تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد به د روانې اوونۍ (مارچ مياشتې په ۲۲ مه) د دوشنبې په ورځ د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د دوه ورځينۍ غونډې کوربه وي.
په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان قضيه هم د بحث د احنډا په سر کې ده.
د پاکستان صدراعظم عمران خان له غونډې مخکې غوښتنه کړې چې په غونډه کې دې له افغانستان سره د مرستو په زياتوالي خبرې وشي.
ويل کيږي چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ته هم په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
معلومه نه ده چې خپله متقي یا بل څوک به په کنفرانس کې د طالبانو په استازيتوب ګډون وکړي؟
د ملګرو ملتونو په شان د اسلامي همکاریو سازمان هم تر اوسه د افغانستان د استازيتوب څوکۍ طالبانو ته نه ده ورکړې.
په دغو دواړو سازمانونو کې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ د افغانستان له پرزول شوي جمهوري نظام سره دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې تېره اونۍ ترکیې ته په سفر تللی و، تر اوسه یې د بیرته ستنیدو خبر نه دی ورکړل شوی.
ګومان کېږي چې امیرخان متقي به له ترکیې څخه نېغ په نېغه اسلام اباد ته لاړ شي.