخه کې د زړه د ناروغیو درملنه تشریخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب