تاند(سې شنبه، د سنبلې ۳۰) د بریتانیايي پوځیانو د هغو ترجمانانو، چې بریتانیا ته د تګ انتظار باسي او اکثره یې پټ دي، معلومات افشا شول.
د دغو ترجمانانو، چې شمېر یې تر ۲۵۰ زیات دی، معلومات د بریتانیا دفاع وزارت په یوه ایمیل کې کاپي کړي او وروسته یې سهواً خپاره کړي دي.
دا ایمیل ګڼو کسانو ته لېږل شوی خو د ایمیل له ترلاسه کوونکو پرته یې بل څوک نه شي لیدلی.
په ایمیل کې د ترجمانانو نومونه او عکسونه له نورو معلوماتو سره لیدل کېږي.
د بریتانیا دفاع وزیر بین والاس تاییدوي چې د ایمیل له لارې د افغان ترجمانانو په اړه معلومات افشا شوي خو ده ټینګار کړی چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت په دې بخښنه غوښتې ده او ویلي یې دي چې دا کار سهواً شوی دی.
خو د بریتانیا پخواني دفاع وزیر جاني مرسر د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې له افغان ترجمانانو سره دا ډول چلند شرموونکی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، ایمیل په افغانستان کې مېشتو ترجمانانو او نورو ترجمانانو ته، چې له افغانستانه دباندې اوسي، لېږل شوی دی.