Homeخبرونههرات: ۶ مياشتو کې ۱۶۷۳ تورن مجرمان نیول شوي

هرات: ۶ مياشتو کې ۱۶۷۳ تورن مجرمان نیول شوي

تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) ‏د هرات د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ټاکل شوي چارواکي وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د وژنې، غلا، انسان تښتونې او نشه يي توکيو د قاچاق په تور ۱۶۷۳ تنه نیولي دي.

د طالبانو ځايي چارواکو ويلي چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۲۰ میله وسلې، ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۲۰۰ لېټره الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

چارواکو د دغو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

خلک دې ته په اشارې چې طالبانو د عدلي او قضايي اورګانونو کارکوونکي ځواب کړي او پر ځای یې ټول خپل ملایان او جنګیالي ګومارلي، د دوی د کړنو له نا مسلکي توب او بې عدالتیو څخه شکایت لري.

پرون په کابل کې د افغانستان د جمهوري نظام شاوخوا دوه نیم زرو قاضیانو له دندې د شړل کیدو او بې سرنوشتۍ شکایت وکړ، ويې ويل چې طالبان دې تر یوې مياشتې د دوی برخليک روښانه کړي، کنه له هیواده به ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...