شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مالیې پخواني وزیر په امریکا کې ټکسي چلوي

د مالیې پخواني وزیر په امریکا کې ټکسي چلوي

تاند(دوشنبه، د حمل ۱ مه) د امریکا د سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر، چې تر تېر دوبي پورې یې د ۶ ملیارد ډالرو بودجه په کنټرول کې وه، اوس د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره په امریکا کې ټکسي چلوي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، خالد پاینده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا ته تللی، د ویرجینیا ایالت په ووډبرج کې اوسي او له هغه ځایه تر واشنګټنه په خپل هونډا موټر کې د اوبر له طریقه سپرلۍ رسوي.

سټارز انډ سټرایپس د ښاغلي پاینده په اړه وايي، هغه څوک چې تر څو میاشتې پخوا پورې یې ملیاردونه ډالر څارل، اوس یې سروکار له څو سوه ډالرو سره دی.

دی وايي:«که په راتلونکو دوو ورځو کې ۵۰ پېرې ووهم، اوبر کمپنۍ ۵۹ ډالره اضافي امتیاز راکوي.»

ښاغلی پاینده، چې ۴۰ کلن دی، له دې لارې د ځان، مېرمنې او څلورو ماشومانو لپاره د ژوند اړتیاوې برابروي.

دی وايي:«زه په دې خوشالي احساسوم. د دې معنا دا ده چې باید مایوسه نه شم.»

ښاغلي پاینده په دې اړه چې په افغانستان کې څه پېښ شول او ملامتي د چا وه، د یوې پوښتنې په ځواب کې افغانان ملامت کړل او زیاته یې کړه:«موږ د اصلاحاتو لپاره ډله ییزه اراده نه لرله، جدي نه وو.»

ده همداراز امریکایان تورن کړل چې په لوی لاس یې افغانستان طالبانو ته وسپاره او له هغو ارزښتونو سره یې خیانت وکړ چې دوی ظاهراً د هغو لپاره جنګېدل. پاینده ځان هم ملامت وباله.

4 COMMENTS

  1. چی حکایت وی نو باید پوره وی.
    هغه افغانان نه بلکه تیر نظام له اشغالګر دهغه په لاس کینولی اداره او دی خپله ملامت کړی. دی په خپل تصمیم چی هلته کار وکړی پښیمان دی. هغه ویلی چی دوی نه دامریکا سو او نه دافغانستان او دیو نامعلومی ايندی کس دی.

  2. امریکا کی ټکسی چلول او جوالیګری د افغانستان تر وزارته ښه ده اقلاً له چاودنو او مرمیو خو بیغمه دی دانسان په سترګه خو ورته کتل کیږی.

  3. داسی ښکاری چی دا سړی خاین او غل نه و او همدا علت دی چی اوس د خپل ځان او او اولادونو لپاره حلال رزق پیداکوی او خپل زیار اوباسی
    باید پدی بلاندی وویاړی او مونږ هم پری ویاړو چی یو افغان د حلال رزق د پیدا کولو لپاره زیار باسی.

    خو بلی خوا په پورتنۍ لیکنه کی ملا ثابت د خپلی جاهلی مفکوری له مخی پدی نیوه کی کوی خو دا ورته نه ښکاری چی په قطر کی د پنجاب بلاربو میخو کوم محنت او مزدوری کړی وه چی د ډیر چاقون له امله په اتومات دروازوکی نه شو ننوتلی
    بلکه یوازی او یوازی يی خپل ناموسونه او ضمیرونه خرڅ کړی وو او د افغانانو د وینو د سودا په بدل کی يی داسی ژوند برابرکړی و

  4. داد د ماليي وزيرچي په امريکا کي ټکسي چلوي او “خپلي کورني ته ډوډي پيدا کوي” دا کار خو هغه خلک هم کولاي شي کوم چي هيڅ لوړي زدکړي خوپريږده او يواځي ليکل او لوستل کولا ي شي خو توپير دد دواړو په د کيپروت چي دا يو د يوه مملکت وزير د ماليي وو او د لوړوزدکړو خاوند به هم وي او دا بل دلوړو زدکړو برخه من نه ده ليکن ټپوس دلته پيدا کيږي چي داسي سړي ته ولي په کومه امريکايي کمپني کي دده له پوهي سره سره کومه دنده نه پيداکيږي، دا شي د ځوريدلو ده چي داسړی به څرنګه کولاي شي چي د يوه مملکت د ماليي وزارت سامبال کړای شي؟
    داسي يو بل افغان وزير دمخابراتووايي په المان کي ټکسي چلوي ، ويل کيږي چي هغه په انګلستان د الګتروتخنيک مل سټري لري او په داسي يوه تخنيکي ملک کي کار نشي پيدا کولاي. ؟؟؟؟؟؟؟
    داد د ماليي وزيرچي په امريکا کي ټکسي چلوي او “خپلي کورني ته ډوډي پيدا کوي” دا کار خو هغه خلک هم کولاي شي کوم چي هيڅ لوړي زدکړي خوپريږده او يواځي ليکل او لوستل کولا ي شي خو توپير دد دواړو په د کيپروت چي دا يو د يوه مملکت وزير د ماليي وو او د لوړوزدکړو خاوند به هم وي او دا بل دلوړو زدکړو برخه من نه ده ليکن ټپوس دلته پيدا کيږي چي داسي سړي ته ولي په کومه امريکايي کمپني کي دده له پوهي سره سره کومه دنده نه پيداکيږي، دا شي د ځوريدلو ده چي داسړی به څرنګه کولاي شي چي د يوه مملکت د ماليي وزارت سامبال کړای شي؟
    داسي يو بل افغان وزير دمخابراتووايي په المان کي ټکسي چلوي ، ويل کيږي چي هغه په انګلستان د الګتروتخنيک مل سټري لري او په داسي يوه تخنيکي ملک کي کار نشي پيدا کولاي. ؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب