یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو د خپل موقت حکومت کابینه پراخه کړه

طالبانو د خپل موقت حکومت کابینه پراخه کړه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۳۰) طالبانو په خپله کابینه کې د لومړي ځل لپاره څو غیرطالبانو ته ځای ورکړ. په دې کابینه کې د پام وړ ټکي دا دي چې څو ډاکتران او انجینران او د طالبانو دوه تر ټولو لوی قوماندانان پکې شامل دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، چې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته لېږلی، لومړی د کابینې د غړي په توګه د پنجشېر د یوه اوسېدونکي حاجي نورالدین عزیزي یادونه شوې. حاجي عزیزي، چې په خپله سوداګر دی، د سوداګرۍ د وزارت سرپرست ګومارل شوی دی.

دغه راز د بغلان اوسېدونکی حاجي محمد بشیر او د سرپل ولایت اوسېدونکی حاجي محمد عظیم سلطانزاده د سوداګرۍ وزارت مرستیالان ګومارل شوي دي.

د نورو ګومارل شویو چارواکو د استوګنې ځایونه نه دي یاد شوي.

د روغتیا د وزارت لپاره هم سرپرست وزیر او هم یې دوه مرستیالان ډاکتران دي چې ګومان کېږي طالبانو دا کار د هغو انتقادونو په ځواب کې کړی چې ټولې لوړې چوکۍ یې ملایانو او قاریانو ته ورکړي دي.

د طالبانو له لوري په نویو ګومارنو کې د دوی خپل دوه هغه مهم قوماندانان هم شامل دي چې ویل کېدل خوابدي دي. صدر ملاابراهیم د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او ملاعبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت مرستیال ټاکل شوي دي.

د دغو دوو طالب قوماندانانو په اړه پخوا ویل کېدل چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به ورسپارل کېږي خو وروسته د طالبانو په سرپرسته کابینه کې یې نومونه یاد نه شول او له همدې کبله ویل کېدل چې خوابدي دي.

ډاکتر لطف الله خیرخوا د لوړو زده کړو مسلکي مرستیال ګومارل شوی دی.

همداراز یو انجنیرمجیب الرحمان عمر د برښنا او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

ډاکتر محمد فقیر د احصاییې د مرکزي ادارې سرپرست او نظرمحمد مطمین د المپیک کمېټې د سرپرست په توګه اعلان شوي دي.

پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ګاونډي پاکستان فشار دی چې ټولشموله حکومت جوړ کړي. خو دوی وايي چې په حکومت کې به ټولو قومونو ته ونډه ورکړي مګر هغو کسانو ته به چوکۍ ور نه کړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د قومونو د استازو په توګه لوړې چوکۍ لرلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کړۍ/ اجمل پسرلی

رنګ/اجمل پسرلی

شاعرانه لیک