یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهشاه محمود قریشي یو ځل بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر...

شاه محمود قریشي یو ځل بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه خبرې وکړې

تاند (سې شنبه/د سنبلې ۳۰مه) — په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نوي حکومت له اعلانېدلو سره سره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوس هم د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر وظیفه پر مخ وړي.

قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب یو ځل بیا له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ دې وکړي.

د پاکستان جیو نیوز تلوېزیون وایي، نوموړي په نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په کار ده چې نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات د نیویارک په فدرل ریزرف بانک او نورو بانکونو کې کنګل کړې پیسې د طالبانو حکومت ته وسپاري.

که څه هم چې د پاکستان استخباراتي ادارو د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې په منظمه توګه او په څو قسطونو کې په پاکستان کې مېشتو افغانانو څخه د جهاد په نوم لښکرې جوړې کړې او افغانستان یې عملا پرې ویجاړ کړ، لاکن قریشي یو ځل بیا د فشار په توګه نړۍ ته خبرداری ورکړ چې پاکستان نشي کولی نور د کډوالو افغانانو بار په خپلو اوږو وېسي.

جیو نیوز وایي، شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو د رسنیو استازو سره په خبرو کې وویل، «افغانان په تېرو څلورو لسیزو کې له جنګ او ستونزو سره مخامخ ول او اوس باید نړۍ واله ټولنه افغانان یوازې پرې نه ږدي،» خو قریشي دا ونه ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو په جنګ کې څومره منفي رول لوبولی او څومره افغانان یې وژلي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان پوځي استخباراتو وخت په وخت د افغانستان له چپه شوي حکومت سره د طالبانو د سولې مخه نیوله او غوښتل یې چې ټول واک په یوازې سر طالبان په لاس کې واخلي، خو اوس اندېښمن دی چې که د طالبانو حکومت ته کنګل شوې پیسې ونه رسېږي، ښایي سقوط وکړي او د پاکستان مخ په کې لا نور تور شي.

3 COMMENTS

  1. هغه یو غږ که څه هم ستاسو ددښمن وی مړ کړی ترڅو افغانستان په بشری ناورین باندی اخته سی. کله چه افغانان له لوږی مړه سی او په پردی استخباراتو کی کار وکړی بیا به نو افغانستان ښه ترقی وکړی.
    یو خواخوږی افغان باید افغانستان ته دښمنان ډیر نکړی. له تښتک غنو یی باید زده کړی.

  2. زما په آند اوس کې څوک مني يا يي نه مني، طالبان په ټول افغانستان واکمن دي، که څوک له مظلومو افغانانو سره خواخوږي لري، بايد زيار وباسي چې همدغه حکومت له نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت وپيژندل سى. پاکستان ته خپلې ملي ګټې لومړيتوب لري، مونږ هم بايد خپلو ملى ګټو ته په کتو سره له ګاونډيانو سره تعامل وکړو. د قريشي اظهارات د افغانستان د کنګل شويو پيسو په هکله د افغانستان په ګټه ده.

  3. حکیم صاحب طالبان به مو په سر سترګو منلي وای خو دوی په خپله نه غواړي چې خپل ولس او نړۍ یې ومني. دوی په لوس لاس له ځان او افغانستان سره دښمني کوي. داسي کارونه کوي چې حکومت یې څوک په دنیا کې ونه پېژني. هسې هم په دې بد نامه دي چې له ښځو سره یې له پیله دښمني ده نو ولي د ښځو وزارت لغوه کوي؟ که دا وزارت یې ړنګ نه وای څه تاوان به یې کړی و خو زه پوهیږم چې د دغه وزارت په لغوه کولو ځان لا منزوي کوي. د هلکانو ښوونځي پیلوي د نجونو نه پیلوي. ولې داسي کارونه کوي چې نړیوال ورباندې حساس کیږي. مقررۍ یې وګورئ. همهغه غلطۍ تکراروي چې ۴۰ کاله پخوا خلقیانو کړې وې. خلقیانو ټولې چوکۍ خپلو کسانو ته ورکړې دوی هم چې طالب وي باید مقرر شي. څه تاوان به یې کړی وای چې په موقت حکومت کې یې د تېرې کابینې معینان، ريیسان او نور په خپل حال پرې ایښي وای. که یې دا کار کړی وای د اوس په شان به ادارې نه فلج کېدې او ورسره جوخت به یې خپل کسان د مرستیالانو په توګه له اداري چارو سره بلد کړي وو. په ملایانو او سوداګرو خو حکومت نه کېږي. دوی یا خپل ملایان او جړیان مقرروي یا یو نیم تاجر چې دوی ته یې د جګړې په مهال چندې ورکړي دي. دوی باید له عقله کار واخلي او په ځان انتقاد په دین انتقاد ونه بولي. له انتقادونو زده کړه وکړي او خپلو تېروتنو ته متوجه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب