دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد فیسبوک لغړیان/ عصمت قانع

د فیسبوک لغړیان/ عصمت قانع

لغړ د پښتو لغت دی چې لوڅ ته ويل کيږي يعنې څوک په تن جامه نه لري لغړيان د لغړ جمع ته ويل کيږي او د کندهار په محلي اصطلاح کې پرهغو قاچاق وړونکو او سرحدي کاروباريانو اطلاق کيږي چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې د موادو، دوړلو او راوړلوکاروبار کوي لغړيان د پانګې لخوا لوڅ لغړوي يعنې پر ځمکه سيوری نه لري او پر آسمان ستوری.

دوی د لويو پانګوالو مالونه غوټه غوټه په انفرادي ډول د ټرانسپورټ له مرستې پرته پر خط اړوي او په هره پيره کې سل دوه سوه روپۍ ګټي.

دغه واړه قاچاق وړونکي که څه هم ظاهره په جامو پټ دی خو د اخلاقو جامې يې د زمانې سيلابي څپو له ځان سره وړی دي.

چرس، هيروين، شراب او نور مخدره مواد د همدغو لغړيانو په غوټو او پلنډو کې د سرحدي مارکيټونو دوکانونو او کاروباري مرکزونو ته وړل کيږي.

د کندهار په بولدک او ويش باډر کې د دغو لغړيانو ډلې ډلې ګرزي څوک يې نا بلده مسافر پر کرښه اړوي څوک يې د افغان ترانزيت هغه تجارتي مالونه چې ګمرک شوي نه وي بيرته پاکستاني مارکيټونو ته وړي هغه نابلده مسافر چې د سرحدي پوليسو لخو اپلټل کيږي او پر قاچاقي لارو په پټه د سرحدي پوستو او تاڼو له خطر څخه ځان ژغوري اکثره يې د همدغو لغړيانو په لومه کې بنديږي.

د دې په ظاهره له هر مسافر سره د خپلو خدمات بيه په لومړی ځل خلاصوي خو کله چې مسافر تر منزل پورې ورسيږي دا تاڼې پيسو دعوه ورباندې کوي او په دغه دعوه کې راشي سپکې سپورې استعمالوي چې د نورو افغانانو د قهر او غضب په ترمينا لوژي کې يې لغت نه موندل کيږي غالباً د ډاکتر نجيب الله د حکومت د سقوط په کال ماهم غوښتل چې له کندهار څخه کوټې ته په سفر کې د لغړيانو خدمات په بيه واخلم يو بل هلمندی حاجي هم د اډې په يوه کنج کې ولاړ و لغړی چې موږ يې د پاکستاني تاڼوله څار څخه پرکرښه باندې تيرولو هم هلمندی حاجي ته ورنارې کړې راځه حاجي بابکه خدای دې راوله راځه بابکه ډېر ارام به دې چمن ته ورسوم.

کله چې تر منزل پورې ورسېدو هماغه هلمندي حاجي ته يې چې د لارې کرايه يې پخوا ترې اخيستی وه په ښکنځل ماره لهجه وويل: تاسه ((راکوزشه )) پشکاوڼه، ژرکوه ژرکښته شه په افغانستان کې د نوي ديموکراسي له راتګ سهر دومره ازادي جوړه شوه چې هماغه د چمن د لغړيانو او تورخم د ګنډيمارو د ښکنځلو تر مينالوژي يې په ځان پورې حيرانه کړې ده.

بيا د ازادۍ علمبرداري رسنۍ پرته له دې چې د دې وطن و کلتوري عنعناتو دودونو ته پاملرنه وکړي.

دودونه ښکنځي، عنعنات ارتجاعي توهمات بولي، القاب، د ديکتاتورۍ او بيروکراسۍ مز حزفاسو او چټياتو ته ورته لغتونه ګڼي.

په بې مسؤليتۍ سره يوه ډمامه خپروي پرته له دې چې  د پروپاګنډ اساسات رعايت کړي له ځان څخه د خيټوکراسي اوتې بوتې ميدان ته اچوي او د چا په شخصي معاملاتو پورې نښلي.

پلان سړی خاين دی د ظاهر شاه په وخت کې يې سره نيکتايي تړلې وه د داودخان په و خت کې  يې قره قل پر سر وو، د نور محمد تره کې په وخت کې يې هورا ويله.

د نجيب په وخت کې يې د ملي روغې جوړې لپاره کار کاوه، د ببرک کارمل په زمانه کې يې د افغان شوروي د دوستي ډمامه غږوله.

د رباني په وخت کې يې بيا پکول پرسر و چې طالبان راغلل نو تور پاج يې پر سر کړ اوس چې ديموکراسي راغلې ده نو ږيره يې ورته وخرېیله.

دا خاين پر هره زمانه کې د زمانې رنګ په ځان پورې لګوي دا خاين بايد وپيژنو او په سل هاوو نور داسې څيزونه په سړي پورې نښلوي چې هغه به د چا د شخصي ژوندانه د حريم محرمات وي.

پردغو محرماتو تيری او تجاوز  ممکن د درانه لوستونکو راسره د بد اخلاقۍ په زمره کې وشميري خو زموږ فيس بوکي لغړيان يې د خپل ستر فرهنګي رسالت ؟!! مقدمه وجيبه او فريضه بولي سرحدي لغړيان د هويت او معرفت له مخې يو څه ښه دي هر يو يې د خپل مربوط کاروبار په باره کې هويت، ادرس او معرفت لري.

مثلاً د سګريټو کرايي لغړيان، د چرسو دغوټو او ګنډو د اړولو لغړيان د وسپنې او سکريپ د وړلو او کرايي انتقال لغړيان .

د شرابو او بيرو د کارتنونو د ليږدونې لغړيان د مسافرو د وړلو او راوړلو لغړيان او داسې نور هريو يې ځان ته نوم، هويت، ادرس او معرفت لري خو د فيس بوک لغړيان هيڅ ډول ادرس نه لري.

نر د ښځې  په نوم ځانته د اکاونټ جوړوي، ښځه بيا د نارينه له درشل څخه چټيات وايي.

هر يو يې په فرعي دوهم او دريم نامه چټياټ خپروي.

له تيرو درو کالو راهيسې زما په نامه څه د پاسه پنځه داسې ادرسونه جوړ شول چې يو يې زما نه وو.

د هر يو د بندولو هڅه مې وکړه د مخابرا تو تر وزارت پورې ولاړم دوه هغه ادرسونه چې زما په نامه او زما ترعکس لاندې وو، بلاک مې کړل خو سبا بيا زما په نامه د جعلي فيسبوکي آی ډي (ID) ګانو شميره پسې نوره اضافه شوه.

له موقع څخه استفاده کوم.

درنو هېوادوالو د تاند ويبپاڼې ليدونکو درنو مينه والو زه عصمت قانع  تراوسه پورې په فيسبوک کې شخصي اي ډي (ID) نه لرم او هيڅکله هم فيسبوک په فيسبوک کې چې کومې آي ډي ګانې ګورئ ټولې يې زما تر نامه لاندې جعلي جوړې شوي دي په خپل ټول شفقت او رحم باندې چې زما په هلکه يې لري هيله کوم چې دغه اي ډي ګانې بلاک کړي.

هغو درنو هايکرانو ته چې په دې باره کې تخنيکي پوهه او مهارت لري لمن غوړوم چې زما په نامه په فيسبوک کې موجودې اي ډي ګانې تس نس کړئ.

غوره به دا وي چې هر څوک له خپل هويت او معرفت څخه د اجتماعي اړيکو دغه لويه شبکه استعمال کړي.

ترهګري او تروريزم هم يو اخلاقي مکلفيت لري کله چې ترور وکړي کله چې ويره  خپره کړي د پېښې مسؤوليت پر غاړه اخلي.

خو فیسبوکي ترهګر د بل چا ماسک پر ځان غوړوي او د بل تر نامه لاندې فرهنګي ترهګري کوي چې دا کار يوه لويه ناځوانۍ ده.

هيله ده چې درانه لوستونکي يو ځل بيا زما عاجزانه عرض د خپل لطف او کرم په روي ومني او په فيسبوک کې موجودې آي ډي ګانې چې زما په نامه  او زما له تصوير څخه په استفادې سره جوړې شوي زما ونه بولي او د ځان لخوا يې بندې کړي.

که څوک تخنيکي مهارت لري نو حمله دې پرې و کړي او باد باد دې کړي.

12 COMMENTS

  1. دروند قانع صاحب ته سلامونه، له څرګندونو یې مننه، مګر دا ستونزه یوه قانوني حل ته اړتیا لري چې زه یې د موجود پارلمان چې قانع صاحب په خپل تاریخي شعر کې ډیر ښه تصویر کړی، دومره لرې ګڼم لکه ځمکه او آسمان، ښایي دا هم کافي نه وي ، ماته ووایئ څومره مساپه. په هر حال د ښاغلي قانع صاحب نه مې یوه غوښتنه دا ده چې پارلمان په اړه شعر ته ورته یو بل شعر د یوولس کاه دیدانو په اړه. کاه دیدانو هه هه هه

  2. اخ دا دې لابله، چې راغلې له کابله

    ښاغلی قانع!
    ښه به داوای چې نوردې جرم کولو ته نه وای هڅولي. هک کول پخله يو جرم ګڼل کېږي .

  3. محترم قانعصیب دا نن هم ستاسو تر نوم لاندی یوه تبصیره خپره شوی وه رشتیا چه همهاغه لحظه پدی فکر کی لاړم چه دا چةیات د قانع صیب لخوا ندی پوست شږی غوشتل می تاسو ته احوال درکړم مګر مشکل
    همدا وه چه زما بیغام هم هغه خدا ناترسه ته تللی دیر پر خای کار مو وکړ چه ټول دی خبر کړل مننه ا

  4. قانع صاحب فیسبوک او تویت د نننۍ ورځی د ډیرو جامعی رسنیو څخه حسابیږی، هیله دا چی ډیر زر په دی نعمت کی ځان راګډ کړی. دا ځکه چی یو خوا به د جغلکرۍ مخه چی ستاسو د نوم لاندی یی څوک کوی ونیسی او بل خو به موږ ستاسو د پوهی نه ګته واخلو.
    راوپیژني او یو اکونټ خلاص کړی IDنو هیله ده چی په بله لیکنه کی موږ ته خپله اصلی دفیسبوک

  5. ډېر پرځای خبرداری مو ورکړی دی. ستاسو تر خبرداري وروسته مي هغه ناځوانه چي ستا د نامه څخه استفاده کول delet کړی

  6. ښاغلی قانع صیب او د تاند ویب پاڼی ټولو لوستونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم،
    ښه شو چی خبر دی کړو، ګنه موږ خو په ډیر غټ غفلت که پراته وو، ستاسو له درانه نامه څحه په ګټه اخستنی یو خاین له ما سره ،تقریبا د یوه کال را سره ملګری دی، چی داسی وي نو بیا به یی همدا نن د خپلو ملګرو له قطاره وشړماو بله دا چی کولی که ستا ښاغلی ملګری هغه ټولی آی ډيیانی ریپورټ کړی نو د فیسبوک اداره له یوی څیړنی وروسته هغه د تل لپاره له منڅه وړی….
    په درنښت

  7. قانع صاحب شه سو چی خبر دی کړو ما خو د ډیره وخته ستاپه نوم پیغامونه دراستول .
    یوه ورځ می ستا تش په نامه فیس بوک پاڼه کی ډیر چټیات ولیدل حیرانه سوم چی دا څنګه کیدای سی
    قانع صاحب خو داسی کارونه نشی کولای

    مننه قانع صاحب
    که د دی کاندیدانو په هکله کوم نوی نظر لری راته خپور یی کړی خوشحاله به سو

  8. قانع صيب، ډېر قدر درته لرم، پاس چې دي هر څه ليکلي دي ډېر دي پر ځاي ليکلي دي خو له يوې خبرې سره دي کلک اختلاف لرم. هغه د ډيموکراسۍ په اړه څرګندونې….

    قانع صيب، ستا يو شمېر ليکنې پر لپسې د يو شمېر خلګو – چې څان ته ستا په شان قدرمن خلګ وايې – نومونه دي پکښې ياد کړي دي، په ادبي توريو کې دي ښکنځلې پسې ليکلې دي، چې يوه بېلګه يې د جنرال قاسم فهيم ليکنه وه، ايا تا هم دا کار د ډيموکراسۍ له برکته وکړ او که چېرته د هغه لغړي د ملګرتيا اثر وو چې ته او هغه هلمندی حاجي صيب يې تر کرښه اړولي واست؟؟؟؟

    له مخه ډېره ډېره حيا… يو وز چې کله پر وزه خېژي نو زموږ په سيمه کې دې ته ـــ بډک ــ ويل کېږي. زه دې ته حېران يم چې ستا لانجه د فيس بک له لغړيانو سره ده، نو پر ډيموکراسي دي ولې بډک ايښئ دئ، قانع صيب؟؟؟؟ په دې کې د ډيموکراسۍ څه قصور دئ؟؟؟؟

  9. قانع صاحب ته احترام. يو نظر مي غوښتل شريک کړم هغه دا وو چي ما کله ستاسي خبري په “تاوده بحثونه” شمشاد ټلويزون کي واوريدي نو تاسي يو بل پښتون ميلمه ته وويل چي ته چټياټ وايي” نو هغه وخت مي ډير افسوس وکي چي زموږ عالمان هم د بحث کولو ادب ته ضرورت لري. په درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب