تاند:(دوشنبه، د حمل لومړۍ- نوروز) د ط د اسلامی امارت د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د نظامي موټرو د ځغلولو او لوړو هارنونو د مخنيوي امر کړی دی.
د طالبانو کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: « دا چې په ښارونو کې تېز موټر ځغلول او په لوړ غږ هارن کارول د هېودوالو روحي سکون زیانمنوي، کورنیو چارو وزارت ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې له داسې چارو ځان وساتي، ګنې له قانوني چلن سره به مخ شي».
په اعلامیه کې راغلي:«په هغه امبولانس کې چې ناروغ نه وي، باید د ښار منځ کې له بې ځایه لوړ غږ هارنونو ډډه وکړي.»
د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دوی د جنګياليو له لوري د پوځي موټرو د نامسوولانه استفادې، په موټرو د خلکو د وهلو او له دې پلوه د مرګ ژوبلې راپورونه ډېر شوي وو.
د طالبانو کورنيو چارو وزير دا امر په داسې مهال کړی چې نوموړي په خپله په یوه وینا کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې په ترڅ کې د حقاني شبکې له لوري په څه باندې زرو ځانمرګو بریدونو اعتراف وکړ.
د حقاني شبکې د مشر له لوري د خلکو د روحي سکون د زیانمنیدو د مخنيوي فرمان ته يو شمېر خلکو حيرانتيا ښودلې او په طنزیه ډول يې پوښتلي چې حقاني شبکې ته څنګه د خلکو د روحي سکون موضوع مهمه شوه؟
ښه خبره ده. ستاسو انتحاریانو چی غرونه لرزول هلته مو د خلکو پروا نه درلوده. ډیر خرکُس انسانان یاستی حرامیانو.