یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پاکستان په مرستو بار لاریو څخه د هغه هېواد بیرغ...

طالبانو د پاکستان په مرستو بار لاریو څخه د هغه هېواد بیرغ او خطرناک سمبول راښکته کړل

تاند (سې شنبه/د سنبلې ۳۰مه) — د طالبانو سرحدي ساتونکیو په تورخم کې له هغو لاریو څخه پاکستانی بیرغ او یو پټ سمبول راښکته کړل چې افغانستان ته یې مرستې را روانې کړې وې.

د پاکستان حکومت د هرې لارۍ پر مخ او پورتنۍ برخه د خپل بیرغ تر څنګ یو مرموز سمبول هم لګولی چې د پاکستان له بیرغ څخه جوړو لاسونو کې یې افغانستان د یوه اسیر په څېر نیولی دی.‌

یو شمېر کارپوهان وایي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې له افغانستان سره داسې چلند کوي لکه برتانوي ښکېلاک چې له افغانستان سره کاوه، خو داسې ښکاري چې اوس یې چلونه او چلوټې ژر افشا کېږي او په افغانستان کې هېڅ ډله حاضره نه ده چې د پاکستان د اجیرې ډلې په نامه یاده شي.

برتانوي استعمار په تېره پېړۍ کې په سیمه کې له پرله پسې ماتو خوړلو څخه وروسته،‌ په ۱۹۴۷ کال کې د هندوستان او د افغانستان یو شمېر برخې پرې کړې او د پاکستان نوم یې پرې کېښود.

برتانیا خواوشا ۴ کاله پاکستان مستقمیا د خپلو جنرالانو؛ جنرال فرانک میزیري او جنرال ډوګلاس ګراسي په لاس اداره کاوه او بیا یې واګي پنجابیانو ته وسپارل چې تر ننه پورې د افغانستان او هندوستان لپاره غټ سرخوږی دی او په بېلابېلو بڼو د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو پروژې تطبیقوي.

د پاکستان د پوځ د مشرانو لست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب